سیمه ییز خبرونه

د ایران په سویلي سیمو کې د چاودنو غږونه واورېدل شول – ایراني رسنۍ

د ایران دولتي ټلویزیون احتمال ښودلی، چې دغه چاودنې ښايي په سټراټیژیک هرمز تنګي کې د ایران له پوځي فعالیتونو سره تړاو ولري.

Published

on

 

د ایران دولتي ټلویزیون راپور ورکړی، چې د شنبې پر ماښام د دې هېواد په څو سویلي سیمو او د هرمز تنګي قشم ټاپو کې د چاودنو غږونه اورېدل شوي دي.

د ایران دولتي ټلویزیون احتمال ښودلی، چې دغه چاودنې ښايي په سټراټیژیک هرمز تنګي کې د ایران له پوځي فعالیتونو سره تړاو ولري.

له هغه وخت راپدېخوا، چې د فبرورۍ په میاشت کې د امریکا او ایران ترمنځ جګړه پیل شوې؛ په دې اوب‌لاره کې سوداګریزې بېړۍ څو ځله تر بریدونو لاندې راغلي دي.

د راپور له مخې، ایراني چارواکو په دې سیمو کې د توغندیزو بریدونو په اړه څه نه‌دي ویلي؛ خو نیمه دولتي تسنیم خبري آژانس د یوې سرچینې له قوله ویلي، چې د قشم ټاپو د چاودنو غږونه له توغندیزو بریدونو سره تړاو نه‌لري.

د ایران سپاه پاسداران سمندري ځواکونو د یکشنبې پر سهار ویلي، چې دوه د تېلو لېږدوونکې بېړۍ د هرمز تنګي له یوې« نااجازې لارې» څخه د تېرېدا پر مهال له ماینونو سره د لګېدو له کبله اور اخیستی دی.

اوس هم څرګنده نه‌ده، چې د سپاه پاسداران له‌خوا یادې شوې پېښې د ایران په سویلي سیمو کې د اورېدل شویو چاودنو له غږونو سره تړاو لري او که نه.

ایران هغه بېړۍ پر نښه کړي، چې د چارواکو پر وینا؛ د هرمز تنګي له لارې د تګ راتګ له محدودیتونو سرغړونه کوي.

دا هېواد هڅه کوي، پدې تنګي خپل کنټرول ټینګ او پر واشنګټن فشار زیات کړي.

له دې مخکې د شنبې پر ورځ تسنیم خبري آژانس راپور ورکړی و، چې دوه توغندي پر قشم ټاپو لګېدلي؛ خو د احتمالي زیانونو په اړه یې رسمي معلومات  خپاره کړي نه‌وه.

دا چاودنې له هغې څو ورځې وروسته اورېدل کېږي، چې امریکا پر دغه ټاپو بریدونه وکړل.

یوه امریکايي چارواکي ویلي، چې دغه بریدونه محدود ول او د پراخو پوځي عملیاتو د بیا پیل پر معنا نه‌ول.

د امریکا پوځ د شنبې پر ماښام ویلي وه؛ ځواکونو یې یوه سوداګریزه بېړۍ له کاره غورځولې، چې غوښتل یې د ایران پر وړاندې د امریکا له سمندري کلابندۍ تېره شي.

د امریکا مرکزي قومندانۍ ویلي، چې د دوی یوې الوتکې د دغې بېړۍ پر شا برخه ډزې کړي او وروسته یې هغه له کاره غورځولې ده.

د سیمې هېوادونه تمه لرله، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ به د منځمهاله ټاکنو له پای ته رسېدا وروسته پر ایران بریدونه بېرته پیل کړي. نوموړي له دې ټاکنو مخکې پر ایران د بریدونو له بیا پیلولو ډډه کړې وه. ایران هم څو ځله خبرداری ورکړی، چې د نویو بریدونو په صورت کې به د ګاونډ هېوادونو په خاوره کې د امریکا او اسرائیلو پر موخو بریدونه وکړي.

Trending

Exit mobile version