نړۍ
د اوکراین په څو ښارونو کې د بشري دهلیزونو جوړول
د روسیې وسلوالو ځواکونو نن (دوشنبه د کب ۱۶ / د مارچ ۷) د سهار له ۱۰ بجو څخه د اوکراین په څو ښارونو کې د ملکي وګړیو د خوندي وتلو لپاره لنډمهاله اوربند اعلان کړی دی.
د روسیې دفاع وزارت ویلي؛ د روسیې او فرانسې د ولسمشرانو ولادیمیر پوتین او ایمانویل مکرون په غوښتنه یې له کیف، ماریوپل، خارکوف او سام ښارونو څخه د ملکي وګړیو د ایستلو لپاره بشري دهلیزونه پرانیستي دي.
دغه وزارت زیاته کړې: مونږ له اوکراینیانو غواړو، چې د ملکي او بهرنیو وګړیو د خوندي وتلو لپاره د بشري دهلیزونو د جوړولو شرایط پوره کړي.
دغه وزارت دا هم ویلي، چې د کیف هغه هڅې، چې روسیه د بشري وضعیت پر خرابولو تورنوي؛ اوس بې معنا شوي دی او د وضعیتڅارنه به د بې پیلوټه الوتکو پر مرسته ترسره کیږي.
روسیې د فبرورۍ پر ۲۴ د ډونباس جمهوریتونو د ساتنې لپاره ځانګړي پوځي عملیات پیل کړل، چې د همغې اوونۍ په پیل کې پر رسميت وپېژندل شول.
مسکو په ښکاره ویلي، چې د اشغال پلان نلري او د عملیاتو موخه د ډونباس ملکي وګړي له نسلي وژنې، بې وسلې کولو او په اوکراین کې د نازیزم له ګواښونو د خلکو خونديتوب دی.
دا په داسې حال کې ده، چې د راپورونو له مخې یو روسي پلاوی بیلاروس ته تلی، چې د اوکرایین له خبرو کوونکیو سره د روانې جګړې د پای ته رسولو په اړه د خبرو پر درېیم پړاو پیلولو بحث وکړي .
