تازه خبرونه
د تاجکستان او ایران بهرنیو چارو وزیرانو د افغانستان په اړه خبرې وکړې
په دې لیدنه کې د سیمهییزې همکارۍ پر روان ساتلو؛ په ځانګړي توګه د افغانستان د بدلونونو د شرایطو پر اړتیاوو ټینګار وشو.
د ایران بهرنیو چارو وزارت د شنبې پر ورځ (د غویی اووهویشتمه) اعلان وکړ، چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د تاجکستان بهرنیو چارو وزیر سراج الدین مهرالدین سره ولیدل او د افغانستان په اړه یې خبرې وکړې.
په دې لیدنه کې د سیمهییزې همکارۍ پر روان ساتلو؛ په ځانګړي توګه د افغانستان د بدلونونو د شرایطو پر اړتیاوو ټینګار وشو.
د راپورونو له مخې؛ دا غونډه د تهران د خبرو اترو د څوارلسم فورم په چوکاټ کې ترسره شوه او موخه یې د وروستیو سیمهییزو او نړیوالو بدلونونو بیاکتنه وه.
دواړو خواوو په منځني ختیځ کې پر وروستیو بدلونونو د اندېښنې څرګندولو ترڅنګ، د ایران او تاجکستان ترمنځ د امنیتي، اقتصادي او کلتوري همکاریو د پراختیا پر اړتیا ټینګار وکړ.
د ایران بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی، چې عراقچي او مهرالدین د اقتصادي او سوداګریزو تعاملاتو د کچې د لوړولو، کلتوري همکارۍ پراختیا او د خلکو ترمنځ د اړیکو د آسانتیاوو پر لارو چارو بحث وکړ او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې پر ژورو کلتوري، ژبني او تمدني مشترکاتو ټینګار وکړ.
