سیمه ییز خبرونه
د ایران هر نوي برید ته به متقابل ځواب ورکړ شي- عربستان
دغه راز د سعودي بهرنیو چارو وزیر خبرداری ورکړی، چې که د ایران بریدونه پر سعودي یا د انرژۍ پر تاسیساتو دوام وکړي؛ ریاض ښايي اړ شي، چې امریکایي ځواکونو ته د سعودي له پوځي اډو څخه د استفادې اجازه ورکړي او د بریدونو پر وړاندې غبرګون وښيي.
سعودي عربستان ایران ته خبرداری ورکړی، چې پدې هېواد دې له بریدونو ډده وکړي او که خپل بریدونه روان وساتي؛ ریاض ښايي متقابل ځواب ورکړي.
څلور باخبره سرچینو رویټرز خبري سرچینې ته څرګنده کړې، چې سعودي عربستان د ایران او امریکا ترمنځ د تاوتریخوالي د حل لپاره له ډیپلوماټیکو لارو ملاتړ کوي.
دا پیغام د شنبې پر ورځ د ایران د ولسمشر مسعود پزشکیان له وینا مخکې لېږل شوی و.
هغه په خپله وینا کې د خلیج له ګاونډ هېوادونو څخه د ایران د بریدونو له کبله بښنه وغوښته. داسې ښکاري، چې دا کار د سیمې د قهر د کمولو لپاره شوی؛ ځکه ایران پر ځینو غیرنظامي هدفونو بریدونه کړي وه.
له دې دوه ورځې مخکې، د سعودي عربستان بهرنیو چارو وزیر په ټیلیفوني اړیکه کې د ایران د بهرنیو چارو له وزیر سره د ریاض دریځ شریک کړی و.
د سرچینو د څرګندونو له مخې؛ سعودي عربستان ویلي: له هر ډول منځګړیتوب ملاتړ کوي، چې تاوتریخوالی کم او د خبرو له لارې حل پیدا شي.
همدارنګه ټینګار شوی؛ سعودي عربستان او د خلیج نورو هېوادونو اجازه نده ورکړې، چې د دوی له هوايي حریم یا خاورې څخه امریکا پر ایران بریدونه وکړي.
دغه راز د سعودي بهرنیو چارو وزیر خبرداری ورکړی، چې که د ایران بریدونه پر سعودي یا د انرژۍ پر تاسیساتو دوام وکړي؛ ریاض ښايي اړ شي، چې امریکایي ځواکونو ته د سعودي له پوځي اډو څخه د استفادې اجازه ورکړي او د بریدونو پر وړاندې غبرګون وښيي.
د سرچینو د څرګندونو له مخې: له هغه وخت راپدېخوا، چې د امریکا او اسرائیلو پوځي عملیات د فبرورۍ پر اتهویشتمه پر ایران پیل شوي؛ سعودي عربستان د خپل سفیر له لارې له تهران سره منظم تماسونه ساتلي دي.
په تېرې اوونۍ کې متحده عربي امارات، کویټ، قطر، بحرین او عربستان د ایران د پراخو بېپیلوټه الوتکو او راکټي بریدونو هدف ګرځېدلي وه.
د جګړې پر لومړۍ ورځ د امریکا او اسرائیلو په بریدونو کې د ایران ستر مذهبي مشر علي خامنهیي ووژل شو او له هغې وروسته ایران پراسرائیل او هغو هېوادونو بریدونه وکړل، چې د امریکا پوځي اډې په کې دي.
مسعود پزشکیان ویلي: د ایران لنډمهالې رهبرۍ شورا پرېکړه کړې، چې پر ګاونډ هېوادونو بریدونه ودروي؛ خو که له هغو هېوادونو څخه پر ایران برید وشي بیا به، نو ځواب ورکړ شي.
دا په داسې حال کې ده، چې د ایران ځینو پوځي قومندانانو ټینګار کړی؛ د امریکا او اسرائیلو پوځي اډې په سیمه کې اوس هم د ایران د بریدونو اصلي هدفونه دي.