تازه خبرونه

د تاجکستان او پاکستان مشرانو د افغانستان پر ثبات ټینګار څرګند کړ

Published

on

(Last Updated On: ليندۍ ۲۴, ۱۴۰۱)

د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان اسلام آباد ته دوه ورځنی سفر کړی او له لومړي وزیر محمد شهباز شریف سره یې پر افغانستان، سوداګرۍ، سیمه ییز ثبات، امنیت او نورو اړوند موضوعاتو بحث او خبرې کړې دي.

د سیمه ییزو سرچینو د څرګندونو له مخې؛ پاکستان له لومړي وزیر شهباز شریف سره له لیدنې وروسته امام علی رحمان یوې ګډې خبرې غونډې ته څرګنده کړې، چې هېواد یې په افغانستان کې د ثبات غوښتونکی دی او په دې لړ کې له پاکستان سره ګډې هڅې ترسره کوي.

هغه دا هم ویلي: ‘مونږ تر ټولو ډېر په ځورېدلي افغانستان کې د سولې او ټیکاو له راتګ او هلته له ملي رضایت سره لیوالتیا لرو او په دې برخه کې یې د ټولګډونه حکومت پر رامنځته کېدو ټینګار څرګند کړ.

نوموړي په ډاګه کړې؛ مونږ د افغانستان لپاره د داسې ثبات غوښتونکي یوو، چې سیاسي او قومي لوري په کې پراخه ونډه ولري.

دغه راز د دواړو حکومتونو مشرانو په نړیواله او سیمه ییزه کچه له رغنده هلو ځلو او همکاریو هم ملاتړ په ډاګه کړی دی.

په اسلام آباد کې د سیمه ییزو سرچینو د څرګندونو له مخې؛ د امام علی رحمان او شهباز شریف له خبرې ناستې مخکې یو شمېر دوه اړخیزې هوکړې هم لاسلیک کړې دي.

شهباز شریف په دې خبري ناسته کې د افغانستان له موضوع یادونه و نکړه؛ خو له تاجکستان سره یې په هره برخه کې پر غوره اړیکو لرلو ټینګار څرګند کړ.

هغه ویلي؛ غواړي، چې تاجکستان د سوداګرۍ لپاره د پاکستان کراچۍ او ګوادر بندرونه وکاروي.

شهباز شریف وایي: تاجکستان د منځنۍ آسیا د دروازې په څېر دی، مونږ به له تاسې سره په ګډه کار وکړو، چې د کاسا ۱۰۰۰ پروژې عملي کار ژر تر ژره پیل شي. مونږ غواړو د منځنۍ آسیا له هېوادونو سره  ریل او سړک ولرو؛ خو زمونږ اړیکې د افغانستان له سوکالۍ او امنیت پورې تړلي دي. مونږ پدې ټولو شیانو خبرې وکړې.

پاکستان ته د تاجکستان د ولسمشر له دې سفر مخکې د امام علي رحمانوف ویاند عبدالفتاح شریفزاده ویلي وه، چې پاکستان ته به په سفر کې د اقتصادي، ټولنیزو او انرژۍ برخه کې پر دوه اړخیزو اړیکو خبرې وشي.

اسلامي امارت د ټولشموله حکومت جوړول؛ د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ګڼي.

اسلامي امارت په داسې حال کې، چې د سرپرستې کابینې په جوړښت کې اصلاحاتو ته ځان ژمن ګڼي؛ په وار وار یې ګاونډ هېوادونو ته ډاډ ورکړی، چې د افغانستان له لوري ګواښ به دغو هېوادونو ته نه رسیږي، ځکه امنیتي او دفاعي ځواکونه د افغانستان ټولې پولې کنټرولوي.

د یادونې ده، چې امام علي رحمانوف په تېرو اته ویشت کلونو کې نهه ځلې پاکستان ته سفر کړی، چې وروستي هغه یې په کابل کې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو څه نا څه دوه میاشتې مخکې و.

Trending

Exit mobile version