نړۍ

د ایراني الوتکې د کېناستو د مخنیوي لپاره مو د صنعا هوايي ډګر ځغاست‌لیکه پر نښه کړه – د یمن پوځ

صنعا د یمن پلازمېنه د ایران پلوه حوثیانو تر واک لاندې ده؛ خو د نړیوالې ټولنې له ملاتړ برخمن حکومت، چې د سعودي عربستان او د خلیج د نورو هېوادونو ملاتړ هم ورسره دی؛ له سویل د عدن له بندري ښار څخه اداره کېږي.

Published

on

د یمن حکومت دفاع وزارت ویلي، چې ځواکونو یې د صنعا نړیوال هوايي ډګر ځغاست‌لیکه پر نښه کړې، چې د ایران د الوتکې له کېناستو مخنیوی وشي.

صنعا د یمن پلازمېنه د ایران پلوه حوثیانو تر واک لاندې ده؛ خو د نړیوالې ټولنې له ملاتړ برخمن حکومت، چې د سعودي عربستان او د خلیج د نورو هېوادونو ملاتړ هم ورسره دی؛ له سویل د عدن له بندري ښار څخه اداره کېږي.

حوثیانو سعودي عربستان تورن کړی، چې د صنعا پر نړیوال هوايي ډګر یې هوايي بریدونه کړي او خبرداری یې ورکړی، چې دغو بریدونو ته به غبرګون وښيي.

د حوثیانو پوځي ویاند یحیی سریع دا بریدونه «څرګند تېری» وباله او څرګندوي، چې دې کړنې په یمن کې د اوږدې جګړې د کړکېچ د کمېدا پړاو پای ته رسولی دی.

هغه ټینګار کړی، چې سعودي عربستان باید د دې برید پایلو ته چمتو وي او دا کړنه به یې بې‌ځوابه پاتې نه‌شي.

سعودي عربستان تر اوسه د دغو تورونو په اړه څه غبرګون نه‌دی ښودلی.

یمن له څه باندې یوې لسیزې راپدېخوا له هغې وروسته، چې حوثیانو صنعا ونیوله او قانوني حکومت یې اړ کړ، چې خپل مرکز سویل ته ولېږدوي؛ په کورنۍ جګړه او د سیمه‌ییزو قدرتونو نیابتي سیالیو کې ښکېل دی.

د یمن حکومت د اطلاعاتو وزیر معمر بن مطهر الاریاني هم ادعا کړې، چې حوثیانو د سره صلیب نړیوالې کمیټې یوه الوتکه په صنعا هوايي ډګر کې درولې؛ پیلوټ او د هغه همکار یې نیولي دي.

د یمن حکومت دفاع وزیر له دې مخکې هم ویلي وه، چې له ایران او حوثیانو سره د هغو الوتکو د درولو لپاره ډیپلوماټیکې هڅې، چې د ده پر وینا د یمن هوايي حریم نقضوي؛ کومه پایله نه‌ده ورکړې. هغه خبرداری ورکړ؛ حکومتي ځواکونه به هرې هغې الوتکې ته، چې پر دښمنۍ د یمن هوايي حریم ته ننوځي «پر ټولو شته امکاناتو» ځواب ورکړي او ایران یې د دې وضعیت مسوول وباله.

Trending

Exit mobile version