تازه خبرونه
د تاوتریخوالي پر ځای خبرې اترې غوره لار ده – توماس ویست
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي د ترکیې په استانبول ښار کې له سیاستوالو او د مدني ټولنې له غړیو سره په خپله وروستۍ ناسته کې د نړیوالې ټولنې د تعامل په اړه پر خبرو اترو خپل سیمه ییز سفر پای ته ورساوه.
توماس ویسټ ويلي، چې له سیاستوالو او د مدني ټولنې له غړیو سره یې د افغانستان د ستونزو او د نړیوالې ټولنې د تعامل په اړه خبرې کړې دي.
د توماس ویست د څرګندونو له مخې؛ ټول بحثونه پدې را ټول ول، چې د ستونزې د حل لپاره سولهییزې لارې چارې لټول مهم دي.
نوموړي زیاته کړې، چې د غونډې کډونوالو د ښځو او نجونو د کار او زدهکړو د ځنډولو په اړه د اسلامي امارت د پرېکړو له کبله اندېښنې څرګندې کړې.
د توماس ویست د څرګندونو له مخې؛ د خبرو بله مهمه موضوع دا وه، چې د افغانستان د ستونزو اواري ته باید سولهییز حل وموندل شي.
هغه د افغانستان له خلکو سره د امریکا پر پایېدونکې ژمنتیا، د بشري ناورین د مخنیوي او د افغانستان د راتلونکي په اړه د افغانانو ترمنځ د خبرو پر ملاتړ ټینګار کړی دی.
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی توماس ویست وایي: ما په استانبول کې له افغان مشرانو او افغان مدني ټولنو سره خبرې وکړې؛ له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د ستونزو او تعامل په اړه خبرې وشوې، مونږ باید له افغانانو سره پر مشوره خپله تګلاره ثابته کړو. زه د طالبانو له پرېکړو اندېښمن یم. په ځانګړې توګه هغه پرېکړې، چې پر بنسټ یې د زدهکړو په برخه کې د ښځو او نجونو حقونه تر پښو لاندې شوي. بله مسله دا ده، چې سولهییزه لار شته؛ خبرې اترې د حل لاره ده، نه تاوتریخوالي.
د راپورونو پر بنسټ؛ توماس ویست په ترکیه کې له افغان سیاسي شخصیتونو سره، چې صلاح الدین رباني، محمد کریم خلیلي او باتور دوستم هم په کې ول، ډېرې ناستې کړې دي.
اسلامي امارت وايي؛ په افغانستان کې مخالفې ډلې نشته، یو پیاوړی حکومت جوړ شوی او د شخصیتونو د راستنولو لپاره یې د اړیکو کمیسیون هم جوړ کړی دی.
توماس ویست د روانې میاشتې پر یوولسمه نېټه قطر، عربي متحده اماراتو او ترکیې ته خپل سفر پیل کړ، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د اعلان پر اساس نن پای ته رېدلی دی.