تازه خبرونه
د تخار له زندانه ۳۷ بېګناه بندیان خوشې شول
د زندانونو د ستونزو د څېړلو قضايي کمیسيون د تخار ولايت له زندانه ٣٧ کسان، چې بېګناه پېژندل شوي؛ خوشې کړي دي.
د تخار د ښاري محکمې قاضي مولوي عبدالمنان ویلي؛ یو شمېر بې مدعي بندیان له ضمانت پرته او پاتې نور، چې حقوقي قضیې یې لرلې د ضمانت له مخې خوشې شوي دي.
په تخار کې د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدیر مولوي سیف الله څرګنده کړې، چې دغه کميسیون په هرو ۱۵ ورځو کې د بندیانو ستونزې څېړي او بې ګناه کسان خوشې کوي.
د تخار د زندانونو مشر قاري نقیب الله وايي، چې د تخار په زندان کې د ۷ ښځو په ګډون ۸۴ بنديان ول، چې ۳۷ يې خوشې شول او یو شمېر نور، چې د جرم ساحه یې ولسوالۍ وې؛ ولسوالیو ته ولیږل شول.
له زندانه خوشي شوي کسان د زندان د ساتونکیو له ښه چلند څخه خوښ دي او وايي؛ نور به هڅه وکړي چې په ټولنه کې د ګټورو کسانو په توګه ژوند وکړي.
د زندان مسوولین د اسلامي امارت له غړیو څخه غواړي؛ له دې وروسته هغه کسان په زندان کې نه ساتي، چې د محکمې لخوا په جزا نه وي محکوم شوی او یا هم ښکاره جرم ونلري.
تازه خبرونه
د افغانستان اسلامي امارت په اسلامآباد کې رامنځته شوې چاودنه وغندله
د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي د سې شنبې پر ورځ( د لړم شلمه ) د دې برید په اړه د اسلامي امارت خواشینې څرګنده کړې ده.
د افغانستان اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت د پاکستان په پلازمېنه اسلامآباد کې رامنځته شوې چاودنه او د واڼه د اړوند سیمې پر یوه تعلیمي مرکز برید، چې په کې لسګونه کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ او ټپیان شول؛ غندلي دي.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي د سې شنبې پر ورځ( د لړم شلمه ) د دې برید په اړه د اسلامي امارت خواشینې څرګنده کړې ده.
تازه خبرونه
د افغانستان او قزاقستان بهرنیو چارو وزیرانو پر دوه اړخیزو همکاریو ټینګار وکړ
په دې خبرو کې د قزاقستان بهرنیو چارو وزیر د وروستیو زلزلو له کبله د افغانستان له خلکو سره د خواخوږۍ پر څرګندولو کابل ته د بشري ماموریت له لېږلو خبر ورکړ، چې ډاکټران، درمل او لومړنۍ اړتیاوې به په کې وي.
د قزاقستان بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د افغانستان بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د قزاقستان له بهرنیو چارو وزیر یرمک کوشریبایوف سره په ټیلیفوني اړیکه کې د دوه اړخیزو او سیمهییزو همکاریو د پراختیا په اړه خبرې کړې دي.
په دې خبرو کې د قزاقستان بهرنیو چارو وزیر د وروستیو زلزلو له کبله د افغانستان له خلکو سره د خواخوږۍ پر څرګندولو کابل ته د بشري ماموریت له لېږلو خبر ورکړ، چې ډاکټران، درمل او لومړنۍ اړتیاوې به په کې وي.
امیر خان متقي د افغانستان له خلکو سره د قزاقستان له پرلهپسې مرستو او ملاتړ د ستاینې تر څنګ څرګنده کړه؛ سږ کال له قزاقستان څخه افغانستان ته د بشري مرستو دوه جوپې رالېږل شوي، چې ۳.۷ زره ټنه وزن لري.
دواړو خواوو د سوداګرۍ، بانکدارۍ، کانونو او ډیجیټل ټکنالوژیو په برخو کې د همکارۍ پر پراخولو ټینګار کړی او د سیاسي خبرو د دوام او د دوستانه اړیکو د پیاوړتیا لپاره یې خپل چمتووالی څرګند کړ.
تازه خبرونه
پاکستان د غیر عملي موضوعاتو پر راپورته کولو د استانبول خبرې بې پایلې کړې
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې پر شپه (د لړم نولسمه) یوه رسنیزه خبرپاڼه خپره کړه، چې له مخې یې: د بهرنیو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال محمد نعیم په کابل کې میشتو بهرنیو ډیپلوماټانو سره په ناسته کې ویلي؛ پاکستان هڅه کړې، چې د مذاکراتو په بهیر کې د خپلو ناامنیو پړه پر افغانستان واچوي.
د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت ويلي، چې پاکستان د غیر واقعي او غیر عملي مسلو پر راپورته کولو د کابل او اسلامآباد ترمنځ د استانبول درېیم پړاو مذاکرات بې پایلې کړل.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې پر شپه (د لړم نولسمه) یوه رسنیزه خبرپاڼه خپره کړه، چې له مخې یې: د بهرنیو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال محمد نعیم په کابل کې میشتو بهرنیو ډیپلوماټانو سره په ناسته کې ویلي؛ پاکستان هڅه کړې، چې د مذاکراتو په بهیر کې د خپلو ناامنیو پړه پر افغانستان واچوي.
محمد نعیم زیاته کړې؛ دا چلند ښیي، چې د پاکستان په پوځ کې ځینې کړۍ شته، چې نه غواړي د کابل او اسلامآباد ترمنځ اړیکې د مذاکراتو او تفاهم له لارې حل شي.
نوموړي ویلي؛ اسلامي امارت د مذاکراتو پر دوام او د متقابلې همغږۍ له لارې د ستونزو حل غواړي؛ خو د پاکستان داخلي ننګونې پر افغانستان تپل “غیر منطقي او د نه منلو وړ” ګڼي.
-
د هوا حالاتو بدلونونه3 days agoافغانستان په برازیل کې د اقلیمي بدلون کنفرانس ته ونهبلل شو
-
تازه خبرونه2 days agoافغانستان اوس هم په نړۍ کې د انرژۍ له سختو بحرانونو سره مخ هېواد دی
-
تازه خبرونه3 days agoله افغانستان سره د اوربند د ټینګښت لپاره د ترکيې یو پلاوی پاکستان ته سفر کوي
-
تازه خبرونه4 days agoپه پنجشېر کې پارنده بند ۱۰۰ سلنه بشپړ شو
-
څار4 days agoڅار: د کابل او اسلامآباد ترمنځ د خبرو درېیم پړاو
-
تازه خبرونه2 days agoپه تېرو ۱۵ ورځو کې له ۱۵۳ زره څخه ډېر افغان کډوال هېواد ته راستانه شول
-
تازه خبرونه3 days agoد افغانستان او ایران بهرنیو چارو وزیرانو پر دوه اړخیزو همکاریو خبرې وکړې
-
سوداگري2 days agoد افغانستان او پاکستان ترمنځ د لارو تړل کېدا سوداګر ۲۰۰ میلیون ډالر زیانمن کړل
