Connect with us

سوداگري

د اوسپنې پټلۍ له لارې ترکیې ته د افغانستان صادرات پیل شول

خپور شوی

د

د افغانستان کورنیو چارو وزارت ويلي، چې ترکیې ته د افغانستان صادرات د هرات – خواف د اوسپنې پټلۍ له لارې پیل شوي دي.

یاد وزارت په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې ترکیې ته د افغانستان صادرات د هرات- خواف اوسپنې پټلۍ له لارې په ارامه فضا کې پیل شول.

د کورنیو چارو وزارت زیاته کړې، چې د یوې میاشتې لپاره به هره ورځ یو ریلګاډی او له هغې وروسته به هره ورځ دوه هغه حرکت ولري.

د کورنیو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ د خواف – هرات اوسپنې پټلۍ امنیت د عامه ساتنې ملي ادارې د امنیتي ساتونکیو له‌خوا خوندي کیږي.

د خواف- هرات ریل پټلۍ پروژه نه یوازې دا، چې ایران او افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې نښلوي، بلکې د چین، ازبکستان، افغانستان، ایران، ترکیې او اروپا ترمنځ دوه زره کیلومټره دهلیز هم بشپړوي.

همدا راز افغانستان د نړۍ ازادو اوبو ته له لاس‌رسي پرته په وچه کې د پروت هېواد په توګه د ایران د اوسپنې پټلۍ او د ایران د سویلي بندرونو له لارې اروپا ته خوندي لار مومي.

ویل کیږي، چې دا د اوسپنې پټلۍ د ایران او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ لپاره ستراتیژیکه لار ده او د دواړو هېوادونو ترمنځ د ۶ میلیون ټنو مالونو د لیږد وړتیا رامنځته کوي.

سوداگري

د اوبو بحران او د کورنیو د پېرودلو د ځواک کمښت د افغانستان اقتصادي وده له ننګونو سره مخ کړې

د نړیوال بانک د« افغانستان تازه پرمختګونه» نومي راپور پر بنسټ؛ په ۲۰۲۶ز. کال کې به د هېواد نفوس ۶،۶ سلنه زیات شي. د نفوس د زیاتوالي یوه برخه د همدې کال له اپریل څخه تر سپټمبر پورې د شاوخوا یو میلیون افغانانو د بېرته ستنېدا له کبله ده. له همدې کبله به د هر وګړي پر سر ناخالص کورنی تولید ۳،۳ سلنه راکم شي. دا درېیم پرله‌پسې کال دی، چې د هر وګړي پر سر اقتصادي تولید کمېږي.

Published

on

 

نړیوال بانک په خپل تازه راپور کې د افغانستان د اقتصادي وضعیت په اړه خبرداری ورکړی او څرګندوي: سره له دې، چې د ۲۰۲۶ مالي کال لپاره د هېواد د اقتصاد درې سلنه وده اټکل شوې؛ خو د نفوس زیاتوالی، د صادراتو کمښت، د کورنیو د پېرودلو د ځواک ټیټېدا او د اوبو د سرچینو ناامني د اقتصادي ښه‌والي بهیر له جدي ننګونو سره مخ کړی دی.

د نړیوال بانک د« افغانستان تازه پرمختګونه» نومي راپور پر بنسټ؛ په ۲۰۲۶ز. کال کې به د هېواد نفوس ۶،۶ سلنه زیات شي. د نفوس د زیاتوالي یوه برخه د همدې کال له اپریل څخه تر سپټمبر پورې د شاوخوا یو میلیون افغانانو د بېرته ستنېدا له کبله ده. له همدې کبله به د هر وګړي پر سر ناخالص کورنی تولید ۳،۳ سلنه راکم شي. دا درېیم پرله‌پسې کال دی، چې د هر وګړي پر سر اقتصادي تولید کمېږي.

د نړیوال بانک د څرګندونو له مخې، د افغانستان اقتصادي وده اوس هم تر ډېره پر کرنې ولاړه ده. دغه سکټور د ۲۰۲۵ز. کال له وچکالۍ وروسته شاوخوا اته سلنه وده کړې او د ټول اقتصاد نږدې ۹۰ سلنه وده یې رامنځته کړې ده؛ خو د خدمتونو سکټور ۱،۵ سلنه کوچنی شوی، خصوصي پانګونه شاوخوا ۱۵ سلنه کمه شوې او واقعي صادرات هم ۲۲ سلنه راکم شوي دي.

نړیوال بانک د ۲۰۲۶ز. مالي کال لپاره د افغانستان د اقتصادي ودې اټکل د همدې کال د پسرلي له اټکل سره پر پرتله یو سلنه راکم کړی دی.

دې بنسټ اټکل کړی، چې انفلاسیون به په منځنۍ کچه اووه سلنې ته ورسېږي، چې د تېر کال د کچې نږدې دوه برابره دی. د سون‌توکو د بیو لوړوالی او د بدیلو سوداګریزو لارو له لارې د توکو د لېږد لګښت زیاتوالی د اقتصادي فشار له مهمو لاملونو څخه بلل شوي دي.

د پېرودلو د ځواک کمښت او د خوړو د ناامنۍ زیاتوالی

په راپور کې راغلي، چې د افغانستان کورنۍ، پر ځانګړې بڼه ناماهر کارګران او له ګاونډ هېوادونو راستانه شوي وګړي؛ له مخ پر زیاتېدونکو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

د سپټمبر په میاشت کې ورځنيو مزدورانو د تېر کال د همدې میاشتې پر پرتله ۱۴ سلنه لږ کاري ورځې لرلې او د هغوی اوونیز عاید له ۲۷ سلنې لږ د غنمو اوړو د پېرودلو توان درلود. د خلکو د پېرودلو ځواک د هېواد له ۳۴ ولایتونو څخه په ۳۱ ولایتونو کې کم شوی دی.

سره له دې، چې د کرنیزو محصولاتو حاصلات ښه ول.

اټکل کېږي، چې په افغانستان کې اوس هم ۱۵،۹ میلیون کسان له شدیدې غذایي ناامنۍ سره مخ دي.

د راپور د څرګندونو له مخې، له نیمایي څخه ډېرې راستنې شوې کورنۍ نه‌شي کولی، چې خپلې لومړنۍ اړتیاوې یوازې د خپلو عوایدو له لارې پوره کړي.

په سوداګرۍ کې ګډوډي او د روان حساب د کسر زیاتوالی

نړیوال بانک له پاکستان سره د سوداګریزو لارو تړل کېدا د افغانستان په سوداګرۍ کې د ګډوډۍ یو مهم لامل بولي. که څه هم افغانستان توانېدلی، چې خپلې وارداتي اړتیاوې د منځنۍ آسیا او ایران له لارې پوره کړي؛ خو صادرات اوس هم خپلې پخوانۍ کچې ته  ستانه شوي نه‌دي.

د ۲۰۲۶ز.مالي کال په لومړۍ نیمایي کې د افغانستان واردات ۲،۲ سلنه زیات شوي او اوس بدیلې سوداګریزې لارې د هېواد ۹۷ سلنه واردات لېږدوي. په مقابل کې، صادرات ۱۵،۱ سلنه کم شوي او د تازه مېوو او سبزیو د صادراتو کچه نږدې ۹۰ سلنه راټیټه شوې ده.

د نړیوال بانک د اټکل له مخې، د ۲۰۲۶ز.مالي کال پر مهال به د افغانستان د روان حساب کسر د ناخالص کورني تولید ۳۴،۲ سلنې ته ورسېږي. په داسې حال کې، چې دا کچه په ۲۰۲۵ز.مالي کال کې ۳۶،۱ سلنه وه؛ خو د دې کسر د ډالري ارزښت اټکل شاوخوا ۷،۹ میلیارډ ډالره شوی دی. د بهرنیو مرستو او مالي حوالو کمښت هم د هېواد پر اقتصادي وضعیت فشار زیات کړی.

په همدې حال کې د ۲۰۲۶ز.مالي کال په لومړۍ نیمایي کې د حکومت کورني عواید ۱۰،۲ سلنه زیات شوي؛ خو د سوداګرۍ د ګډوډۍ او د سرحدي دروازو د فعالیتونو د کمېدا له کبله ګمرکي عواید ۱۶،۹ سلنه راکم شوي دي.

نړیوال بانک وایي، د افغانستان مالي امکانات محدود دي او پراختیايي لګښتونه د ناخالص کورني تولید یوازې شاوخوا ۱،۳ سلنه جوړوي. دا کچه د سیمې له منځنۍ کچې څخه له نیمايي هم کمه ده.

افغانستان پور اخیستونکو سرچینو ته هم لاسرسی نه‌لري او اټکل کېږي، چې له بودجې بهر مرستې به د ناخالص کورني تولید شاوخوا ۱۰ سلنې ته راکمې شي.

په راپور کې راغلي، چې افغانۍ په ۲۰۲۵ز.مالي کال کې د امریکايي ډالر پر وړاندې له شاوخوا ۱۲ سلنې لوړوالي وروسته تر ډېره باثباته پاتې شوې ده؛ خو د پولي سیاست د وسایلو محدودیت او د بانکونو د پور ورکولو د بهیر کمزورتیا د پانګونې د ملاتړ او له اقتصادي ټکانونو سره د مقابلې لپاره د مالي سکټور وړتیا محدوده کړې ده.

د اوبو بحران؛ د افغانستان د اقتصادي راتلونکې لپاره جدي ګواښ

نړیوال بانک د اقتصادي ننګونو ترڅنګ، د اوبو د سرچینو ناامني د افغانستان د اوږدمهاله پرمختګ پر وړاندې ټولیز ګواښ بللی دی.

د راپور له مخې، وچکالي، د نفوس زیاتوالی، د ځمکې لاندې اوبو د زېرمو کمښت، ککړتیا او د اوبو د سرچینو کمزورې مدیریت د هېواد د اوبو پر سرچینو مخ پر زیاتېدونکی فشار راوستی دی.

افغانستان له ۲۰۰۳ز.کال راپدېخوا هر کال شاوخوا ۴،۹ میلیارډ مټر مکعب د خوږو اوبو له زېرمو څخه له لاسه ورکوي او دا کمښت په ټولو ۳۴ ولایتونو کې ثبت شوی دی.

په کابل کې د ځمکې لاندې اوبو د راایستلو کچه د دغو سرچینو د طبیعي بیا نوي کېدا له چټکتیا څخه نږدې څلور برابره زیاته اټکل شوې ده؛ دا هغه موضوع ده، چې د اوبو د سطحې د ټیټېدا او اوبو ته د لاسرسي د نامنظمېدا اندېښنې زیاتوي.

نړیوال بانک خبرداری ورکړی، چې د اوبو کمښت د کرنې او د کلیوالو د معیشت لپاره مستقیم ګواښ دی. د کرنې په سکټور کې د هېواد ۴۶ سلنه کاري ځواک بوخت دی او د افغانستان ۹۵ سلنه مصرفېدونکې اوبه په همدې سکټور کې کارېږي. له همدې کبله د اوبو د سرچینو کمښت پر دې سکټور پراخې اغېزې لرلی شي.

د سیندونو د اوبو د بهیر کمېدا هم د اوبو له برښنا څخه د برښنا تولید محدودولی شي او اوبو او برښنا ته نامنظم لاسرسی د شرکتونو او نورو اقتصادي سکټورونو فعالیتونه ګډوډولی شي.

د نړیوال بانک اټکل ښيي، چې د ۱۹۹۴ او ۲۰۲۴ز.کلونو ترمنځ وچکالۍ د افغانستان د هر وګړي پر سر د ناخالص کورني تولید کلنۍ وده پر منځنۍ کچه ۰،۲۳ سلنه راکمه کړې ده.

د اوبو د سرچینو د مدیریت لپاره د نړیوال بانک وړاندیزونه

نړیوال بانک د کورنیو اوبو ته د لاسرسي د ښه کولو، په کرنه کې د اوبو د مدیریت د پیاوړتیا او د طبیعي سرچینو د ساتنې لپاره د همغږي چلند غوښتنه کړې ده.

د دغه بنسټ له وړاندیزونو څخه د اوبو رسولو سیسټمونو بیارغونه، د روغتیايي او فاضله اوبو د چاڼولو خدمتونه، د اوبو لګولو او رسولو رغونه، د اوبو د لګښت د اغېزمنتیا زیاتول او د اوبو د سرچینو د وېش او ساتنې لپاره د سیمه‌ییزو میکانیزمونو پیاوړتیاوې دي.

د اوبو د حوزو او ځمکې لاندې اوبو ساتنه، د سېلابونو او وچکالۍ پر وړاندې چمتووالی او د سیندیزو حوزو پر کچه د اوبو د سرچینو د مدیریت پیاوړتیا هم یو وړاندیز شوی لومړیتوب دی.

دغه بنسټ ټینګار کړی، چې په لنډ مهال کې باید د بنسټیزو خدمتونو بیارغونه، د اوبو د سرچینو د ساتنې او ښه مدیریت پیاوړتیا او د لومړنیو خبرداریو د سیسټمونو پیاوړتیا لومړیتوب ولري.

په اوږدمهال کې بیا د کانالونو او کاریزونو رغونه، د اوبو لګولو د بنسټیزو جوړښتونو ښه کول، د ځمکې لاندې اوبو ساتنه او د اوبو له سرچینو څخه د ګټه‌اخیستونکو سیمه‌ییزو بنسټونو پیاوړتیا اړینه بلل شوې ده.

نړیوال بانک وایي؛ لویې بنسټیزې پروژې باید یوازې هغه مهال عملي شي، چې مالي سرچینې، تخنیکي وړتیاوې او د هغو د دوامدارې ګټې‌اخیستنې او ساتنې لپاره پلانونه موجود وي.

په ۲۰۲۸ز.کال کې د ۳،۵ سلنې اقتصادي ودې اټکل

نړیوال بانک اټکل کړی، چې د افغانستان اقتصاد به په ۲۰۲۷ز.مالي کال کې ۳،۳ سلنه او په ۲۰۲۸ز.مالي کال کې شاوخوا ۳،۵ سلنه وده وکړي؛ خو د اقتصادي ودې دغه کچه به د خلکو د ژوند د کچې د چټک ښه‌والي لپاره کافي نه‌وي؛ ځکه تمه کېږي، چې د هر وګړي پر سر ناخالص کورنی تولید به هر کال یوازې د ۰،۶ او ۰،۸ سلنې ترمنځ زیات شي او تر ۲۰۲۸ز.کال پورې به هم د ۲۰۲۴ز.مالي کال له کچې شاوخوا اووه سلنه ټیټ وي.

د سوداګریزو لارو بیا ګډوډېدا؛ په ۲۰۲۷ز.کال کې د کرنیزو محصولاتو کمزوري حاصلات، د کډوالو پراخه بېرته راستنېدا او د بهرنیو مرستو کمښت د افغانستان د اقتصادي ودې پر وړاندې له ټولیز ګواښونه بلل شوي دي.

په راپور کې خبرداری ورکړ شوی، چې که کرنیز حاصلات کم شي؛ په ۲۰۲۷ز.مالي کال کې د افغانستان اقتصادي وده ښایي شاوخوا ۰،۵ سلنې ته راټیټه شي. دغه راز که سوداګریزې لارې بیا ګډې وډې شي، ښایي دغه کچه شاوخوا ۱،۲ سلنې ته راکښته شي.

نړیوال بانک د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګریزو لارو بیا پرانیستل د هېواد د اقتصادي وضعیت د ښه‌والي لپاره تر ټولو مهم احتمالي عامل بللی دی.

دغه بنسټ ټینګار کوي، چې د سوداګریزو لارو تأمین، د کرنیزو تولیداتو ساتنه، د اوبو د سرچینو د مدیریت ښه کول او د کاري فرصتونو زیاتول د اقتصادي ودې د پراخېدا او د افغانستان د خلکو د ژوند د کچې د ښه‌والي لپاره اړین دي.

Continue Reading

سوداگري

افغان او اماراتي سوداګرو په ترکمنستان کې د نږدې ۱۰۰ میلیون ډالرو توکي وپېرل

د دې بنسټ د خبرپاڼې له مخې؛ افغان سوداګرو له ترکمنستاني شرکتونو سره د لومړۍ درجې چاڼ شويو پنبه‌دانو تېلو د پېرلو تړونونه کړي دي.

Published

on

 

د ترکمنستان دولتي توکو او خامو موادو راکړې ورکړې بورډ څرګنده کړی، چې د نومبر پر اووه‌لسمه په ترسره شویو سوداګریزو معاملو کې د دې هېواد د کورنیو او بهرنیو شرکتونو او سوداګرو ترمنځ پنځه تړونونه د ۳۴۷ میلیون او ۳۱۰ زره منات او ۹۴۷ زره او ۲۵۰ ډالرو پر ټولیز ارزښت لاسلیک شوي دي.

د دې بنسټ د خبرپاڼې له مخې؛ افغان سوداګرو له ترکمنستاني شرکتونو سره د لومړۍ درجې چاڼ شويو پنبه‌دانو تېلو د پېرلو تړونونه کړي دي.

دغه راز اماراتي سوداګرو د خام او نه‌سپین‌شوي ټوکر د پېرلو لپاره هوکړې کړې دي.

د ترکمنستان په کورني بازار کې هم سوداګرو له« ترکمن‌تېل» دولتي شرکت سره د BND ۶۰/۹۰ بڼه تېلو او سړک جوړونې قیر د پېرودلو تړونونه لاسلیک کړي دي.

د ترکمنستان له روغتیا او طبي صنعت وزارت سره د خام ګلیسیریزیک اسید د پېرودلو یو تړون هم لاسلیک شوی، چې د شیرین‌بیان ‌بوټي له ریښې څخه ترلاسه کېږي.

Continue Reading

سوداگري

د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د اوسپنې‌پټلۍ له لارې د مالونو پر لېږدولو هوکړه وشوه

د دغې ادارې د خبرپاڼې له مخې؛ د ۲۰۲۶ز.کال د نومبر پر اته‌لسمه د ازبکستان د اوسپنې‌پټلۍ شرکت د مدیره پلاوي مشر ذبیح‌الله نارزولایوف او د افغانستان د اوسپنې‌پټلۍ ادارې رییس عبدالکریم فاتح ترمنځ د حیرتان په بندر کې غونډه شوې ده.

Published

on

 

د ازبکستان د اوسپنې‌پټلۍ ادارې ویلي، چې افغانستان او ازبکستان د اوسپنې‌پټلۍ په برخه کې د همکاریو پر پراختیا او د اوسپنې‌پټلۍ له لارې د مالونو د لېږدولو د کچې پر زیاتولو هوکړه کړې ده.

د دغې ادارې د خبرپاڼې له مخې؛ د ۲۰۲۶ز.کال د نومبر پر اته‌لسمه د ازبکستان د اوسپنې‌پټلۍ شرکت د مدیره پلاوي مشر ذبیح‌الله نارزولایوف او د افغانستان د اوسپنې‌پټلۍ ادارې رییس عبدالکریم فاتح ترمنځ د حیرتان په بندر کې غونډه شوې ده.

په دې غونډه کې دواړو لوریو د اوسپنې‌پټلۍ اړیکو پر پراختیا، له شته ظرفیتونو څخه پر اغېزمنې ګټې اخیستنې او د دواړو هېوادونو ترمنځ د مالونو د لېږدولو د کچې پر زیاتولو خبرې کړې دي.

په دې لیدنه کې ویل شوي، چې سږ کال د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د مالونو دوه‌اړخیز لېږد زیاتېدا د پاملرنې وړ ده.

د شوې هوکړې له مخې؛ ټاکل شوې، چې د نایب‌آباد تم‌ځای په ټاکلي وخت کې پراخ شي او له حیرتان څخه مزارشریف ته د مالونو رېلي لېږد منظم شي.

ویل کیږي، چې دواړو لوریو د رېل‌ګاډو د ورځني تګ راتګ د شمېر پر زیاتولو او د اوسپنې‌پټلۍ په برخه کې د افغان کارکوونکو د مسلکي زده‌کړو او وړتیا لوړولو لپاره د زمینې پر برابرولو هم هوکړه شوې ده.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!