سیمه ییز خبرونه
د ترکیې یوه باروړونکې کښتۍ په توره بحیره کې ډوبه شوه
د ترکیې کورنیو چارو وزیر علي یرلیکایا د دوشنبې پر ورځ ویلي؛ د دې هېواد یوه باروړونکې کښتۍ له ۱۲ کسانو سره د یکشنبې پر ورځ د ترکیې د تورې بحیرې په سواحلو کې د توپان له کبله ډوبه شوې، چې له کارکوونکیو سره یې اړیکې هم پرې شوې دي.
د زونګولداک ولایت د والي دفتر په یوه بیان کې ویلي، چې د دغې ترکي بیرغ لرونکي کښتۍ ماڼو کافکامتلر له ورکېدو مخکې خبر ورکړی و، چې بېړۍ د ترکیې په شمال لویدیځ کې د دغه ولایت ارګلۍ ته نږدې څپه ماتوونکي لوري ته روانه ده.
یرلیکایا ویلي، چې کښتۍ له څپه ماتوونکې سره له ټکر وروسته ډوبه شوه.
نوموړي زیاته کړې؛ سیمه د یکشنبې پر ورځ له زورورو توپانونو سره مخ شوه او خرابې هوا د بحري او هوایي ژغورونکیو د لټون مخه نیولې ده.
علي یرلیکایا خبریالانو ته ویلي: کله، چې د هوا حالات ښه شي؛ د لټون او ژغورنې فعالیتونه به سمدلاسه پیل شي.
دا، چې دې کښتۍ څه لېږدول تر دې دمه یې په اړه څه ویل شوي نهدي.
توره بحیره په نړۍ کې یو له مهمو سوداګریزو بندرونو څخه ده، چې آسیایي هېوادونه له اروپا سره د د بحر له لارې نښلوي.