سوداگري
د تورخم ګمرک له لارې به د ډبرو سکرو صادرات د تازه میوو لپاره ودرول شي
د افغانستان اسلامي امارت مالیې وزارت د دوشنبې پر ورځ د تورخم ګمرک له لارې د ډبرو سکرو د بار وړونکیو موټرو پر تګ راتګ بندیز ولګاوه، چې د تازه میوو بار وړونکیو لاریو ته د تګ راتګ آسانتیاوې برابره شي.
د مالیې وزارت د لارښوونې له مخې، د ډبرو سکرو بار وړونکو موټرو ته به نور د تورخم له ګمرک څخه د تېرېدو اجازه نه ورکول کېږي او له بدیلو لارو به کار واخلي.
د مالیې وزارت د لارښوونې له مخې، د ډبرو سکرو بار وړونکیو موټرو ته به نور د تورخم له ګمرک څخه د تېرېدو اجازه نه ورکول کېږي او له نورو بدیلو لارو به کار واخلي.
وزارت څرګندوي، دا اقدام د تازه میوو د خرابیدو او په لویو لارو کې د ترافیکي ګڼې ګوڼې د مخنیوي لپاره تر لاس لاندې نیول شوی دی.
ماليې وزارت څرګنده کړې؛ اوس په افغانستان کې د تازه میوو موسم دی او په زیاته اندازه تازه میوې د تورخم ګمرک له لارې صادریږي. د دغو فصلي میوو د خرابیدو او له ترافیکي تراکم څخه د مخنیوي په موخه د تورخم ګمرک به د ډبرو سکرو د صادراتو پر مخ بندوي.
د یاد وزارت د ټینګار له مخې؛ د ډبرو سکرو باروړونکي موټرچلوونکې دې د پکتیا، پکتیکا او خوست ګمرکونو له لارې خپل صادرات ترسره کوي.
د ماليې وزارت په داسې حال کې دغه پرېکړه د ټینګار وړ بولي، چې د تازه میوو د صادراتو لپاره نه یوازې آسانتیاوې رامنځته شي، بلکې د میوو د خرابېدو مخه هم ونیول شي.
افغانستان له ډېرې مودې راپدیخوا د میوو پراخ حاصلات لري او هر کال په زیاته اندازه پاکستان ته صادروي.
په افغانستان کې تر دې دمه لس ډوله مڼې، لس ډوله انار، ۲۴ ډوله زردالو، ۱۸ ډوله انګور، ۱۵ ډوله ګیلاس او ۱۹ ډوله شفتالو پېژندل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې اسلامي امارت ویلي؛ پاکستان ته یې د ډبرو سکرو صادرات زیات کړي دي.
دویچه ویله هم راپور ورکړی، چې که څه هم حکومت د نړیوالې ټولنې لخوا پر رسمیت پېژندل شوی ندی او نشي کولی بهرنی تمویل ترلاسه کړي، د ډبرو سکرو پر صادراتو یې مالیه هم لوړه کړې ده.
د اسلامي امارت د مالیې وزارت ویاند احمد ولي حقمل رویټرز ته ویل: د ډبرو سکرو صادرات زیات شوي؛ ځکه چې مونږ په دې اړه سوداګرو ته اړوند آسانتیاوې برابرې کړې دي.
هغه وایي؛ په تېرو شپږ مياشتو کې له افغانستان څخه د ١٦ ميليارد افغانيو پر ارزښت د ډبرو سکاره صادر شوي، چې درې ميليارد افغانۍ (شاوخوا ٣٣ ميليون ډالر) يې له ګمرکونو راغلي دي.
دويچه ويله څرګنده کړې؛ پاکستانيو چارواکو تر اوسه په دې اړه څه ندي ويلي؛ خو حکومتي سرچينې وايي، له افغانستان څخه د ډبرو سکرو صادرات ډېر شوي او ښايي په مياشت کې تر ٥٠٠ زره ټنو پورې سکاره ګاونډ هېوادونو ته صادر شي.
پاکستان دا مهال د خپلو ډبرو درې پر څلورمه برخه له جنوبي آفریقا واردوي.
تېره ورځ په افغانستان کې د پاکستان سفیر منصور احمد خان په یوه ټویټ کې ویلي وه، چې د افغانستان د ډبرو سکرو د اتحادیې له مشر حاجي محمد رسول توتاخېل سره یې وکتل، چې له افغانستان څخه پاکستان ته د ډبرو سکرو په لېږدولو کې د لوژستیکي ستونزو د حل په موخه خبرې وکړي.
منصور احمد خان ټویټ کړی، چې دا د سوداګرۍ او ارتباطاتو د ودې لپاره یو اړينه ګام دی.
سوداگري
په ۲۰۲۶ کال کې د افغانستان او روسیې ترمنځ سوداګري ۱۵۰ سلنه زیاته شوې
د خپرو شویو راپورونو له مخې؛ دا موضوع د روسیې د لومړي وزیر مرستیال الکسي اورچوک او د افغانستان بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي ترمنځ په لیدنه کې مطرح شوې ده.
د ۲۰۲۶ز.کال په لومړیو اووه میاشتو کې د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ کچه د تېر کال د همدومره وخت پر پرتله ۱۵۰ سلنه زیاته شوې ده.
د خپرو شویو راپورونو له مخې؛ دا موضوع د روسیې د لومړي وزیر مرستیال الکسي اورچوک او د افغانستان بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي ترمنځ په لیدنه کې مطرح شوې ده.
دواړو لوریو د سوداګرۍ، انرژۍ او پانګونې په برخو کې د همکاریو پر پراختیا او د ټرانزیټي اړیکو پر پیاوړتیا خبرې کړې دي.
د شمال – جنوب د نړیوال ټرانزیټي دهلیز پراختیا او د دواړو هېوادونو د سوداګرو ترمنځ د همکاریو زیاتول هم د دې خبرو له مهمو موضوعاتو څخه ول.
د روسیې د ګمرکي معلوماتو له مخې، په ۲۰۲۵ز.کال کې د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ ارزښت شاوخوا ۳۲۶ میلیون ډالره ول؛ خو د افغانستان د شمېرو له مخې، دغه کچه شاوخوا ۵۹۰ میلیون ډالر ول. سره له دې دواړه لوري په ۲۰۲۵ز.کال کې د تېر کال پر پرتله د سوداګرۍ پر پام وړ زیاتوالي ټینګار کوي.
روسیه افغانستان ته تر ډېره طبیعي ګاز، پټرول، ډیزل، غنم، اوړه، د لمرګلي غوړي او نخود صادروي.
همارنګه له افغانستان څخه روسیې ته د صادراتو ارزښت شاوخوا ۴ میلیون ډالره اټکل شوی، چې ممیز، وچ زردالو، انار، انګور، مڼې، ګیلاس، پنبه، هندواڼې او ځینې طبي بوټي رانغاړي.
همداراز د ټرانس – افغان اوسپنې پټلۍ د پراختیا طرحه کولی شي افغانستان د منځنۍ آسیا او سمندري بازارونو ترمنځ پر یوه مهمه ټرانزیټي لار بدل کړي او روسیې ته د افغانستان بازارونو ته د ډېر لاسرسي زمینه برابره کړي.
سوداگري
په سعودي عربستان کې د افغانستان له محصولاتو هرکلی وشو
دغه نندارتون د ۲۰۲۶ز.کال د سېپټمبر له اووهویشتمې څخه تر نههویشتمې جوړ شوی و، چې افغان شرکتونو په کې وچه مېوه، مغز لرونکي توکي، درمل، د انارو اوبه او د مېوو جوسونه نندارې ته وړاندې کړل.
پېنځه افغان شرکتونو د سعودي عربستان د ۲۰۲۶ز.کال د جدې په خوراکي نندارتون کې د افغانستان محصولات نندارې ته وړاندې کړل، چې د سعودي پېرودونکو له هرکلي سره مخ شوي دي.
دغه نندارتون د ۲۰۲۶ز.کال د سېپټمبر له اووهویشتمې څخه تر نههویشتمې جوړ شوی و، چې افغان شرکتونو په کې وچه مېوه، مغز لرونکي توکي، درمل، د انارو اوبه او د مېوو جوسونه نندارې ته وړاندې کړل.
د اروپايي ټولنې پر مالي ملاتړ او د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام (UNDP)د خوړو او کرنې ادارې (FAO)، د کډوالۍ نړیوالې ټولنې (IOM) او د ملګرو ملتونو د نشهيي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې دفتر (UNODC) پر همکارۍ د افغانستان د ټولنې د مقاومت پروګرام په دې نندارتون کې د افغان شرکتونو له ګډون ملاتړ کړی دی.
د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام د څرګندونو له مخې، د دغه پروګرام موخه د زیانمنو کورنیو او خلکو لپاره د نویو فرصتونو رامنځته کول او له افغان تولیدوونکو سره مرسته کول دي، چې کورنیو او نړیوالو بازارونو ته لاسرسی ومومي.
تېر کال په دوه نړیوالو نندارتونونو کې د دغه پروګرام تر ملاتړ لاندې افغان شرکتونو د ۲۵ میلیون ډالرو پر ارزښت سوداګریز فرصتونه ترلاسه کړي دي.
ټاکل شوې، چې د هند په ممبۍ ښار کې د «اناپورنا انټر فوډ» په نړیوال نندارتون کې هم، چې د ۲۰۲۶ کال د ډسمبر له نهمې تر یوولسمې جوړیږي؛ له ۸ څخه تر ۱۰ پورې نور افغان شرکتونه هم خپل محصولات نندارې ته وړاندې کړي.
سوداگري
ملا برادر په کابل کې د امام ابوحنیفه پېنځم نړیوال نندارتون پرانیست
ملا برادر د دغه نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې ویلي، اسلامي امارت هڅه کوي د سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې اړینې آسانتیاوې برابرې کړي، د سوداګرو پر وړاندې خنډونه کم کړي او خصوصي سکټور ته د مناسب فعالیت زمینه برابره کړي.
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر نن(چارشنبه) په کابل کې د افغانستان د نړیوال نندارتون په مرکز کې د امام ابوحنیفه(رح) پېنځم نړیوال نندارتون پرانیست.
ملا برادر د دغه نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې ویلي، اسلامي امارت هڅه کوي د سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې اړینې آسانتیاوې برابرې کړي، د سوداګرو پر وړاندې خنډونه کم کړي او خصوصي سکټور ته د مناسب فعالیت زمینه برابره کړي.
نوموړي ویلي، دغه نندارتون د افغانستان د اقتصادي ظرفیتونو په پېژندنه، د کورنیو تولیداتو ملاتړ، د سوداګریزو اړیکو پراختیا او د افغانستان او سیمې ترمنځ د مستقیمو سوداګریزو اړیکو پیاوړتیا کې مهم ګام دی.
ملا برادر زیاته کړې، د افغانستان کرنیز، صنعتي او سوداګریز محصولات؛ لکه تازه او وچې مېوې، لوړ کیفیت لري او کولی شي د سوداګریزو اړیکو په پیاوړتیا او د افغانستان د تولیداتو لپاره د سیمهییزو او نړیوالو بازارونو په موندلو کې مهم رول ولوبوي.
نوموړي ویلي:« د سیمې او نړۍ د هېوادونو ترمنځ سوداګریزې اړیکې د سوداګرۍ پر یوه مهم اصل؛ یعنې نسبي او مطلقو امتیازونو ولاړې دي، چې د نړۍ هېوادونه وکولی شي د تولیداتو، صنعتونو او ټکنالوژۍ په بېلابېلو برخو کې خپلې اړتیاوې پوره کړي.»
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال زیاته کړې، هر هېواد د تولیداتو او محصولاتو په برخه کې نسبي یا مطلق امتیازونه لري او دا چاره د سیمهییزې او نړیوالې سوداګرۍ له بنسټیزو عواملو څخه ده.
ملا برادر ویلي، اسلامي امارت د محدودو امکاناتو ترڅنګ د اقتصادي ودې او پراختیا د نیمګړو پروګرامونو له بشپړولو سره، د هېواد د اقتصادي بنسټونو د بیا رغونې لپاره نوي پړاوونه هم پیل کړي دي.
نوموړي د واخان اقتصادي او سوداګریز سړک پرانیستې ته په نغوته کې څرګنده کړه:« دغه سړک چین د افغانستان له لارې په تر ټولو لنډه لار د اروپا له بازارونو سره نښلوي او افغانستان په سیمه کې پر یوه فعال ټرانزیټي او سوداګریز مرکز بدلوي.»
ملا برادر زیاته کړې، د ټرانزیټي عوایدو ترڅنګ به د وخت پر تېرېدو د دې لارې په اوږدو کې لویې او مهمې بېخبناوې هم جوړې شي.
هغه ویلي، د سیمې د نښلولو لپاره د اسلامي امارت هڅې ښيي، چې افغانستان د خپلو پولو د« ګواښ له ټکو څخه د سټراټېژیکې اقتصادي همکارۍ د نښلولو پر ټکو» د بدلولو په حال کې دی او دا چاره د حکومت له لومړیتوبونو څخه ده.
دغه راز د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي په افغانستان کې د متقابلو ګټو پر بنسټ د بهرنیو پانګونو غوښتنه وکړه.
نوموړي ویلي، اسلامي امارت به په راتلونکي کې له هېواده بهر د افغانستان د کانونو د اومه توکو د لېږد اجازه ورنهکړي.
د امام ابوحنیفه(رح) په پېنځم عمومي او نړیوال نندارتون کې د سلګونو کورنیو او بهرنیو شرکتونو محصولات او تولیدات په شاوخوا ۶۰۰ غرفو کې نندارې ته وړاندې شوي دي. په دغو غرفو کې خوراکي توکي، درمل، لبنیات، ودانیز توکي، لاسي صنایع، غالۍ، پلاسټیک او اوسپنې ویلې کولو محصولات نندارې ته اېښودل شوي دي.
دغه نندارتون به اووه ورځې روان وي.
-
تازه خبرونه4 days agoآریانا افغان هوایي شرکت د یو پاکستاني شرکت ۱۵ کلن انحصار پای ته ورساوه
-
سیمه ییز خبرونه2 days agoسوریه د حوثیانو پر وړاندې په جګړه کې سعودي عربستان ته خپله پوځي مرسته ارزوي
-
سیمه ییز خبرونه4 days agoد یمن دولتي ځواکونو د بابالمندب تنګي شاوخوا سیمې بېرته ونیولې
-
لوبی5 days agoد افغانستان کرکټ لوبډله په راتلونکو میاشتو کې له ګڼو نړیوالو لوبو سره مخ ده
-
سوداگري3 days agoملا برادر په کابل کې د امام ابوحنیفه پېنځم نړیوال نندارتون پرانیست
-
نړۍ4 days agoسعودي، ترکیې او پاکستان ګډ دفاعي تړون پلي کړ
-
تازه خبرونه3 days agoد افغانستان د کرنې وزیر په نړیواله غونډه کې د ګډون لپاره تاشکند ته تلی
-
تازه خبرونه3 days agoله پاکستان څخه د افغانانو ستنېدل باید په خپله خوښه او له درناوي سره وي ـ ګوټرش
