لوبی
د ترکیې د زلزلې له ویجاړیو د چلسي د پخواني لوبغاړي مړی وموندل شو
Last Updated on: سلواغه ۳۰, ۱۴۰۱
د راپورونو له مخې؛ د هاتای سپور لوبډلې د لوبغاړي کریستین آتسو مړی، چې له دې مخکې یې د چلسي لپاره لوبه کوله؛ له دوه اوونیو وروسته د ترکیې د مرګونې زلزلې له ویجاړیو راوویستل شو.
په ترکیه کې د تېرې اوونۍ د ویجاړونکې زلزلې راپدیخوا د آتسو د ځای یا حالت په اړه څه ندي ویل شوي. له دې مخکې د هاتای سپور استازیو اعلان کړی و، چې د فوتبال دغه لوبغاړی غواړي دغه ترکي کلب پریږدي.
آتسو د مړینې پر مهال ۳۱ کلن و.
د ګانا ملي لوبډلې دغه لوبغاړی د خپل مسلک په بهیر کې د چلسي، ایورتون، نیوکاسل، بورنیموت، پورتو، مالاګا اسپانیا او نورو کلبونو لپاره لوبېدلی و.
آتسو د ۲۰۲۲ ز. کال په سپتمبر کې د ترکیې له هاتای سپور سره یوځای شوی و.