تازه خبرونه

د اړتیا په صورت کې به تاپي پروژې ته امنیتي قطعه رامنځته کړو-اسلامي امارت

Published

on

د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ويلي، اسلامي امارت د تاپي پروژې عملي کار پیلولو ته بشپړ چمتووالی لري او د اړتیا په صورت کې به د دغې پروژې د امنیت خوندي کولو لپاره ځانګړې قطعه جوړه کړي.

یاد بنسټ د شنبې پر ورځ ( د سلواغې لومړۍ) په ډاګه کړې؛ تاپي پروژه، چې د سیمې پر کچه یوه اړینه اقتصادي پروژه ده او د اسلامي امارت د لومړۍ واکمنۍ پر مهال یې کار پیل شو، خو بشپړېدا یې پر افغانستان د امریکايي اشغال له کبله تر اوسه ځنډېدلی دی.

د افغانستان اسلامي امارت له بیا ځل واکمنېدو سره په هېواد کې بشپړ امنیت خوندي شوی او د دې پروژې د پليکېدو لپاره له بل هر وخت اوس ښه فرصت برابر شوی، چې په دې اړه یې کوټلي ګامونه اخیستي دي.

د ریاست اوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر ویلي: اسلامي امارت په هېواد کې  د ملي پروژو امنیت ته پوره پاملرنه کوي او په هېواد کې د تاپي پروژې د عملي چارو پیلکېدو لپاره بشپړ چمتووالی لري.

دغه راز زیاتوي؛ اسلامي امارت یادې پروژې ته د هېواد د اقتصادي بېخبنا د یوه اړین عنصر په توګه ګوري، چې د عملي چارو پیل یې د افغانانو لپاره یو ښه زیری دی.

د یاد بنسټ د څرګندونو له مخې؛ که اړتیا ولیدل شي اسلامي امارت چمتو دی، چې د یادې پروژې د امنیتي چارو ساتلو لپاره یو ځانګړی ځواک جوړ کړي. د افغانستان اسلامي امارت د هېواد بیارغونه او د اقتصادي بېخبناوو احیاء کول د ځان مسوولیت ګڼي او باور لري، چې د سیمې سیاسي، امنیتي او اقتصادي ښېرازي د سیمې ټولو هېوادونو شریک مسوولیت دی او باید په ګډه اقدامات وکړي.

د یادونې ده، څو ورځي مخکې هم کورنیو چارو او ملي دفاع وزارتونو او د استخباراتو لوی ریاست مسوولینو د ترکمنستان له استازیو سره د تاپي پروژې د امنیت په موخه ناسته درلوده او دوی ته یې د تاپي پروژې د بشپړ امنيت ټينګولو ډاډ ورکړی دی.

Trending

Exit mobile version