تازه خبرونه
د بدخشان مرکز فیضآباد ښار کې چاودنې ۱۱ کسان وژلي او له ۳۰ ډېر ټپیان دي
د کورنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې پر خپرولو تائید کړې، چې نن (پنجشنبه) سهار د بدخشان فیضآباد ښار په نبوي جومات کې د بدخشان د پخواني مرستیال والي د فاتحې د مراسمو پر مهال د چاودنې له کبله ۱۱ کسان وژل شوي او له ۳۰ ډېر ټپیان دي.
د کورنیو چارو وزارت ویلي، چې د دې پېښې په اړه به نور جزئیات وروسته وړاندې کړي.
د کورنیو چارو وزارت دغه برید د اسلام او افغانستان د دښمنانو کار بللی او ویلي یې دي، چې د دې پېښې عاملین به ونیسي.
تر اوسه کومې ډلې د دې برید مسوولیت نهدی منلی.
د راپورونو له مخې، په دې مراسمو کې د بدخشان ولایت د سیمه ییزو چارواکو په ګډون ګڼو دولتي چارواکو ګډون کړی و؛ خو تر اوسه په دې اړه جزئیات نهدي ورکړ شوي، چې دولتي چارواکو ته زیان اوښتی که نه.
په همدې حال کې د اقتصاد وزارت مرستیال عبداللطیف نظري آریانانیوز ته په یوه غږیزه څرګندونه کې کې ویلي، هغه خبرونه، چې په دې چاودنه کې د اقتصاد وزیر قاري دین محمد حنیف وژل شوی، حقیقت نه لري.
عبدللطیف نظري ویلي: د هېواد د اقتصاد د وزیر د شهادت خبر دروغ دی او حقیقت نهلري. جلالتمآب د اقتصاد وزیر په کابل کې خوندي او روغ دی.
له دې مخکې داسې راپورونه خپاره شوي وه، چې ګویا قاري دین محمد حنیف نن د فیضآباد ښار په نبوي جومات کې د بدخشان د پخواني مرستیال والي د فاتحې د مراسمو پر مهال په چاودنه کې وژل شوی دی.
د بدخشان مرستیال والي نثار احمد احمدي د سې شنبې پر ورځ د بدخشان په مرکز فیضآباد ښار کې د موټر بم د چاودنې له کبله ووژل شو.
داعش ډلې د بدخشان د مرستیال والي د وژلو پړه پر غاړه اخیستې ده.