سیمه ییز خبرونه

د ایران او پاکستان د ګاز‌نللیکې له غځولو ملاتړ نکوو – امریکا

Published

on

(Last Updated On: وری ۹, ۱۴۰۳)

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د سې شنبې پر ورځ ( د وري اوومه) ویلي، چې د ایران او پاکستان د ګاز‌نللیکې له غځولو ملاتړ نکوي او له تهران سره، چې د واشنګټن د بندیزونو له خطر سره مخ دی؛ د سوداګرۍ پر نکولو ټینګار څرګنوي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې؛ د ایران او پاکستان د ګاز‌نللیکه، چې د سولې نللیکه یادېږي.

دغه راز دا نللیکه د تهران او اسلام‌آباد ترمنځ یوه اوږدمهاله پروژه ده، چې له تېرو څو کلونو راپدیخوا څو ځلې ځنډول شوې او مالي چارې یې له ستونزو سره مخ شوې دي.

دا نللیکه له ایران څخه پاکستان ته، چې ​​ختیځ ګاونډ یې دی؛ طبیعي ګاز لېږدوي.

ایران او پاکستان تېر اوړي دا پېنځه کلن سوداګریز پلان لاسلیک کړ او هوکړه وشوه، چې خپله دوه اړخیزه سوداګري به پېنځه میلیارډ ډالرو ته لوړه کړي.

په دې وروستیو ورځو کې د تهران پر وړاندې د واشنګټن د بندیزونو په اړه د اسلام‌آباد په تګلاره کې له پاکستانيو چارواکو متضادې څرګندونې اورېدل کېږي.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوچ ویلي؛ د پاکستان حکومت له ایران څخه د طبیعي ګازو د واردولو د نللیکې د جوړولو لپاره د امریکا له بندیزونو او اجازې څخه معافیت ته اړتیا نلري.

دغه راز د پاکستان د تېلو وزیر مصدق ملک ټینګار کړی، چې هېواد یې د امریکا له بندیزونو څخه د معافیت په لټه کې دی.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند د سې شنبې پر ورځ په یو خبري کنفرانس کې ویلي: مونږ تل ټولو ته دا مشوره ورکوو، چې له ایران سره سوداګري زمونږ د بندیزونو خطر لري او مونږ له ټولو غوښتي، چې د دې مسلې ټولو اړخونو ته پوره پاملرنه ولري.

له دې مخکې د جنوبي او منځنۍ آسیا په چارو کې د امریکا بهرنیو چارو وزارت مرستیال ډونالډ لو ویلي وه، چې اسلام‌آباد له ایران سره د ګازو د سوداګرۍ د ترسره کولو لپاره له بندیزونو د معافیت غوښتنه نده کړې او واشنګټن یې ملاتړ نکوي.

تېره میاشت د پاکستان چارسمبالي حکومت د دې نللیکې د ۸۰ کیلومټره برخې د جوړولو منظوري ورکړه، چې تر ډېره حده یې د ۷ میلیارډ ډالرو په پروژه کې د کلونو ځنډونو له کبله ایران ته د میلیاردونو جریمې د ورکولو مخه ونیوله.

ایران او پاکستان د ۲۰۰۹ کال په جون کې د ګازو د پېر او پلور تړون لاسلیک کړ، چې د نللیکې لپاره به د ایران له جنوبي پارس څخه پاکستان ته هره ورځ له ۷۵۰ میلیون څخه تر ۱ میلیارډ مټر مکعب ګاز صادروي.

ایران ادعا کوي، چې تر ۲۰۱۱ کال پورې یې له خپلې غاړې د ۹۰۰ کیلومټره نللیکې د غځولو چارې بشپړې کړي؛ خو د پاکستان له لوري یې د جوړولو کار ندی پیل شوی.

په تېرو کلونو کې ایران څو ځلې پاکستان ته ګواښ کړی، چې د نړیوال منځګړتوب او له تړون څخه د سرغړونې له کبله به ۱۸ میلیارډ ډالره جریمه شي.

د یادونې ده، چې تهران د اټومي پروګرام له کبله له تېرې یوې لسیزې راپدیخوا د واشنګټن تر بندیزونو لاندې دی.

Trending

Exit mobile version