تازه خبرونه
د تخنیکي او مسلکي زدهکړو په اداره کې د ۱۸۶ بستونو لپاره برښنایي ازموینه واخیستل شوه
نن يکشنبه (د وږي ١٩ ) د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې د تخنيکي او مسلکي زدهکړو په اداره کې د ١٨٦ خالي بستونو لپاره برښنايي ازموينه واخيسته.
د تخنيکي او مسلکي زدهکړو د ادارې د مسوولينو د څرګندونو له مخې، په دې رياست کې له ٢٠زره کسانو څخه ١٨١٨ د اړوند شرایطو له مخې د ازموینې وړ وپېژندل شول او هغه کسان، چې جګې نمرې ترلاسه کړي؛ د دې ادارېې په ١٨٦ خالي بستونو کې وګومارل شي.
د تخنيکي او مسلکي زدهکړو چارسمبالي غلام حيدر شهامت ويلي، چې په دې اداره کې ٣٩٢ نور بستونه هم اعلانېږي.
هغه زیاته کړه: اصلي هدف روڼتیا، عدالت او تخصص دی.
د چارو د عمومي ریاست مسوولینو ويلي، چې اوسمهال ټولې دولتي ادارې د متخصصینو او مسلکي کسانو د جذبولو غوښتونکي دي او د دې لپاره، چې متخصصین او مسلکي کسان دې څانګو ته لار ومومي؛ ازموینه پر الکترونیکي بڼه اخیستل کیږي.
د چارو ادارې د عمومي ریاست د څارنې او پالیسۍ مرستیال سیف الدین تایب ویلي: د هرې ادارې رهبري لیواله ده، چې د ازادې سیالۍ له لارې خپلو مسلکي او تخنیکي بستونو ته کسان وګماري او کار د کار اهل ته وسپاري او عدالت خوندي شي. کله، چې کار د اهل ته وسپارل شي؛ اداره پرمختګ کوي او ورسره نظام هم غوړیږي.
د ازموينې يو تن ګډونوال محمد نظري، چې له څو کلونو راپدیخوا له بېکارۍ کړېږي؛ وايي، چې د لوړو زدهکړو له پاى ته رسولو وروسته يې تر اوسه دنده نهده پيدا کړې او غواړي په دولتي ادارو کې متخصص او مسلکي کارکوونکي وګمارل شي.
هغه وایي: په تېر یو کال کې مې کومه دنده نهده تر لاسه کړی؛ مونږ د افغانستان اسلامي امارت له مشرانو غوښتنه کوو، چې ځوانانو ته د غوره خدمت زمینه برابره کړي، ازموینې واخلي، چې هر ځوان وکولی شي په خپل مسلک کې خپله دنده ترسره کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د مهاجرینو او راستنیدونکیو چارو وزارت د تشو بستونو لپاره هم دې ادارې ازموینه اخیستې ده.
