سوداگري

د تدارکاتو کمیسیون ۲۷ پروژې تصویب کړې

در پروژه‌های منظور و تعدیل‌ شده ساخت ترمینل ترانسپورتی در شرق شهر کابل، تکمیل کارهای باقی‌مانده شفاخانه جمهوریت در کابل، تکمیل کارهای باقی‌مانده بندهای پاشدان هرات و بخش‌آباد فراه و ساخت چندین سرک داخلی کابل شامل اند

Published

on

دریاست الوزراء اقتصادي مرستیالۍ د ملي تدارکاتو کمیسیون ویلي، چې د شاوخوا درې میلیارډ افغانیو پر ارزښت یې د ۲۷ پروژو قراردادونه تصویب او اووه نورې پروژې یې تعدیل کړې دي.

په تصویب او تعدیل شویو پروژو کې د کابل د ختیځ ټرانسپورټي ترمینل جوړول، د کابل جمهوریت روغتون د پاتې کارونو بشپړول، د هرات پاشدان او په فراه کې د بخش آباد بندونو د پاتې کارونو بشپړول، په غزني کې د سلطان بند د ساتنې او څارنې پروژې بشپړول، په سرپل کې د سلطان ابراهیم بند د تفصیلي ډیزاین پروژې پیل، د ستنو نصبولو، د سب سټیشنونو جوړولو او له کابل څخه کندهار ته د برښنا مزي غځولو پروژو بشپړول، د کجکي بند څخه کندهار ښار ته د برښنا مزي غځولو پروژې پیل، د ځینو نورو ولایتونو د برښنا د یو شمېر پروژو د پاتې کارونو بشپړول او د کابل د څو داخلي سړکونو جوړول شامل دي، چې د اسلامي امارت لخوا تمویلیږي.

Trending

Exit mobile version