سیمه ییز خبرونه

د ایران بهرنیو چارو وزیر له پوتین سره د لوړې کچې خبرو لپاره مسکو ته سفر وکړ

د ایران د دولتي رسنیو د څرګندونو له مخې؛ عراقچي د یو لوړ پوړي ډیپلوماټیک پلاوي مشري کوي، چې دنده یې د روسیې سیاسي او سټراټیژیک ملاتړ ترلاسه کول دي؛ ځکه، چې سیمه د پراخې شخړې په درشل کې ده.

Published

on

د ایران بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د ایران پر اټومي تاسیساتو د امریکا او اسرائیلو د بریدونو له پراخه شوي کړکیچ وروسته د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره د بېړنیو مشورو لپاره مسکو ته رسېدلی دی.

د ایران د دولتي رسنیو د څرګندونو له مخې؛ عراقچي د یو لوړ پوړي ډیپلوماټیک پلاوي مشري کوي، چې دنده یې د روسیې سیاسي او سټراټیژیک ملاتړ ترلاسه کول دي؛ ځکه، چې سیمه د پراخې شخړې په درشل کې ده.

دا سفر په داسې حال کې کیږي، چې لوړ پوړي ایراني مشران د لویدیځ د نورو بریدونو د شنډولو لپاره چمتووالی نیسي.

په مسکو کې سرچینو ویلي، چې عراقچي د ایران د رهبر آیت الله علي خامنه‌یی شخصي پیغام ولادیمیر پوتین ته لېږدوي او تمه ده، چې روسي چارواکو ته د تهران د راتلونکو ګامونو په اړه معلومات ورکړي. تمه ده، چې خبرې اترې به د دفاعي همغږۍ، انرژۍ صادراتو او د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د روسیې د منځګړیتوب پر امکان راوڅرخيږي.

دغه راز رویټرز راپور ورکړ؛ یوې سرچینې تائید کړې، چې عراقچي به پوتین ته د آیت الله خامنه‌یی رسمي لیک ورسوي.

ایراني سرچینو رویټرز ته ویلي؛ تهران تر اوسه پورې د روسیې د ملاتړ له کچې څخه راضي ندی او تمه لري، چې مسکو به د اسرائیلو او متحده ایالاتو د فشار پر وړاندې د ایران په ملاتړ کې ډېر فعال رول ولوبوي.

په هر حال، د ایران لخوا د غوښتل شوې مرستې د بڼې په اړه جزئیات ورکړ شوي ندي.

دا سفر د تهران او مسکو ترمنځ د اړیکو ژوروالی ښیي. په داسې حال کې، چې پر دواړو هېوادونو د لویدیځ فشار زیاتیږي او هڅه کوي د سیمه‌ییز امنیت او نړیوالې ډیپلوماسۍ په اړه خپل دریځونه ښه همغږي کړي.

Trending

Exit mobile version