تازه خبرونه

د اپریل پر ۱۶ په استانبول کانفرانس کې ګډون کولو ته چمتو نه یو- طالبان

Published

on

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم د دوشنبې پر ورځ آریانا نیوز ته ویلي، چې د اپریل پر ۱۶ په استانبول کانفرانس کې ګډون کولو ته چمتو نه یو.

نوموړي زیاته کړې؛ که د کنفرانس د تر سره کېدو په نېټه کې بدلون راشي؛ دوی به په کې ګډون وکړي او په دې اړه به بیا د پرېکړې جزئیات وړاندې کړي.

د افغانستان حکومت او د ملي پخلاینې عالي شورا د ترکیې کنفرانس ته د ګډونوالو د نوملړ پر وروستي کولو کارکوي.

سرچینو ویلي، چې په استانبول کنفرانس کې د سیاستمدارانو، حکومتي چارواکو او د افغان میرمنو د استازیو په ګډون د ۱۹ کسانو  نوملړ چمتو شوی دی.

د سرچینې د څرګندونو له مخې؛ د ملي پخلاینې عالي شورا مشرعبدالله عبدالله، پخوانی ولسمشر حامد کرزی، پخوانی جهادي مشر عبدالرب رسول سیاف، مارشال عبدالرشید دوستم، د بهرنیو چارو وزیر  حنیف اتمر، د حزب جمعیت اسلامي مشر صلاح الدین رباني، محمد کریم خلیلي، یونس قانوني، عطا محمد نور، حمادالله محب ، سید حامد ګیلاني، محمد محقق، معصوم ستانکزی، سلام رحیمي، حاجی دین محمد، حبیبه سرابي، فوزیه کوفي، فاطمه ګیلاني نومونه یاد شوي او د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار ویلي، چې په ځانګړي توګه به په دې کنفرانس کې ګډون وکړي.

د ملي پخلاینې عالي شورا دا نوملړ وروستی نه بولي او وایي، چې په نومملړ کې بدلونونه راوستل کیدی شي.

دا په داسې حال کې ده، چې امریکا، ملګرو ملتونو، ترکیې او قطر د استانبول غونډې لپاره یو لارښود افغان حکومت او وسلوالو طالبانو ته سپارلی، چې د استانبول کنفرانس دمخه خبرو اترو اړخونو سره پر ځینو مهمو ټکو هوکړې ته په رسیدو کې مرسته کولی شي.

Trending

Exit mobile version