نړۍ
د ایتالیا په اوبو کې د دوه کښتیو د ډوبېدو له کبله لږ تر لږه ۳۰ مهاجر ورک شول
د راپورونو له مخې؛ د ایتالیا د لامپدوزا ټاپو ته نږدې د دوه کښتیو له ډوبېدو لږ تر لږه ۳۰ کډوال ورک شوي دي.
د یکشنبې پر ورځ ژغورونکیو ۳۴ نور هغه کسان، چې د سیلابي اوبو په ډبرو کې بند پاتې ول؛ وژغورل.
د مهاجرت نړیوالې ټولنې څرګنده کړې، چې د ژغورل شویو کسانو د څرګندونو له مخې؛ له یوې کښتۍ څخه شاوخوا ۲۸ کسان او له بلې کښتۍ څخه درې ورک دي. دواړه کښتۍ د شنبې پر ورځ په توپاني هوا کې ډوبې شوې.
د فرانسې خبري آژانس راپور ورکړی؛ دواړه اوسپنیزې کښتۍ وې، چې ګومان کیږي د پنجشنبې پر ورځ په تونس کې له سفاکس ښاره راوتلې وې.
د ایتالیا ساحلي ګارد څرګنده کړې، چې له دواړو ډوبو شویو کښتیو څخه یې ۵۷ کسان ژغورلي او د یوې ښځې او یوې ماشومې مړي یې موندلي دي.
د ایتالیې د سیسلي ټاپو په اګریجنتو ښار کې د کښتۍ د ډوبېدو په اړه څېړنې پیل شوې دي.
د اګریجینتو د پولیسو مشر امانویل ریسیفاري ویلي؛ قاچاقبران پوهیدل، چې د خرابې هوا وړاندوینه شوې ده.
هغه ایتالوي رسنیو ته ویلي: چا، چې دوی ته اجازه ورکړي؛ یا یې اړ کړي، چې له دې بحره تېر شي یو لیونی، طالم او بې ضمیره دی.