تازه خبرونه

د ایران او هند مشران د افغانستان په اړه وغږېدل

په دې کتنه کې دواړو لوریو د افغانستان د پرمختګ او بیارغونې لپاره د چابهار بندر اړتیا ته  غغوته وکړه.

Published

on

د هند لومړي وزیر نریندرا مودي او د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د سې شنبې پر ورځ ( د لړم  لومړۍ ) د روسیې د کازان ښار د بریکس غونډې په څنډه کې د افغانستان پر وضعیت خبرې وکړې.

په دې کتنه کې دواړو لوریو د افغانستان د پرمختګ او بیارغونې لپاره د چابهار بندر اړتیا ته  غغوته وکړه.

د هند د لومړي وزیر دفتر ویلي، چې د چابهار بندر اوږدمهاله قرارداد د افغانستان د بیارغونې، پرمختګ  او له منځنۍ آسیا سره د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا لپاره خورا اړین دی.

نریندرا مودي څرګنده کړې: د چابهار بندر پراختیا زمونږ د همکارۍ تر ټولو ستره برخه ده او مونږ باور لرو، چې دغه پراختیا د دواړو هېوادونو د اړیکو په تنظیمولو او د سیمې له نورو هېوادونو سره د ایران او هند د اړیکو په تنظیمولو کې مهم رول لوبوي.

د ایران ولسمشر په دې کتنه کې ویلي، چې د سولې او ثبات د ترلاسه کولو لپاره باید له افغانستان سره مرسته وشي.

د ایران ولسمشر دفتر په یوه خبرپاڼه کې څرګنده کړې، چې پزشکیان د افغانستان د مسئلې په اړه د هند د لومړي وزیر اندېښنو ته له نغوتې سره ویلي: مونږ باید پر حوصله او عزم د سیمې راتلونکی جوړ کړو او له یو بل سره تعامل او خبرې اترې وکړو. مونږ باید له افغان ولس سره د ستونزو په وارولو کې د سولې، ارامۍ او سوکالۍ په برخه کې مرسته وکړو.

پزشکیان زیاته کړې: ایران د هر هغه هڅې ملاتړ ته رادانګلي، چې په افغانستان کې د سولې او آرامۍ له ثبات سره مرسته کوي.

ویل کیږي، چې د دواړو هېوادونو مشرانو د لویديځې آسيا د حالاتو په ګډون د سيمه‌ييزو بدلونونو په اړه هم د نظريو تبادله کړې ده.

Trending

Exit mobile version