Connect with us

تازه خبرونه

د بدخشان مرکز فیض‌آباد ښار کې چاودنې ۱۱ کسان وژلي او له ۳۰ ډېر ټپیان دي

خپور شوی

د

د کورنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې پر خپرولو تائید کړې، چې نن (پنجشنبه) سهار د بدخشان فیض‌آباد ښار په نبوي جومات کې د بدخشان د پخواني مرستیال والي د فاتحې د مراسمو پر مهال د چاودنې له کبله ۱۱ کسان وژل شوي او له ۳۰ ډېر ټپیان دي.

د کورنیو چارو وزارت ویلي، چې د دې پېښې په اړه به نور جزئیات وروسته وړاندې کړي.

د کورنیو چارو وزارت دغه برید د اسلام او افغانستان د دښمنانو کار بللی او ویلي یې دي، چې د دې پېښې عاملین به ونیسي.

تر اوسه کومې ډلې د دې برید مسوولیت نه‌دی منلی.

د راپورونو له مخې، په دې مراسمو کې د بدخشان ولایت د سیمه ییزو چارواکو په ګډون ګڼو دولتي چارواکو ګډون کړی و؛ خو تر اوسه په دې اړه جزئیات نه‌دي ورکړ شوي، چې دولتي چارواکو ته زیان اوښتی که نه.

په همدې حال کې د اقتصاد وزارت مرستیال عبداللطیف نظري آریانانیوز ته په یوه غږیزه څرګندونه کې کې ویلي، هغه خبرونه، چې په دې چاودنه کې د اقتصاد وزیر قاري دین محمد حنیف وژل شوی، حقیقت نه لري.

عبدللطیف نظري ویلي: د هېواد د اقتصاد د وزیر د شهادت خبر دروغ دی او حقیقت نه‌لري. جلالتمآب د اقتصاد وزیر په کابل کې خوندي او روغ دی.

له دې مخکې داسې راپورونه خپاره شوي وه، چې ګویا قاري دین محمد حنیف نن د فیض‌آباد ښار په نبوي جومات کې د بدخشان د پخواني مرستیال والي د فاتحې د مراسمو پر مهال په چاودنه کې وژل شوی دی.

د بدخشان مرستیال والي نثار احمد احمدي د سې شنبې پر ورځ د بدخشان په مرکز فیض‌آباد ښار کې د موټر بم د چاودنې له کبله ووژل شو.

داعش ډلې د بدخشان د مرستیال والي د وژلو پړه پر غاړه اخیستې ده.

تازه خبرونه

افغانستان او ایران د ویزو پر آسانتیا او د سوداګرۍ پر پراختیا ټینګار وکړ

د هرات ولایت مقام په خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي، چې په افغانستان کې د ایران سفارت مرستیال سید حسن مرتضوي هرات ته د خپل هېواد له سرقونسل سره په سفر کې د هرات له والي اسلام‌جار سره لیدلي او د اقتصادي، سوداګریزو او ټرانزیټي همکاریو د پیاوړتیا په اړه خبرې کړې دي.

Published

on

د افغانستان او ایران چارواکو په هرات ولایت کې د یوې لیدنې پر مهال د ویزو د ورکړې پر آسانتیا، د اسلام‌کلا له لارې د سوداګریزو راکړو ورکړو پر زیاتوالي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د ټرانسپورټي ستونزو پر اوارۍ ټینګار کړی دی.

د هرات ولایت مقام په خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي، چې په افغانستان کې د ایران سفارت مرستیال سید حسن مرتضوي هرات ته د خپل هېواد له سرقونسل سره په سفر کې د هرات له والي اسلام‌جار سره لیدلي او د اقتصادي، سوداګریزو او ټرانزیټي همکاریو د پیاوړتیا په اړه خبرې کړې دي.

د خبرپاڼې له مخې؛ د هرات والي د وګړو لپاره د ویزو د ورکړې د ډېرو آسانتیاوو پر رامنځته کولو، د اسلام‌کلا بندر له لارې د سوداګریزو راکړو ورکړو پر زیاتوالي او د دوغارون ـ اسلام‌کلا پر پوله د ټرانسپورټي ستونزو پر اوارۍ ټینګار وکړ.

دغه راز په افغانستان کې د ایران سفارت مرستیال هم د ویزو د ورکړې د آسانتیا او د سوداګریزو لېږدونو د زیاتوالي لپاره د دواړو هېوادونو ترمنځ پر ډېرې همغږۍ او همکارۍ ټینګار کړی او څرګندوي، چې د کابل او تهران ترمنځ د سوداګرۍ او ټرانزیټ په برخه کې د شته ستونزو د اواري لپاره به لازم ګامونه پورته شي.

هرات او د اسلام‌کلا سرحدي بندر د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګرۍ له مهمو لارو څخه شمېرل کېږي او د دواړو هېوادونو د سوداګریزو راکړو ورکړو د پام وړ برخه له همدې لارې ترسره کېږي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د مزارشریف د روضې د بیارغونې بېړنی پروګرام پیل شو

د ایټالیا سفارت د پنجشنبې پر ورځ په ایکس‌پاڼه کې لیکلي، دا نوښت د افغانستان د فرهنګي میراث د ژغورنې او د سیمې‌ خلکو ته د کاري فرصتونو د رامنځته کولو پر نیت پلی کېږي.

Published

on

د افغانستان لپاره د ایټالیا سفارت څرګنده کړې، چې دې هېواد د ملګرو ملتونو د ښوونې، علمي او فرهنګي ادارې(یونسکو) پر همکارۍ د مزارشریف ښار د روضې جومات د ژغورنې او بیارغونې بېړنی پروګرام پیل کړی، چې د وروستۍ زلزلې له کبله زیانمن شوی دی.

د ایټالیا سفارت د پنجشنبې پر ورځ په ایکس‌پاڼه کې لیکلي، دا نوښت د افغانستان د فرهنګي میراث د ژغورنې او د سیمې‌ خلکو ته د کاري فرصتونو د رامنځته کولو پر نیت پلی کېږي.

د یاد سفارت د څرګندونو له مخې، دا پروژه د افغانستان له خلکو څخه د ملاتړ او د دې هېواد د تاریخي او فرهنګي آثارو د ژغورنې لپاره د ایټالیا او ملګرو ملتونو د ګډې ژمنې څرګندونه کوي.

د مزارشریف د روضې جومات د افغانستان له مشهورو تاریخي او مذهبي ودانیو څخه دی او هر کال د کورنیو او بهرنیو زرګونو زیارت‌کوونکو او سیلانیانو کوربه وي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د پاکستان له زندانونو خوشې شوي ۳۲۵ افغان کډوال هېواد ته راستانه شول

دې وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي: په روانه اوونۍ کې ۳۲۵ افغان کډوال، چې کورنۍ، ماشومان او مجرد کسان هم په کې ول؛ د وخت له بېلابېل بند وروسته د ننګرهار تورخم او د کندهار سپین بولډک له لارو افغانستان ته راستانه شوي دي.

Published

on

د افغانستان کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ويلي، له ۳۰۰ څخه ډېر افغان کډوال د پاکستاني زندانونو او بند‌خونو خوشې او هېواد ته راستانه شوي دي.

دې وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي: په روانه اوونۍ کې ۳۲۵ افغان کډوال، چې کورنۍ، ماشومان او مجرد کسان هم په کې ول؛ د وخت له بېلابېل بند وروسته د ننګرهار تورخم او د کندهار سپین بولډک له لارو افغانستان ته راستانه شوي دي.

د یاد وزارت د څرګندونو له مخې، ۱۵۶ کسان د تورخم له لارې ننګرهار ولایت ته او ۱۶۹ نور د سپین بولډک له لارې کندهار ولایت ته دننه شوي دي.

وزارت زیاته کړې، راستانه شوي کسان د لېږد د آمریتونو له نوم‌لیکنې او د همکارو بنسټونو مرستو ترلاسه کولو وروسته خپلو اصلي سیمو ته لېږدول شوي دي.

له څو وروستیو میاشتو راپدېخوا په پاکستان کې ګڼ افغان کډوال د قانوني استوګنې د اسنادو د نه‌لرلو یا د کډوالۍ اړوند ستونزو له کبله نیول شوي او وروسته افغانستان ته راستانه کړ شوي دي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!

Warning: Undefined array key "slug" in /var/www/vhosts/ariananews.af/httpdocs/wp-includes/class-wp-theme-json.php on line 2117