تازه خبرونه

د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان سفارت چارسمبالی احضار کړ

پاکستاني پوځیانو  دچارشنبې پر شپه د غبزرګولي شلمه یو ځل بیا د افغانستان هوايي حریم ښکاره نقض کړ او د خوست، پکتیکا او کونړ ولايتونو په ځينو سيمو کې یې د ملکي افغانانو کورونه بمبارډ کړل، چې له کبله یې ۱۱ ماشومان، یوه میرمن او یو سپینږیری «شهیدان» او ۱۴ کسان نور ملکي وګړي، چې ښځې او ماشومان په کې دي ټپیان شوي دي.

Published

on

Last Updated on: غبرګولى ۲۱, ۱۴۰۵

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت په کابل کې د پاکستان سفارت شارژدافیر احضار کړی او د افغانستان د هوايي حریم د نقض او د بې ګناه ملکي وګړو پر کورونو د بمبارډ په تړاو یې خپل شديد او قاطع اعتراض ورته وړاندي کړ.

پاکستاني پوځیانو  دچارشنبې پر شپه د غبزرګولي شلمه یو ځل بیا د افغانستان هوايي حریم ښکاره نقض کړ او د خوست، پکتیکا او کونړ ولايتونو په ځينو سيمو کې یې د ملکي افغانانو کورونه بمبارډ کړل، چې له کبله یې ۱۱ ماشومان، یوه میرمن او یو سپینږیری «شهیدان» او ۱۴ کسان نور ملکي وګړي، چې ښځې او ماشومان په کې دي ټپیان شوي دي.

 اسلامي امارت دغه« تېری» او «بشري جنایت» له نړیوالو اصولو او قوانینو ښکاره نقض بولي, غندي او یو ځل بیا ټینګار کوي، چې د خپلې خاورې دفاع او د ولس  امنیت تأمینول خپل شرعي مسووولیت ګڼي.

ویل کیږي، چې پاکستاني لوری باید دا درک کړي، چي نیابتي سیاستونو د تطبیق پر ځاى دي خپلو داخلي ستونزو ته بنسټیز حل ومومي.

Trending

Exit mobile version