بلخ @ps

د بلخ په مرکزي روغتون کې د کانګو ناروغۍ له کبله دوه کسان مړه شول

Published

on

(Last Updated On: غبرګولى ۷, ۱۴۰۲)

 د بلخ ولایت روغتیايي مسوولین وايي، له تېرې یوې اوونۍ راپدیخوا په دې ولایت کې د کانګو پر ناروغۍ دوه کسان مړه شوي دي.

د بلخ د عامې روغتیا رییس په خلکو کې د دغې ناروغۍ د خپرېدو په اړه د اندېښنې پر څرګندولو ويلي، چې په تېره یوه اوونۍ کې د دغې ناروغۍ لس مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

د دې ولایت د عامې روغتیا رییس نجيب الله توانا د کانګو تبې پر وړاندې د همغږۍ په غونډه کې وويل، چې تر اوسه په‌دې ناروغۍ دوه کسان مړه شوي دي.

د بلخ ولایت د پېنځه سوه بستریز روغتون رییس داکتر نبی الله امیري ویلي؛ دغه ناروغي خطرناکه او وژونکې ده او له هېوادوالو یې غوښتي، چې له څارویو سره له اړیکو ډډه وکړي.

دغه راز د بلخ سیمه‌ییزو چارواکو له رسنیو او د دغه ولایت د حج او اوقافو له ریاست څخه غوښتي، چې له عامې روغتیا ریاست سره دې د خبرتیا په برخه کې مرسته او همکاري وکړي.

د بلخ ولایت د کورنیو غړي، چې خپلوان یې په‌دې ناروغۍ اخته شوي، له نورو ښاریانو غوښتنه کوي، چې د داکترانو لارښوونې دې جدي ونیسي.

د بلخ ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریيس مولوي ذبيح الله نوراني له رسنيو وغوښتل، چې د دغې ناروغۍ د مخنيوي په اړه خلکو ته معلومات ورکړي، چې د دغې وژونکې ناروغۍ له زيانونو ځانونه خبر کړي.

د بلخ د عامې روغتیا ریاست چارواکي د کانګو تبې د خپرېدو په اړه اندېښنه څرګندوي او وايي، د لوی اختر له رارسېدو سره به د څارویو د پیر او پلور په بازارونو کې نوره ګڼه ګوڼه هم پیدا شي.

Trending

Exit mobile version