تازه خبرونه

د بیات بنیاد د ژمنیو مرستو لړۍ د کابل ختیځ ته ورسېده

Published

on

Last Updated on: سلواغه ۴, ۱۴۰۱

بیات بنیاد د خپلو ژمنیو مرستو په لړ کې دا ځل د کابل د ختیځې سیمې سلګونه اړمنو کورنیو ته خوراکي توکي وېشلې دي.

د ژمي په دې سړه هوا کې د هېوادوالو ژوند له سخت کړاو سره مخ دی؛  بېکاري پر ډېرېدو او بېوزلي پر پراخېدو ده او زیاتره کورنۍ د خپل ژوند لګښتونه پوره کولی نشي.

بیات بنیاد د هیوادوالو دې ستونزو ته په کتو له اړمنو کورنیو سره ژمنۍ مرستې پیل کړي، چې د مرستو لړۍ یې داځل د کابل په ختیځ کې د نهمې ناحیې پر اړمنو کورنیو اوړه، غوړي، وریجې او د خوراکي توکو نورې ټولګې ووېشلې.

د بیات بنیاد مرستیال حاجي محمد اسمعیل وایي: په دي  مرسته کې اوړه، وریجې او غوړي شته، چي  د کابل په ختیځ کې د نهمې ناحیې پر یو شمېر اړمنو اوسیدونکیو ووېشل شول.

هغه اړمن کسان، چې دغه مرستې یې ترلاسه کړي؛ له نورو خیریه موسسو څخه غوښتنه کوي، چې په دې سختو حالاتو کې له اړمنو سره مرسته وکړي.

دوی، چې د بیات بنیاد د خوراکي توکو دا مرسته یې تر لاسه کړې وايي؛ دا مرسته یې په داسې حال تر لاسه کړې، چې سخته اړتیا یې ورته لرله.

د دې سيمې يو شمېر اوسیدونکي وايي، د بيات بنياد دغه مرسته په داسې حال کې شوې، چې خلک په رښتيا هم له هر ډول مالي او اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

د بیات بنیاد مسوولین وایي، چې دغه مرستې به د ژمي تر پایه په کابل او ولایتونو کې روانې وساتل شي.

Trending

Exit mobile version