سیمه ییز خبرونه
د بلوچستان د ریلګاډي په برید کې هند لاس لري – اسلام آباد
شفقت علي خان په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې ویلي، چې بریدګر د پېښې پر مهال په افغانستان کې له خپلو همکارانو سره په اړیکه کې ول.
د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویاند ويلي، چې په بلوچستان ایالت کې پر مسافر وړونکي اورګاډي برید د هند له خوا ترسره شوی دی.
شفقت علي خان په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې ویلي، چې بریدګر د پېښې پر مهال په افغانستان کې له خپلو همکارانو سره په اړیکه کې ول.
هغه زیاته کړې؛ ترهګر په افغانستان کې پټنځایونه لري او اسلامي امارت باید د بلوچستان د آزادۍ پوځ په څېر ډلو ته اجازه ورنکړي، چې د افغانستان خاوره د پاکستان پر وړاندې وکاروي.
د پاکستان پوځ هم ادعا کړې، چې په بلوچستان کې وروستی برید په افغانستان کې مېشتو وسلوالو پلان کړې و.
پر ریلګاډي برید، چې ۴۰۰ مسافر یې لېږدول؛ د سېشنبې پر ماسپښین مهال پیل شو او د چارشنبې پر ورځ پای ته ورسېد. په دې پېښه کې ۲۱ مسافر، ۳۳ بریدګر او څلور سرتېري ووژل شول، چې مسوولیت یې د بلوچستان د آزادۍ پوځ پر غاړه واخیست.
د افغانستان اسلامي امارت د پاکستان د پوځ د ویاند هغه ادعاوې رد کړې، چې ګواکې په بلوچستان ایالت کې پر مسافر وړونکي اورګاډي برید له افغانستان سره تړاو لري.
د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي له پاکستان وغوښتل، چې د بې مسوولیته څرګندونو پر ځای دې د خپلو امنیتي مسلو او کورنیو ستونزو حلولو ته پام راواړوي. هغه ویلي؛ د بلوڅ اپوزیسیون هیڅ غړی په افغانستان کې نشته او نه یې له اسلامي امارت سره کومه اړیکه لرلې ده. نوموړي زیاته کړې: “د سیاسي موخو لپاره د ملکي وګړو قرباني کول د توجیې وړ نده او مونږ په دې پېښه کې د بې ګناه خلکو پر مرګ او ژوبلې خواشیني یوو..”
پاکستانيو چارواکو تل ادعاوې کړي، چې په پاکستان کې بریدونه د افغانستان له خاورې پلان کیږي؛ خو اسلامي امارت دا ادعاوې تل رد کړي او څرګندوي، چې افغانستان د پاکستان د “امنیتي ناکامیو” مسوول ندی.