تازه خبرونه
د ایران د دریځ په اړه د اسلامي امارت چلند مدبرانه دی – خلیلزاد
د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا پخوانی استازی زلمی خلیلزاد وايي؛ په داسې حال کې، چې ایراني چارواکي د اوبو په حقآبه کې افغانستان ګواښي؛ خو د اسلامي امارت چارواکي د حیرانتیا وړ ډاډه او مدبرانه دي.
نوموړي تویت کړی، چې د ایران مشران افغانستان ته د جګړې په ګډون د دښمنانه ګواښونه کوي.
خلیلزاد په ډاګه کړې: د طالبانو (اسلامي امارت) چارواکي د دې مسئلې په اړه د حیرانتیا وړ متواضع او د دولت په څیر دریځ دریځ وړاندې کوي.
اسلامي امارت تل ټینګار کړی، چې د ۱۳۵۱ لمریز لېږدیز کال د هلمند د اوبو تړون ته ژمن دی؛ خو د وچکالۍ له کبله کافي اوبه نهلري.
خلیلزاد څرګندوي: دا، چې دواړه لوري د هلمند تړون ته ژمن دي؛ نو د ستونزې د اواري لپاره باید په دغه تړون کې له شته حل لارو کار واخلي.
نوموړي دغه تړون ته په نغوته کې ویلي؛ د وچکالۍ له کبله شونې ده، چې د اوبو کچه کمه شي او د شخړې په صورت کې باید دواړه هېوادونه دوه اړخیز دیپلوماتیک تعامل ته درناوی وکړي او یا د حل د موندلو لپاره له یوه درېیم اړخ څخه کار واخلي او په دې اړه د ډاډ وړ قضاوت وکړي.
خلیلزاد وايي، تر اوسه له دغو حل لارو کار نهدی اخیستل شوی او ایران باید د قدرت له ښودلو ډډه وکړي.