نړۍ

د بشري حقونو لپاره د م.م ځانګړې څرګندوونکې اسرائیل پر نسل وژنې تورن کړل

Published

on

(Last Updated On: وری ۸, ۱۴۰۳)

د ملګروملتونو یوې راپور‌ورکوونکې د سې شنبې پر ورځ ( د وري اوومه) د بشري حقونو نړیوالې کمیټې ته یو راپور وړاندې کړ، چې په غزه کې یې اسرائیل پر نسل وژنې تورن کړي او پر دغه هېواد یې د بېړنیو بندیزونو او د وسلو د بندېدو غوښتنه وکړه.

اسرائیلو، چې په دې غونډه کې حاضر نه و؛ د ملګرو ملتونو د دې راپورورکوونکې تورونه رد کړي دي.

د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ د فلسطین د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړې راپورورکوونکې فرانچسکا آلبانیز د “نسل وژنې د جوړښت پېژندنې” تر سرلیک لاندې د خپل راپور د وړاندې کولو پر مهال دا خپله دندې یاده کړه، چې څېړنه یې د “بشریت د ناوړه کړنو” بشپړه څېره ښیي.

د بشری حقوقو په چارو کې د ملګرو ملتو ځانګړې راپورورکوونکې د اسرائیلو د وروستیو بریدونو له پیله تراوسه د زرګونه فلسطینیانو وژلو ته په نغوته کې ویلي: زه باور لرم، چې فلسطینیان د یوې ډلې په توګه په غزه کې ژوند کوي؛ خو د فلسطینیانو پر خلاف د نسل وژنې د ترسره کول منطقي ندي.

فرانسیسکا آلبانیز د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمیټۍ ته په خطاب کې زیاته کړې: زه له غړیو هېوادونو څخه غوښتنه کوم، چې د اسرائیلو پر وړاندې د وسلو د بندیز او نورو بندیزونو د لګولو په برخه کې خپل مکلفیتونه ترسره کړي او ډاډ ترلاسه کړي، چې په راتلونکي کې به دا پېښه بیا نه تکراریږي.

د اسرائیلو ډیپلوماټیک پلاوي څرګنده کړې، چې د دغه هېواد د جګړې هدف فلسطینیان نه، بلکې د حماس اسلامي ډله ده.

د اسرائیلو د څرګندونو له مخې؛ د ۲۰۲۳ کال د اوکټوبر پر اوومه د اسرائیلو پر جنوبي سیمو د حماس د غړیو له برید وروسته ۱۲۰۰ کسان، چې ډېری یې ملکي وګړي وه؛ وژل شوي او ۲۵۳ کسان یې یرغمل شوي دي.

د اسرائیلو پلاوي ویلي، چې د بشري حقونو ځانګړې راپور‌ورکوونکې “د حقیقت موندلو پر ځای، هڅه کوي، چې حقیقت تحریف او ضعیف دلیلونه وړاندې کړي.”

فرانچسکا آلبانیز د بشری حقونو له څو خپلواکو کارپوهانو څخه ده، چې د ملګرو ملتونو له‌خوا د بحرانونو او ځانګړو مسلو په اړه د راپورونو چمتو کولو او مشورې ورکولو لپاره ګمارل شوې ده او د هغې نظرونه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمیټې دریځ نه‌وړاندې کوي.

دا لومړی ځل ندی، چې اسرائیل د غزې په وروستي برید کې د “نسل وژنې” پر تور تورنیږي.

د برازیل ولسمشر لوئیز ایناسیو لولا دا سیلوا (لولا) اسرائیل تورن کړل، چې د فلسطینیانو پر وړاندې “نسل وژنه” کوي.

له دې مخکې جنوبي افریقا د نډرلیند په هاګ ښار کې د جرمونو نړیوالې محکمې ته په یوه شکایت کې اسرائیل د فلسطینیانو پر ضد پر «نسل وژنه» تورن کړی  او په غزه کې یې له فلسطینیانو سره د اسرائیلو چلند په دغه هېواد کې د توکمپالنې له دورې سره پرتله کړ.

اسرائیلو دا تورونه ردوي او وايي، چې د حماس وسله‌واله ډله له فلسطینیانو څخه د انساني سپر په توګه کار اخلي.

Trending

Exit mobile version