تازه خبرونه
د بغلان روغتون مشر په موخه ییز برید کې وژل شوی

کورنیو چارو وزارت منلې، چې د بغلان ولایت د مرکزي بغلان ولسوالۍ د روغتون مشر خلیل الرحمن نرمګوی د سې شنبې پر ورځ مازیګر مهال د وسلوالو طالبانو په برید کې وژل شوی دی.
د نی د رسنیو ملاتړ بنسټ څرګنده کړې، چې نرمګوي په بغلان کې د خبریالانو ټولنې پخوانی مشر هم و.
دغه راز په ډاګه شوې؛ نرمګوی د مرکزي بغلان ولسوالۍ پلخمري ښار ته پر لاره و، چې د سرک پنج په اړوند سیمه کې پر ډزو ووژل شو.
دغه راز نی له حکومته غوښتي، چې د پېښې مجرمین ونیسي او په دې اړه قانوني څېړنې تر سره کړي.
طالبانو تر دې دمه پدې اړه څه ندي ویلي.
نی ویلي، چې په تېرو څو وروستیو میاشتو کې اته خبریالان وژل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې په ټول هېواد کې موخه ییزې وژنې ډېرې شوې دي.
تازه خبرونه
د اوبو او انرژۍ وزارت چارسمبالي په یوه نړیواله غونډه کې د ګډون لپاره ازبکستان ته سفر وکړ
دا کنفرانس به “د دوامداره انرژۍ لپاره سیمهییزه همکاري” تر سرلیک لاندې د می له دیارلسمې څخه تر پېنځلسمې پورې ترسره شي.

د اوبو او انرژۍ وزارت چارسمبالی عبداللطیف منصور د اسلامي امارت د پلاوي پر مشرۍ د انرژۍ په پېنځمه نړیواله غونډه کې د ګډون لپاره د ازبکستان پلازمېنې تاشکند ته سفر کړی دی.
دا کنفرانس به “د دوامداره انرژۍ لپاره سیمهییزه همکاري” تر سرلیک لاندې د می له دیارلسمې څخه تر پېنځلسمې پورې ترسره شي.
د دې کنفرانس موخه د سیمهییزې همکارۍ پیاوړتیا، د انرژۍ په ګډو پروژو کې د پانګونې راجلبول، د تجربو تبادله او د شنې ټکنالوژۍ وده ده.
تمه ده، چې د دې کنفرانس په لړ کې عبداللطیف منصور د سیمې له هېوادونو سره د همکارۍ پراخولو، بهرنۍ پانګونې راجلبولو او د انرژۍ سرچینو مدیریت په برخه کې د بریالیو نړیوالو تجربو پر کارولو ټینګار وکړي.
په دې نړیواله غونډه کې د سیمې د هېوادونو د استازو په ګډون د ازبکستان، قزاقستان، ترکمنستان او روسیې او همدارنګه د نړیوالې اټومي انرژۍ بنسټونه او نړیوال بانک په څېر ادارو استازي هم برخه ولري.
تازه خبرونه
په افغانستان کې د اورښت کمښت مخ پر پراخېدو دی ـ اوچا
دې ټولنې په یوه راپور کې ویلي؛ د افغانستان د شمال فاریاب او جوزجان ولایتونه تر ټولو ډېر اغېزمن شوي دي او د دې هېواد جنوب هلمند، لویدیځ هرات، شمال ختیځ کندوز او ختیځ ننګرهار هغه ولایتونه دي، چې له بېړني حالت سره مخ دي.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) ويلي، چې د بارانونو کمښت او د واورې ویلې کېدا په افغانستان کې د اوبو د کمښت ستونزه نوره هم پراخه کړې ده.
دې ټولنې په یوه راپور کې ویلي؛ د افغانستان د شمال فاریاب او جوزجان ولایتونه تر ټولو ډېر اغېزمن شوي دي او د دې هېواد جنوب هلمند، لویدیځ هرات، شمال ختیځ کندوز او ختیځ ننګرهار هغه ولایتونه دي، چې له بېړني حالت سره مخ دي.
اوچا ټینګار کړی؛ په افغانستان کې تودوخه له منځنۍ کچې لوړه شوې او په راتلونکو میاشتو کې د لږ باران تمه کیږي، چې دا به د کرنې حاصلات کم کړي.
OCHA ویلي، چې د کرنې د فشار شاخص (ASI) راپور په افغانستان کې هغه سیمې ښیي، چې د نباتاتو وده له نورمال څخه د پام وړ ټیټه ده، چې د وچکالۍ پیل په ګوته کوي.
دې بنسټ زیاته کړې، چې د افغانستان په ډیری برخو کې پرته له ځینو شمالي او شمال ختیځو ولایتونو څخه، د نباتاتو په ریښو کې د خاورې رطوبت په ټیټه کچه کې دی، چې ډیره د اندېښنې وړ ده.
OCHA ویلي؛ د ځمکې تودوخه په ټول افغانستان کې له اوسط څخه لوړه ثبت شوې پرته له دې، چې د شمال ختیځو ولایتونو ځینې سیمې وي.
د OCHA د څرګندونو له مخې؛ تمه ده، چې د ځمکې د تودوخې لوړېدو او له اوسط څخه کښته باران به په راتلونکو میاشتو کې دوام ومومي.
OCHA وایي؛ دا شرایط احتمال لري، چې د اوبو کمښت بحران نور هم زیات کړي او د فصلونو په حاصلاتو کې نور کمښت رامنځته او څړځایونو ته زیان ورسوي.
د OCHA د راپور له مخې؛ د روان کال د مارچ تر میاشتې پورې هغه سیمې، چې د کم باران او د ځمکې د تودوخې د زیاتوالي له کبله تر ټولو زیاتې اغېزمنې شوې دي، د افغانستان په شمال کې د فاریاب او جوزجان ولایتونه دي.
افغانستان په وروستیو کلونو کې له سختې وچکالۍ او کم باران سره مخ دی.
پرله پسې وچکالۍ په ټول هېواد کې د اوبو کمښت رامنځته کړی او په لویو ښارونو کې دې کار ډېر خلک د څښاک اوبو ته د لاسرسي له ستونزو سره مخ کړي دي.
افغانستان هم په وروستیو کلونو کې د سختو سیلابونو سره مخ شوی دی.
افغانستان د اقلیم د بدلون پر وړاندې یو له خورا زیان منونکو هېوادونو څخه دی. په داسې حال کې، چې افغانستان د شنو خونو ګازونو په تولید او د نړیوالې تودوخې په برخه کې د پام وړ رول نلوبوي.
تازه خبرونه
ازبکستان افغانستان ته د کرنیزو توکو مرسته راولېږله
د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت چارواکو د یکشنبې پر ورځ (د غویی یوویشتمه) د بلخ ولایت په حیرتان بندر کې له ازبکستان څخه د کرنیزو مرستو د یو بار مرستې له ترلاسه کولو خبر ورکړ.

د کرنیزو مرستو یوه بار، چې اصلاح شوي او ترویجي تخمونه په کې دي؛ ازبکستان په حیرتان بندر کې د اسلامي امارت د کرنې وزارت مسوولانو ته وسپارل.
د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت چارواکو د یکشنبې پر ورځ (د غویی یوویشتمه) د بلخ ولایت په حیرتان بندر کې له ازبکستان څخه د کرنیزو مرستو د یو بار مرستې له ترلاسه کولو خبر ورکړ.
دا مرسته د بلخ ولایت د ځینو سیمهییزو چارواکو په ګډون په یو لړ رسمي مراسمو کې وسپارل شوې.
د وزارت د څرګندونو له مخې؛ په دې مرسته کې ۲۰ ټنه شولې، پېنځه ټنه د پنبې تخم او ۱.۳ ټنه د سبزیجاتو تخمونه شامل دي.
د وزارت د غلاتو مدیر مصباح الدین مستعین په دې مراسمو کې ویلي، چې تخمونه به د څېړنې او ودې لپاره د جوزجان، کندوز، تخار، بلخ، سمنګان او بغلان ولایتونو د کرنې ریاستونو ته ووېشل شي.
هغه زیاته کړې؛ تمه ده، چې په نږدې راتلونکي کې، کرنیز وسایل او ماشینونه هم د ازبکستان لخوا راواستول شي.
نوموړي ویلي؛ دا مرستې د هغو ژمنو یوه برخه ده، چې د ازبکستان چارواکو د افغانستان د کرنې وزارت چارسمبالي د وروستي سفر په بهیر کې کړې وې.
-
تازه خبرونه5 days ago
ازبکستان او پولنډ د افغانستان په اړه خبرې وکړې
-
تازه خبرونه4 days ago
په افغانستان کې د اورښت کمښت د اندېښنې وړ دی ـ ملګري ملتونه
-
سیمه ییز خبرونه2 days ago
د هند او پاکستان د اوربند له هوکړې وروسته د چاودنو راپورونه ورکړ شول
-
تازه خبرونه3 days ago
یو شمېر افغان کدرونه د مصنوعي ځیرکتیا روزنې لپاره چین ته لیږل شوي – د ایم سي سي مشر
-
لوبی4 days ago
آریانا ټلویزیون د افغانستان فوټسال غوره لیګ څلورم پړاو خپروي
-
تازه خبرونه4 days ago
د افغانستان د وګړو یو پر درېیمه برخه له لوږې سره مبارزه کوي – د خوړو نړیوال پروګرام
-
سیمه ییز خبرونه5 days ago
هند د پاکستان لخوا د خپلو الوتکو د غورځولو ادعا ناسم معلومات ګڼي
-
نړۍ14 hours ago
امریکا او حماس په غزه کې د اوربند په اړه خبرې کوي