نړۍ
د اوکراین د سولې په خبرو کې پرمختګ شوی – ټرمپ
د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ دا د روان کال له پیل راپدېخوا د دواړو ولسمشرانو ترمنځ لومړۍ رسمي خبرې اترې دي.
رویټرز راپور ورکړی، چې ډونالډ ټرمپ د ولسمشرۍ په ځانګړې الوتکه کې خبریالانو ته وویل، چې له ولادیمیر پوتین سره په اړیکه کې دی.
د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ دا د روان کال له پیل راپدېخوا د دواړو ولسمشرانو ترمنځ لومړۍ رسمي خبرې اترې دي.
د دې پوښتنې په ځواب کې، چې آیا د ولسمشر په توګه د خپلې دوهیمې دورې له پیل راپدېخوا یا مخکې یې له پوتین سره خبرې کړې دي وویل: ” خبرې شوي او وړاندویېنه کوم، چې نورې خبرې به هم وکړم. مونږ باید دا جګړه پای ته ورسوو. “
ټرمپ د دې خبرو له جزئیاتو ډډه کړه او وایي: “زه باور لرم، چې د پرمختګ په حال کې یوو. غواړو، چې د اوکراین او روسیې ترمنځ جګړه ودروو.”
هغه زیاته کړې، چې امریکا په ورته وخت کې له روسیې او اوکراین سره په اړیکه کې ده.
د امریکا ولسمشر له دې مخکې له نیویارک پوسټ سره په یوه مرکه کې ویلي وه، چې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره یې د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو په اړه ټیلیفوني خبر کړې دي.
له ټرمپ څخه وپوښتل شول، چې څو ځله یې له پوتین سره خبرې کړې؛ له حه ویلو ډډه وکړه او وایي: “غوره ده، چې دا ونهوایو.”
ټرمپ په دې باور دی، چې پوتین د جګړې په ډګر کې مرګونو ته اهمیت ورکوي.
د امریکا ولسمشر په دې اړه ویلي: “هغه (پوتین) غواړي، چې وژنه ودرول شي. دا ټول وژل شوي کسان ستاسې د ماشومانو په څیر ځوانان او ښکلي خلک دي.”
د امریکا ولسمشر دا هم ویلي، چې د پخواني امریکايي ولسمشر پر پرتله؛ له پوتین سره ښې اړیکې لري.
دغه راز د کریملین ویاند دیمیتري پیسکوف د پوتین او ټرمپ ترمنځ د ټیلیفوني خبرو اترو له تائید یا ردولو څخه ډډه کړې او دولتي TASS خبري سرچینې ته یې ویلي، چې ډېری ټیلیفونونه کیږي.
د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار مایک والټز هم د مسکو او واشنګټن ترمنځ د اړیکو په اړه د پوښتنې په وخت کې د جزئیاتو له ورکولو ډډه وکړه.
هغه این بي سي نیوز ته ویلي: “یقینا ډېرې حساسې خبرې اترې روانې دي.”
دغه راز د روسیې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال میخایل ګالوزین د روسیې دولتي خبري سرچینې RIA ته ویلي: “روسیې د اوکراین پر مسله د خبرو اترو د پیل لپاره کوم قناعت بښونکی وړاندیز ندی ترلاسه کړی.”
ګالوزین وایي: “اړینه ده دا څرګندونې له عملي ګامونو سره یوځای وي، چې د روسیې مشروع ګټې په پام کې ونیسي او د بحران د ریښو د له منځه وړلو او نويو واقعیتونو د پېژندلو لپاره چمتووالی وښيي.”