تازه خبرونه

د بدخشان ولایت د واخان ولسوالۍ پامیریانو تذکرې ترلاسه کړې

Published

on

د احصائې او معلوماتو ملي اداره نن (سې شنبه د لړم اووه لسمه) څرګنده کړې، چې د دې ادارې پلاوي د بدخشان ولایت واخان ولسوالۍ  ته سفر کړی او د پامیرونو اوسېدونکیو ته یې د تابعیت تذکرې ووېشلې.

د دې بنسټ د معلوماتو له مخې، په دې بهیر کې شاوخوا ٥٧١ کسانو ته  د تابعيت تذکرې، چې ٥٠١  یې مثنی او ٣٥ نوې دي؛ ووېشل شوې.

دغه راز د شاوخوا ۱۲۷ نورو د تذکرو انځورونه نوي شوي دي.

ویل کیږي، چې پاتې پامیریانو ته به د آسانتیاوو لپاره په نږدې راتلونکي کې تذکرې ووېشل شي.

Trending

Exit mobile version