تازه خبرونه
د بېوزلۍ کمولو لپاره د حرفوي او مسلکي زدهکړو پروګرامونو پراخولو ته اړتیا ده – اسلامي امارت
د سې شنبې پر ورځ د افغانستان اسلامي امارت د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویلي، په هېواد کې له بېوزلۍ سره د مبارزې او د بیکارۍ د کمولو لپاره د حرفوي او مسلکي زدهکړو پروګرامونو پراخولو ته اړتیا ده.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت مرستیال دين محمد حقبين په کابل کې د افغانستان او کوريا د حرفوي زدهکړو له يوه مرکز څخه د ٤٠٠ ځوانانو د فراغت په مراسمو کې د وينا پر مهال هيله څرګنده کړه، چې د نړيوالو بنسټونو پر مرسته دې په هېواد کې د حرفوي زدهکړو زمينه برابره شي.
دین محمد حقبین وایي: د حرفوي زدهکړو، کار او کسب د برابرولو لپاره باید پروژې پیل او خلک دې مسلکي شي. د اوړو یوه کڅوړه یا د غوړیو یوه ډبه به څه مرسته وکړي؛ انسان ورسره طامع کیږي او مونږ طامع نهغواړو.
د دغو مراسمو یو شمېر ګډونوالو ویلي؛ دوی چمتو دي، چې په هېواد کې د مهارتونو د ودې په برخه کې د افغانستان او کوریا د حرفوي زدهکړو له مرکز سره همکاري وکړي.
د دغه ښوونیز مرکز مسوولینو هم ټینګار کړی، چې د حرفوي زدهکړو د پروژو له پراخولو پرته د هېواد اقتصادي وده ناشونې ده.
د افغانستان او کوریا د حرفوي زدهکړو د مرکز استاد بشیر ځلاند ویلي: ډېري پرمختللي او مخ پر وده هېوادونه د حرفوي زدهکړو پر لوري چټک روان دي او د حرفوي زدهکړو له ستراتیژۍ څخه په خپلو پلانونو او پالیسۍ جوړولو کې کار اخلي.