تازه خبرونه
د بدخشان سرحدي ولسوالیو ته د برښنا رسولو هوکړه لاسلیک شوه
په دوشنبه ښار کې د افغانستان برښنا شرکت او پامیر انرژۍ شرکت ترمنځ د بدخشان سرحدي ولسوالیو ته د برښنا رسولو لپاره د همکاریو هوکړهلیک لاسلیک شو.
دغه هوکړهلیک د افغانستان برښنا شرکت د عمومي اجرائیوي رییس عبدالحق همکار او د پامیر انرژۍ شرکت رییس امیرخان رحیم لاسلیک کړ.
د هوکړهلیک له مخې؛ دواړه لوري به د همکاریو د پراختیا، د انرژۍ د برابرولو او د بدخشان سرحدي ولسوالیو اوسېدونکو ته د برښنا رسولو د خدمتونو د برابرولو لپاره ګډ کار کوي.
د غونډې په څنډه کې، دواړو لوریو د ۱۱۰ کیلوولټه برښنا لېږد مزی د بدخشان تر مرکز فیضآباد پورې د غځولو په اړه هم خبرې وکړې.
عبدالحق همکار د بدخشان د برښنا د بنسټیزو چارو د پیاوړتیا لپاره د دې پروژې پر اړتیا ټینګار وکړ.
پامیر انرژۍ شرکت ویلي، چې له تخنیکي ارزونو وروسته به خپل وړاندیزونه له افغانستان برښنا شرکت سره شریک کړي.
تازه خبرونه
ترکیې له افغانستان څخه هند ته د نشهيي توکو پر لېږد تورن کس هند ته وسپاره
هند ویلي؛ هغه تښتېدلی قاچاقبر، چې له افغانستان څخه هند ته د هیروین او متآمفټامین پر لېږد تورن دی، د ترکیې لهخوا له دغه هېواد څخه ایستل شوی او هند ته وسپارل شو.
د هند کورنیو چارو وزیر امیټ شاه د شنبې پر ورځ ویلي: ناوپریټ سینګهـ، چې په «ناو» مشهور دی؛ د هندي ادارو لهخوا له پېژندنې او څارنې وروسته له ترکیې وایستل شو او هند ته بېرته ولېږدول شو.
شاه ویلي، سینګ «ناواب ویرک» پر جعلي هویت د ترکیې تابعیت ترلاسه کړی و او له افغانستان څخه یې هند ته هیروین او متآمفټامین لېږدول.
دغه ۳۴ کلن کس، چې د هند د پنجاب اوسېدونکی دی؛ د نشهيي توکو له څو قضیو سره د تړاو له کبله تر څار لاندې و او له دوه کلونو ډېر وخت تښتېدلی و.
هندي چارواکي ادعا کوي، چې نوموړي د نشهيي توکو د قاچاق د یوې نړیوالې شبکې مشري کوله او په هند کې د دغې شبکې چارې یې د تره زوی پرابډیپ سینګهـ سمبالولې.
پرابډیپ سینګهـ، چې «هري» یادیږي؛ په می کې له آذربایجان څخه هند ته بېرته ولېږدول شو. نوموړی په ۲۰۲۱ز.کال کې د ۳۵۸ کیلوګرامه هیروین د موندل کېدا له یوې قضیې سره د تړاو له کبله تر څار لاندې و.
د دې قضیې په اړه باخبره سرچینو ویلي، هند په ۲۰۲۳ او ۲۰۲۴ز.کلونو کې له ترکي چارواکو څخه د ناوپریټ سینګهـ د سپارلو غوښتنه کړې وه.
امیټ شاه له ترکیې څخه د سینګهـ ایستل« تاریخي لاسته راوړنه» بللې او ویلي یې دي، چې د هند حکومت د نشهيي توکو د قاچاق د شبکو د له منځه وړلو لپاره ژمن دی.
تازه خبرونه
د افغانستان سفیر په سیمه کې د اقتصادي همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ
په مسکو کې د افغانستان اسلامي امارت سفیر ګلحسن حسن د« شمالي قفقاز؛ د خبرو، دودونو او پراختیا لپاره فضا» نومې نړیواله غونډه کې ګډون او وینا وکړه.
په مسکو کې د افغانستان سفارت د څرګندونو له مخې؛ نوموړي په خپله وینا کې د متقابل درناوي، خبرو اترو، اقتصادي همکاریو او د افغانستان او سیمې د هېوادونو ترمنځ د ګډې پراختیا پر اړتیا ټینګار وکړ.
د افغانستان سفیر د غونډې په څنډه کې د روسیې د ستاوراپول سیمې د اقتصادي پراختیا له وزیر انتون بوریسویچ دورونین سره هم وکتل.
دواړو لوریو د سوداګرۍ، پانګونې او اقتصادي همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې.
ګلحسن حسن له یو شمېر افغان سوداګرو او په روسیه کې د افغان ټولنې له استازو سره هم وکتل او د هغوی ستونزې او وړاندیزونه یې واورېدل.
د افغانستان سفیر ډاډ څرګند کړ، چې د اسلامي امارت سفارت به د افغان وګړو د ستونزو د حل او د هغوی د ملاتړ لپاره اړینې همکارۍ وکړي.
تازه خبرونه
د روسیې سفارت د پاکستان په هوايي بریدونو کې د ملکي وګړو پر مرګ او ژوبله اندېښنه څرګنده کړه
دغه سفارت د شنبې پر ورځ په ایکسپاڼه کې لیکلي:« مونږ د پاکستان او افغانستان ترمنځ د روانو پوځي نښتو له دوام څخه سخت اندېښمن یوو، چې ملکي وګړو، په ځانګړي ډول ماشومانو ته په کې زیان رسیږي».
-
تازه خبرونه4 days agoد افغانانو د پناه غوښتنې په دوسیو کې ۴۰ سلنه تېروتنې شوي – د امریکا کورني امنیت وزارت
-
تازه خبرونه3 days agoد افغانستان په اړه د «مسکو فارمټ» اتمه غونډه د اوکټوبر پر پېنځمه جوړېږي
-
تازه خبرونه4 days agoپه هلمند کې له ځانګړي ۱۴ کلن کورني بند څخه یوه ښځه وژغورل شوه
-
سوداگري5 days agoد افغانانو جبري ایستل د لویدیځ د دوهمخي سیاست یوه برخه ده – روسیه
-
سیمه ییز خبرونه4 days agoامریکا د ایران له وسلو برابروونکو سره د تړاو له کبله ۱۳ کسان او بنسټونه تحریم کړل
-
تازه خبرونه4 days agoتاجکستان افغانستان ته د برښنا د صادراتو د زیاتولو ډاډ څرګند کړ
-
روغتيا5 days agoله تېرو ۵ کلونو راپدېخوا په کندهار کې له ۳ زره څخه د ډېرو رواني ناروغانو درملنه شوې
-
نړۍ3 days agoد دوبۍ – تلابیب په الوتنه کې د الوتکې غورځولو هڅه؛ مسافرو یې مخه ونیوله
