تازه خبرونه
د بدخشان پامیریانو د ماشومانو لپاره د معیاري لیسې او لیلیې غوښتنه وکړه
هغو ويلي؛ سره له دې، چې په وروستیو کلونو کې د پامیر سیمو ته ډېره پاملرنه شوې او یو شمېر پراختیايي پروژې پلې شوې دي؛ خو د شپېتېرولو له آسانتیاوو سره د یوه سمبال ښوونیز مرکز نشتوالی د خلکو یوه بنسټیزه ستونزه ده.
د بدخشان ولایت د پامیر اوسېدونکو له حکومت غوښتي، چې د دې سیمې د ماشومانو د غوره زدهکړو لپاره دې د لیلیې له آسانتیاوو سره یوه معیاري لیسه جوړه شي.
هغو ويلي؛ سره له دې، چې په وروستیو کلونو کې د پامیر سیمو ته ډېره پاملرنه شوې او یو شمېر پراختیايي پروژې پلې شوې دي؛ خو د شپېتېرولو له آسانتیاوو سره د یوه سمبال ښوونیز مرکز نشتوالی د خلکو یوه بنسټیزه ستونزه ده.
د پامیر یو شمېر اوسېدونکي وايي، د استوګنې سیمو او ښوونځیو ترمنځ اوږده واټنونه، د تګ راتګ د لارو ستونزې او د جهیلونو د اوبو لوړېدل د دې لامل شوي، چې ډېر ماشومان په منظم ډول زدهکړو ته لاسرسی ونهلري.
د پامیر د وړې وخچیر درې یوه اوسېدونکي ویلي، چې د ځینو شوراګانو او استوګنیزو سیمو ترمنځ واټن شاوخوا څلور ساعته د آس مزل دی، چې د زدهکوونکو تګ راتګ یې ستونزمن کړی دی.
د دې سیمې ۱۲ کلن ماشوم خالد ويلي: هیله لري، چې ښوونځي ته ولاړ شي؛ خو د لارو د لرېوالي له کبله نهشي کولی خپلې زدهکړې روانې وساتي.
دغه راز د پامیر قومي مشران وايي، چې اوسمهال په وړوکيپامیر کې اته شوراګانې شته او درې منځني ښوونځي هم د ښوونیزو امکاناتو او ښوونکو له کمښت سره مخ دي.
د پامیر ولسوال عبدالحق د لیلیې له آسانتیاوو سره د یوې سمبالې لیسې جوړول د دې ولسوالۍ د اوسېدونکو له بنسټیزو غوښتنو وبلل او څرګندوي، چې دا موضوع یې د بدخشان له پوهنې ریاست سره هم شریکه کړې ده.
د پامیر اوسېدونکو هیله ښودلې، چې د زدهکړو د ستونزو د هواري او ماشومانو ته د برابر فرصت د برابرولو لپاره به یې غوښتنه پلې شي.