تازه خبرونه
د بیات بنیاد د ژمنیو مرستو لړۍ د جوزجان اړمنو کورنیو ته ورسېده
بیات بنیاد د خپلو ژمنیو مرستو په لړ کې دا ځل د جوزجان ولایت پر یو شمېر اړمنو کورنیو خوراکي توکي ووېشل.
د افغانستان په شمالي ولایت جوزجان کې ژمی ډېر سوړ او بېوزله کورنۍ د ژوندانه له سخت کړاو سره مخ او اړمنې کورنۍ د مرستندویه بنسټونو بېړنیو مرستو ته سترګې پر لار ويٍ.
بیات بنیاد له اړمنو کورنیو سره د ژمنیو مرستو په لړ کې د دې ولایت په مرکز شبرغان ښار کې پر یو شمېر اړو کورنیو اوړه، وریجې او غوړي ووېشل.
د بيات بنياد مسوولين وايي، چې پر جوزجان سربېره په یو شمیر ولایتونو کې په اړمنو خلکو دا مرستی ویشل شوي او په پاتې نورو ولایتونوکې به هم په اړمنو کسانو دا مرستې و ویشی.
د بیات بنیاد مرستیال حاجي محمد اسماعیل خان ويلي، د مرستو موخه یې د اړمنو کورنیو لاسنیوي دی او
دا مرستې به د ېواد په ګڼو نورو ولایتونو کې هم پر اړمنو کورنیو ووطشل شي.
نوموړی وایي: د بیات بنیاد د ژمنیو مرستې هر کال د ژمی په سړه هوا کې ترسره کیږي؛ سږ کال مو هم دا مرستی و وېشلی، چې نن شبرغان ښار ته راغلی یو او پر یوشمېر اړمنو کسانو به اوړه، غوړي او وریجی ووېشو او په یو شمېر ولایتونو کې مو دا مرستی وېشلی او په پاتې نورو لایتونو کې به هم دا مرستې و وېشو.
د جوزجان ولایت یو مخور او هغو اړو او مستحقو کورنیو، چې د بیات بنیاد مرسته یې ترلاسه کړې؛ خوښ دي او له نورو مرستندویه بنسټونو هم غواړي، چې له اړو کورنیو سره مرستې وکړي.
قومي مشر قاری بیګ مراد بیګزاد وایي: مونږ ډېر خوشحاله یو، چې د ژمی په دی ساړه موسم کی دا مرستی را ورسیدې. دا مرستی پر داسې کسانو وېشل کیږي، چی د خوړلو لپاره هیڅ شی نلری او دا ښه خبر مو ورکړی، چی نن به مرستی ترلاسه کړي.
د سیمې اوسیدونکی ذبیح الله امیني وایي: زه د څلور، پېنځه کلیو د خلکو پر استازیتوب له بیات بنیاد څخه مننه کوم، چې هر کال یی له مونږ سره بشر دوستانه مرستې ترسره کړي او په دې ستونزمنو حالاتو کې یې دا مرستې ډېرې اغېزمنې دي.
بیات بنیاد هر کال په ټول هېواد کې له اړمنو خلکو سره مرستې کوي او د مرستو لړۍ یې ټولو ولایتونو ته رسيږي.
یاده دې وي، چې بیات بنیات سربېره پر دې د هېواد په یوشمېر نورو ولایتونو کې خلکو ته د څښاک د پاکو اوبو برابرولو، د جوماتونو د رغولو، روغتیايي مرکزونو او ښوونځيو د جوړولو په برخو کې کار کړی دی.
تازه خبرونه
تأکید ازبکستان و ناروی بر تداوم گفتگوها درباره روند حلوفصل افغانستان
سفیر ناروی در این دیدار، از تلاشهای ازبکستان در راستای شکلدهی به یک موضع منسجم منطقهای در قبال افغانستان قدردانی کرد.
نماینده ویژه رئیسجمهور ازبکستان در امور افغانستان، اسمتالله ایرگاشف، با سفیر تازهمنصوب ناروی، هلنه سند آندرسن، دیدار و درباره وضعیت همکاریهای دوجانبه در ارتباط با افغانستان گفتگو کرد.
بر اساس اعلام وزارت امور خارجه ازبکستان، دو طرف در این دیدار بر اهمیت حفظ و تداوم گفتگوهای منظم درباره روند حلوفصل وضعیت افغانستان تأکید کردند.
سفیر ناروی در این دیدار، از تلاشهای ازبکستان در راستای شکلدهی به یک موضع منسجم منطقهای در قبال افغانستان قدردانی کرد.
همچنین در این نشست، دیدگاهها پیرامون بازسازی اقتصاد ملی افغانستان و چشمانداز ادغام این کشور در پروژههای اتصال منطقهای مورد تبادل نظر قرار گرفت.
دو طرف بر ادامه همکاریها و تقویت تعاملات منطقهای برای حمایت از ثبات و توسعه در افغانستان تأکید نمودند.
تازه خبرونه
متقي د سعودي عربستان له سفیر سره په چین کې د کابل-اسلامآباد پر مذاکراتو خبرې وکړې
د بهرنیو چارو وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ متقي په اورومچي کې له پاکستاني لوري سره د وروستیو خبرو اترو په اړهد څرګندونو پر مهال هیله من شو، چې د تفسیر توپیرونه او ځینې کوچني تخنیکي مسایل به د خبرو د پرمختګ مخه ونهنیسي.
د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي او په کابل کې د سعودي عربستان سفیر فیصل بن طلق البقمي د ناستې پر مهال د چین په اورومچي ښار کې د سیمهییزو بدلونونواو د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر وروستیو مذاکرانو خبرې وکړې.
د بهرنیو چارو وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ متقي په اورومچي کې له پاکستاني لوري سره د وروستیو خبرو اترو په اړهد څرګندونو پر مهال هیله من شو، چې د تفسیر توپیرونه او ځینې کوچني تخنیکي مسایل به د خبرو د پرمختګ مخه ونهنیسي.
متقي د افغانستان او سعودي عربستان ترمنځ اړیکې مثبتې وارزولې او وایي، چې د دواړو وروڼو هېوادونو ترمنځ اړیکې به په سیاسي، امنیتي او اقتصادي برخو کې نورې هم پراخې شي.
د سعودي سفیر زیاته کړې، چې سیاسي او امنیتي ثبات او همدارنګه په افغانستان کې اقتصادي پرمختګونه خورا مهم دي او ریاض په دې برخو کې له افغانستان ملاتړ کوي.
تازه خبرونه
له افغانستان سره عملي او رغنده تعامل؛ د یوناما بنسټیزې هڅې او سیمهییزه همکاري
د ډیپلومات ورځپاڼې د راپور له مخې؛ یوناما په دې بهیر کې مرکزي رول لوبوي او د واکمنو او نړیوالې ټولنې ترمنځ د ډیپلوماټیک منځګړيتوب هڅې تر سره کوي.
د ۲۰۲۱ ز.کال له بدلونونو نږدې پېنځه کاله وروسته، د افغانستان په اړه د نړیوالې ټولنې په چلند کې څرګند بدلون رامنځته شوی او د انزوا پر ځای عملي تعامل ورته د پام وړ ګرځېدلی دی.
د ډیپلومات ورځپاڼې د راپور له مخې؛ یوناما په دې بهیر کې مرکزي رول لوبوي او د واکمنو او نړیوالې ټولنې ترمنځ د ډیپلوماټیک منځګړيتوب هڅې تر سره کوي.
یوناما د ملګرو ملتونو د امنیت شورا تر څار لاندې پر درې بنسټیزو برخو راڅرخیږي؛ سیاسي تعامل، پر بشري حقونو څار او د بشري مرستو همغږي. په داسې حال کې، چې افغانستان له جدي اقتصادي او ټولنیزو ننګونو سره مخ دی.
د ملګرو ملتونو چارواکي ټینګار کوي؛ اوسنيو شته واقعیتونو ته پر پاملرنه، تعامل یوازنی عملي غوراوی دی. بندیزونه په ټوله کې ځانګړي اشخاص پر نښه کوي؛ خو د نړیوالې پېژندنې نشتوالی د پانګونې او اوږدمهاله پراختیا مخه نیسي.
سیمهییزه همکاري په ځانګړي توګه له منځنۍ آسیا سره اړینه شوې؛ د سیمې هېوادونو د بشري لوژستیک، سوداګرۍ او بنسټیزو اړیکو په برخو کې خپل رول پراخ کړی او د ازبکستان ترمذ ښار د مرستو رسولو لپاره یو اړین مرکز ګرځېدلی دی.
په دې توګه د یو ګډ نړیوال چوکاټ رامنځته کېدا اوس هم ننګونکې ده؛ ځکه، چې د نړیوالو، سیمهییزو او افغان چارواکو ترمنځ بېلابېل لیدلوري شتون لري.
یوناما ټینګار کوي، چې د باور له نشتوالي سره – سره د خبرو اترو لارې خلاصې پاتې دي.
دغه راز د سیمهییز پرمختګ لپاره یو پراخ جوړښت هم مخ پر ښکارهکېدا دی. د دوامداره پراختیایي اهدافو لپاره د ملګرو ملتونو سیمهییز مرکز پر ۲۰۲۵ ز. کال په الماتا کې د انټونیو ګوټرش او قاسم-جومارت توکایوف پر ملاتړ پرانیستل شو، چې موخه یې په منځنۍ آسیا کې پر اوږدمهاله لومړیتوبونو تمرکز دی.
په ټولیزه توګه دا بدلونونه له افغانستان سره د تدریجي او منظم تعامل پر لوري د چلند بدلون پر ګوته کوي او ښیي، چې نور دا هېواد د ګواښونو سرچینه نه، بلکې د فرصتونو د ځای په توګه لیدل کیږي.
-
نړۍ4 days agoد هائیټي په تاریخي کلا کې د ګڼې ګوڼې له کبله مرګ او ژوبله رامنځته شوې
-
تازه خبرونه4 days agoپه هرات کې پر ملکي وګړو د مرګوني برید په اړه نړیوال غبـــرګونونــه راڅــرګند شول
-
سیمه ییز خبرونه3 days agoامریکا د ایران سمندري بندرونو ته د بېړیو پر تګ راتګ بندیز ولګاوه
-
نړۍ2 days agoایران د هوکړې غوښتونکی دی؛ خو اټومي اختلافات یې خنډ شوي – ټرمپ
-
روغتيا4 days agoد روان کال د ګوزڼ واکسین لومړی ملي کمپاین پیل شو
-
تازه خبرونه5 days agoپه اسلام آباد کې د ایران او امریکا ترمنځ خبرې اترې پیل شوې
-
سیمه ییز خبرونه4 days agoد ایران او امریکا خبرې له ۴۰ ورځنۍ تحمیلي جګړې وروسته هم هوکړې ته ونه رسېدې
-
نړۍ3 days agoد منځني ختیځ جګړه د نړۍ اقتصاد ته ګواښ دی
