Connect with us

نړۍ

د اووه هېوادونو ډله له روسیې څخه د سرو زرو پر وارداتو بندیز لګوي

Published

 on

(Last Updated On: چنګاښ ۵, ۱۴۰۱)

د امریکا ولسمشر جوبایډن ویلي، چې د اووه هېوادونو ډله به له روسیې څخه د سرو زرو پر وارداتو بندیز ولګوي.

د بریتانیا لومړي وزیر بوریس جانسون هم ویلي، چې امریکا، انګلستان، جاپان او کاناډا به د روسیې اولیګارشان پر نښه او د پوتین د جنګي ماشین زړه ولړزوي.

تېر کال روسیې د سرو زرو له صادراتو څخه شاوخوا ۱۵میلیارده  او ۵۰۰ میلیون ډالر عاید ترلاسه کړی و.

د اووه هېوادونو ډله به د سې شنبه، چې د دې ډلې د سرمشریزې وروستۍ ورځ ده؛ د آلمان په سویل باواریا کې پر رسمي بڼه له روسیې څخه د سرو زرو واردات وځنډوي.

جي – ۷ هېوادونو ډلې له دې مخکې پر مسکو د اوکراین د یرغل له کبله سخت بندیزونه لګولي دي.

بایډن لیکلي: امریکا د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین د هڅو د مخنیوي لپاره بې ساري لګښتونه کړي او امریکا غواړي روسیه له هغو عایداتو بې برخې کړي، چې د اوکراین پروړاندې ترې د جګړې اړتیاوې پوره کوي.

نړۍ

د تنسي مسیحي ښوونځي پخوانۍ زده‌کوونکې پر ډزو۳ ماشومان او ۳ لویان وژلي

Published

on

(Last Updated On: وری ۸, ۱۴۰۲)

امریکايي چارواکو په ډاګه کړی، چې د تنسي ایالت د نشویل په عیسوي ښوونځي کې د یوې وسله‌والې ښځې پر ډزو ۶ کسان وژل شوي دي.

امریکايي چارواکو د بریدګرې له وژل کېدو او څو نورو له ټپي کېدو خبر ورکړی دی.

رویترز خبري آژانس د اړوند چارواکو د څرګندونو له مخې په ډاګه کړې، چې یوې وسله‌والې ۲۸ کلنې ښځې د دوشنبې پر ورځ په یوه شخصي عیسوي ښوونځي کې درې ماشومان او درې لویان پر ډزو ووژل، چې بیا خپله هم د پولیسو په برید کې ووژل شوه.

برید ګره د تنسي ایالت د یاد عیسوي ښوونځي پخوانۍ زده‌کوونکې وه.

د پولیسو مشر جان دریک خبریالانو ته ویلي، چې د برید انګیزه دمګړۍ ښکاره نده؛ خو شکمن د ښوونځي تفصيلي نقشه جوړه کړې وه، چې ودانۍ ته د ننوتلو په ګډون یو شمېر نښې تر څېړنو لاندې دي.

د دغه عیسوي ښوونځي زده‌کوونکي د ۴ او ۱۱ کلونو تر منځ عمرونه لري.

دغه راز پولیسو په ښوونځي کې د اړوند پېښې یوه ویډیو خپره کړې، چې بریدګر د د ډزو په حال کې ښیي او په تالار کې ګرځي.

د پولیسو د څرګندونو له مخې، بریدګره هیل له دې مخکې کومه جرمي دوسیه نلري.   

د پولیسو مشر دریک بریدګره آدري الیزابیت هیل نوموي او وایي، چې نوموړې ترانسجندره  وه؛ خو نور یې په اړه څه ندي ویلي.

رویټرز راپور ورکړی، چې دې ښځې د برید ځای ته له ځان سره یوه تومانچه او دوه ټوپکونه وړي وه.

په واشنګتن کې د دغه برید په غبرګون کې، ولسمشر جو بایدن بریدګره ناروغه ونوموله او د امریکا له کانګرس څخه یو ځل بیا وغوښتل، چې د یرغلیزو وسلو د مخنیوي طرحه تصویب کړي.

ویل کیږي، چې دوه افسرانو بریدګره په دهلیز کې پر ډزو وویشته او د سهار پر ۱۰:۲۷ مړه اعلان شوه.

Continue Reading

نړۍ

د امریکایانو د خوندیتوب لپاره خپل ټول واک و ځواک کارولی شو ـ بایدن

Published

on

(Last Updated On: وری ۵, ۱۴۰۲)

په سوریه کې پر امریکایي ځواکونو د ایران پلوه ملیشو له تازه برید وروسته پرون د امریکا ولسمشر جو بایدن ایران وګواښه او په ډاګه یې کړه، چې د امریکایانو خوندیتوب ته به خپل ټول واک او ځواک وکاروي.

رویترز په ډاګه کړې؛ په سوریه کې ایران پلوې ډلې ویلي، چې د امریکا وروستي برید ته په ځواب کې بشپړ چمتووالی لري او لاسونه یې لنډ ندي.

دغه راز بایدن د اړوند برید په اړه ویلي؛ پام کوئ! امریکا له ایران سره شخړه نه غواړي؛ خو مونږ د خپلو خلکو د خوندیتوب لپاره پرېکنده ځواب ویلو ته هره شېبه چمتو یوو.

په سوریه کې د ایراني پلوه ملیشو په تازه برید کې، چې د جمعې پر ورځ ترسره شوی؛ د امریکا یو سرتېری ټپي شوی.

له دې مخکې د بې پیلوته الوتکو پر بریدونو، چې امریکا یې ملامتي پر ایران اچولې؛ ۶ امریکایان ټپي شوي و او یو قراردادي په کې وژل شوی دی.

د بېبي سي د څرګندونو له مخې؛ په سوریه کې د ایران مشورتي کمیتې په اعلامیه کې راغلي، چې د امریکا په برید کې ګڼ شمېر جنګیالي وژل شوي او ټپي دي.

په هغه اعلامیه کې، چې یادې کمیټې لاسلیک کړې خبرداری ورکړ شوی؛ که په سوریه کې زمونږ مرکزونه او ځواکونه په نښه شي، مونږ یې د ځواب ویلو وړتیا لرو.

د سوریې د بشري حقونو د څار ډلې ویلي؛ په سوریه کې د امریکا په هوايي بریدونو کې، چې د پنجشنبې پر ورځ یې کړي ۱۴ ایران پلوه جنګیالي وژل شوي دي.

دا لومړی ځل ندی، چې په سوریه کې پر میشتو امریکایي ځواکونو د بې پیلوته الوتکو بریدونه کیږي. پوځي چارواکي وایي، چې د ۲۰۲۱ ز. کال راپدیخوا د سوریې په ختیځ کې د امریکایي ځواکونو پر مرکزونو ۷۸ ځلې بریدونه شوي؛ خو دا لومړی ځل دی، چې په دې بریدونو کې سرتېرو او قراردادیانو ته مرګ و ژوبله اوړي.

د سوریې په ختیځ کې د امریکایي سرتېرو دقیق شمېر معلوم ندی؛ خو ویل کیږي، چې شاوخوا ۹۰۰ امریکایي سرتېري له کردي ځواکونو سره په ګډه د اسلامي دولت یا داعش ډلې پر ضد جنګیږي.

ویل کیږي، چې په ۲۰۱۱ ز. کال کې د سوریې د کورنۍ جګړې له پیل راپدیخوا د اسلامی انقلاب ګارد قول اردو په سوریه کې خپل حضور پراخ او پیاوړی کړی او د بشار الاسد د پوځ او ملیشه ځواکونو د روزنې او مشورې لپاره یې سلګونه کسان دغه هېواد ته استولی دی.

Continue Reading

نړۍ

تایلیند د ټاکنو لپاره پارلمان منحل کړ

Published

on

(Last Updated On: وری ۱, ۱۴۰۲)

د تایلیند پاچا ماها وجیرالونګکورن د دوشنبې پر ورځ پارلمان منحل کړ، چې خلک د می په میاشت کې له شل کلنو ناندرو وروسته د ټاکنو د ترسره کولو لپاره رای اچونې ته لار ومومي.

د دغو ټاکنو نېټه نده اعلان شوې؛ خو دوه خبرو سرچینو د دوشنبې پر ورځ رویترز ته ویلي، چې رای اچونه به د می پر ۱۴ نېټه  ترسره شي.

د دوشنبې پر ورځ د پاچا په خپور شوي فرمان کې خلکو ته د سیاسي پرېکړې واک ورکړ شوی اوپه ډاګه شوې، چې خلک کولی شي د دولت د مشر په توګه له پاچا سره دیموکراتیک حکومت پر پښو ودروي.

له ۲۰۰۱ راپدیخوا د دې هېواد میلیاردرانو درې ځله حکومتونه جوړ کړي؛ خو پر پوځي کودتاوو او یا د محاکمو پر حکمونو ړنګ شوي دي.

د رویټرز څرګنده کړې؛ د می په ټاکنو کې به د حکومتي مهالوېش له مخې د پارلمان غړي له غوره شوې سنا سره یوځای د جولای په پای کې لومړی وزیر وټاکي.

۶۸ کلن پرایوت به د سرپرست حکومت د مشر په توګه کار ته دوام ورکړي او تمه ده، چې یو ځل بیا نوماند شي.

نوموړي خپلو مخالفانو ته په ډاګه کړې: تاسې باید له خلکو وپوښتئ، چې آیا دوی راضي دي که نه … ما په تېرو کلونو کې ډېر څه کړي دي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!