کوید۱۹
د ایټالیا د المپیک ملي کمېټې مشر په کرونا ویروس اخته شوی دی
رویټرز راپور ورکړی؛ د ایټالیا ملي لوبډلې د سلواغې پر ۱۲ څرګنده کړي، چې د ایټالیا د المپیک کمېټې مشر جیوواني مالاګو پر کرونا ویروس اخته شوی او دا مهال په بیجینګ ښار کې قرنطین دی.
د مالاګو ویاند ویلي؛ ۶۲ کلن سوداګر په بشپړ ډول بې نښو و؛ خو په خپل هوټل کې له کتنې وروسته تر طبي پاملرنې لاندې راغی او دا مهال قرنطین شوی دی.
مالاګو به د ایټالیا په میلان او کورټینا کې د ۲۰۲۶ زېږدیز کال د ژمنیو المپیک لوبو مشري وکړي.
چینايي چارواکو له دې مخکې ویلي وه، چې په چین کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر د څارنې وړ دی.