سیمه ییز خبرونه
د ترهګریز برید په صورت کې به بیا هم پر اړوند بنستونه بریدونه وشي – نریندرا مودي
دا نښتې له هغې وروسته پیل شوې، چې هند پر پاکستان بریدونه وکړل؛ له هغې دوه اوونۍ وروسته، چې د هند تر ادارې لاندې د کشمیر پر سیلانیانو برید وشو، چې په کې ۲۶ کسان ووژل شول.
د رویټرز د راپور له مخې: د هند لومړي وزیر نریندرا مودي د دوشنبې پر ورځ له پاکستان سره د پوځي نښتو په اړه په خپلو لومړنیو څرګندونو کې ویلي؛ که پاکستان غواړي، چې “وژغورل شي” نو باید خپل “ترهګریز بنسټونه” له منځه یوسي.
دا نښتې له هغې وروسته پیل شوې، چې هند پر پاکستان بریدونه وکړل؛ له هغې دوه اوونۍ وروسته، چې د هند تر ادارې لاندې د کشمیر پر سیلانیانو برید وشو، چې په کې ۲۶ کسان ووژل شول.
نوي ډیلي ویلي، چې دا برید د اسلامآباد پر ملاتړ ترسره شوی و؛ خو پاکستان دا تور رد کړ.
د پاکستان تر واک لاندې کشمیر ته په نغوته(اشاره) کې مودي ویلي: “زه به نړیوالې ټولنې ته هم دا ووایم، که له پاکستان سره خبرې کوو؛ نو دا به یوازې د ترهګرۍ… او د پاکستان تر واک لاندې کشمیر په اړه به وي.”
نریندرا مودي په یوه ټلویزیوني وینا کې پر هندي ژبه وویل: “که په هند کې ترهګریز برید وشي؛ نو مناسب ځواب به ورکړ شي ….”
هغه وایي: “د هند دریځ روښانه دی؛ ترهګري او خبرې اترې یوځای نشي کیدی؛ ترهګري او سوداګري یوځای نشي کیدی او اوبه او وینه یوځای نشي بهېدلی”.
هغه د دواړو هیوادونو ترمنځ د اوبو د شریکولو تړون ته پر نغوته وویل، چې نوي ډیلي وځنډاوه.
اسلامآباد دمګړۍ د هغه د څرګندونو په اړه څه ویلي ندي.
د هند او پاکستان ترمنځ نښتې له هغې وروسته ودرول شوې، چې دواړو هېوادونو د شنبې پر ورځ د ډونالډ ټرمپ پر منځګړیتوب اوربند ته غاړه کېښوده.
