تازه خبرونه
د ایران بهرنیو چارو وزیر له اسلامي امارت سره د خبرو اترو لپاره کابل ته راغی
د ایران بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي ویلي، چې دا سفر زمونږ د هېواد ګټو او ګډو اندېښنو ته د حل لارې د موندلو لپاره تر سره کیږي.
د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د یکشنبې پر سهار کابل ته راغی، چې له خپل افغان سیال امیر خان متققي او د حکومت له نورو مشرانو سره خبرې وکړي.
د ایران بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي ویلي، چې دا سفر زمونږ د هېواد ګټو او ګډو اندېښنو ته د حل لارې د موندلو لپاره تر سره کیږي.
هغه په ایکس-پاڼه کې لیکلي: “مونږ کابل ته روان یوو. کابل ته د عراقچي نننی سفر د ګاونډیتوب د پالیسۍ په چوکاټ کې او د بهرنیو چارو وزارت له ذاتي ماموریت سره د همغږۍ له مخې په پام کې نیول شوی دی. زمونږ د هېواد ملي ګټې د متقابل عمل او ګډو ګټو او اندېښنو د موندلو لپاره سرته رسیږي.”
د بقایي د څرګندونو له مخې؛ دا سفر د دواړو هېوادونو ترمنځ له ډېرو اړیکو څخه د ګټې اخیستنې لپاره یو مهم بدلون بولو، چې د دواړو هېوادونو متقابلې ګټې پرې ډاډمنې شي.
دا یو ورځنی سفر د ایران د بهرنیو چارو وزیر لخوا د دندې له پیل راپدېخوا کابل ته لومړنی سفر دی.
د یکشنبې د ورځې په غونډه کې، متقي عراقچي ته خطاب وکړ او ویې ویل: “مونږ هیله لرو، چې دا غونډه به له تاسې سره زمونږ د اړیکو کچه ښه کړي.”
هغه زیاته کړې: “ایران او افغانستان دوه ګاونډ مسلمان هېوادونه دي او تل یې غمونه او خوښۍ شریکې وي.”
د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، یو سوداګریز پلاوی له عرقچي سره کابل ته تللی دی.