سوداگري
افغانستان او عربي اماراتو د هوایي ډګرونو او ځمکنیو خدماتو تړون لاسلیک کړ
د ترانسپورت وزارت او د عربي متحده امارا تو د ګاک جي – ۴۲ خصوصي شرکت ترمنځ د هېواد په هوایي ډګرونو کې د غوره خدماتو د وړاندې کولو لپاره تړون لاسلیک کړ.
د هېواد د هوایي ډکرونو د دغه تړون له مخې به د ګاک کمپنۍ د کابل، کندهار، مزارشریف او هرات په هوايي ډګرونو کې الوتکو ته د الوتنو پر مهال ځمکني غوره خدمات چمتو کوي.
د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند د دغه تړون د لاسلیک کېدو پر مهال ویلي، اسلامي امارت د هېواد د اقتصادي پياوړتیا لپاره پوره هڅه کوي، چې له دغه تړون سره به ټولې نړیوالې هوايي کمپنۍ د امن په فضا کې افغانستان ته الوتنې پيل او د سوداګرۍ کچه به ورسره لوړه شي.
ملا عبدالغنی برادر ډاډ زیاته کړې؛ په افغانستان کې امنیت تامین شوی او پانګوال د افغانستان د کانونو په ګډون په هر برخه کې، چې د پانګونې لیوا لتیا لري؛ پانګونه وکړي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ افغانستان غواړي، چې د نړۍ له ټولو هېوادونو سره ښې اقتصادي او هر اړخیزې اړیکی ولري.
د ترانسپورت وزارت مسوولینو ویلي د دې تړون له لاسلیک سره به د افغانستان هوایي ډګرونو ته نړیوالې الوتنې پيل شي.
د ترانسپورت وزارت سرپرست مولوی حمیدالله اخوندزاده څرګنده کړې؛ له دې تړون وروسته به د هېواد له هوايي ډګرونو الوتنې ډېرې شي او زمونږ په عوایدو او صادارتو کې به هم پراختیا رامنځته شي.
د عربي متحده امارتو د ګاک شرکت مشر رزاق اسلم محمد عبدالرازق ویلي: مونږ هیله من یوو، چې د خدمتونو له پیل سره به نور نړیوال شرکتونه، چې د افغانستان د الوتنو لپاره کاروي هم زمونږ له خدماتو برخمن او ځنډیدلي نړیوال پروازونه بېرته افغانستان ته پیل او پراخه شي.
د اقتصادي چارو کارپوهان هم د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت او د عربي متحده امارتو د هوايي ډګرونو د خدماتو په برخه کې د نويو فعالیتونو پیل د افغانستان د اقتصاد لپاره اړین بولي او زیاتوي، چې باید دهېواد د هوايي خدماتو د وړاندې کولو لپاره نورې هڅې هم تر سره شي.
د یادونې ده، چې د هېواد د څلورو هوايي ډګرونو (کابل، کندهار، هرات او مزارشريف) د تنظيم او مدیریت قرارداد نن سې شنبه د غبرګولي ۳ د لومړي وزیر د مرستیال ملا عبدالغني برادر، د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر ملا خیرالله خیر خواه، د ترانسپورت او هوايي چلند وزیر حمید الله اخوندزاده او نورو لوړ پوړیو چارواکو په حضور کې د عربي متحده اماراتو د ګاک شرکت له مشر رزاق اسلم محمد عبدالرازق سره لاسلیک شو.
سوداگري
د افغانستان او قزاقستان د خصوصي سکټور ترمنځ ۲۵ تفاهملیکونه لاسلیک شول
د دې وزارت د خبرپاڼې له مخې، په دې هوکړهلیکونو کې د درملو، سابو، تازه او وچو مېوو د وارداتو او صادراتو ترڅنګ بانکي همکاري، اوړه، غنم، غوړي او کچالو هم رانغاړي.
سوداگري
د ایبک سمنټ پروژې تړون د ۶۷ میلیون ډالرو پر پانګونه لاسلیک شو
د کانونو او پټرولیم وزارت وایي، چې د دې فابریکې د تولید ظرفیت به په ورځ کې ۱۲۰۰ ټنه سمنټ وي.
د کانونو او پټرولیم وزارت ویلي، د سمنګان ولایت د فیروزنخچیر ولسوالۍ د ایبک سمنټ پروژې تړون د ۶۷ میلیون امریکايي ډالرو پر پانګونه لاسلیک شوی دی.
د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې، دا قرارداد د پنجشنبې پر ورځ د کانونو او پټرولیم وزیر هدایتالله بدري او د «ایبک سمنت» شرکت ترمنځ لاسلیک شو. د قرارداد له مخې، یاد شرکت به د تولید شوي هر ټن سمنټو په بدل کې ۲۰۰ افغانۍ د دولت حق الامتیاز (رویالټي) ورکوي.
د کانونو او پټرولیم وزیر د لاسلیک په مراسمو کې ویلي، دا پروژه د ۳۰ کلونو لپاره ورکړ شوې او د هغې دوام به د کانونو د اصولو، کړنلارو او په تړون کې د راغلو ژمنو له رعایت سره تړلی وي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې، د دې پروژې له عملي کېدا سره به شاوخوا ۶۰۰ کسانو ته د کار زمینه برابره شي. همداراز پانګوال شرکت ژمنه کړې، چې په ټاکلې موده کې به شاوخوا یو میلیون ډالر پر ټولنیزو خدماتو ولګوي.
د کانونو او پټرولیم وزارت وایي، چې د دې فابریکې د تولید ظرفیت به په ورځ کې ۱۲۰۰ ټنه سمنټ وي.
سوداگري
ډېرو مرکزي بانکونو د سرو زرو زېرمه کولو ته مخه کړې
دې نړیوالې ادارې ویلي، د بهرنۍ اسعارو د زېرمو ۴۵ سلنه مدیران، چې په دې سروې کې یې ګډون کړی؛ تمه لري، چې اړوند مرکزي بانکونه به په راتلونکو ۱۲ میاشتو کې د سرو زرو زېرمې زیاتې کړي. دا تر اوسه بېساری شمېر دی او د تېر کال پر پرتله دوه سلنه زیاتوالی ښيي.
د سرو زرو د نړیوالې شورا د یوې نوې نظرپوښتنې پایلې ښيي، چې ډېرو مرکزي بانکونو د سرو زرو د زېرمو زیاتولو ته مخه کړې ده.
دې نړیوالې ادارې ویلي، د بهرنۍ اسعارو د زېرمو ۴۵ سلنه مدیران، چې په دې سروې کې یې ګډون کړی؛ تمه لري، چې اړوند مرکزي بانکونه به په راتلونکو ۱۲ میاشتو کې د سرو زرو زېرمې زیاتې کړي. دا تر اوسه بېساری شمېر دی او د تېر کال پر پرتله دوه سلنه زیاتوالی ښيي.
د ۷۴ مرکزي بانکونو د دغې سروې له مخې، ۵۴ سلنه ځوابورکوونکو ویلي، چې د سرو زرو زېرمې به یې له بدلون پرته پاتې شي او یوازې یې د یوې سلنې د کمېدا شونتیا یاده کړې ده.
دغه راز ۹۳ سلنه ګډونوالو ویلي، چې اوسمهال سره زر د دوی د بهرنیو اسعارو د زېرمو برخه جوړوي. په داسې حال کې، چې دا کچه تېر کال ۸۱ سلنه وه.
د کړکېچونو پر مهال د سرو زرو ښه چلند، په اوږدمهال کې د ارزښت ساتنه، د زېرمو تنوع او د جیوپولیټیکي خطرونو پر وړاندې خوندیتوب هغه مهم عوامل بلل شوي، چې مرکزي بانکونه یې د دغه ګران بیه فلز د ساتلو لوري ته هڅولي دي.
یاد راپور دا هم ښيي، چې ځینې مرکزي بانکونه د خپلو سرو زرو د زېرمو د ساتنې ځایونه لېږدوي یا یې متنوع کوي. د سرو زرو د نړیوالې شورا د موندنو له مخې، Bank of England اوس هم د نړۍ د مرکزي بانکونو د سرو زرو د زېرمو د ساتنې تر ټولو محبوب مرکز ګڼل کېږي.
-
تازه خبرونه4 days agoد قزاقستان ولسمشر د منځنۍ آسیا او افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سیمهییز مرکز د جوړولو قانون توشیح کړ
-
سوداگري4 days agoد ایبک سمنټ پروژې تړون د ۶۷ میلیون ډالرو پر پانګونه لاسلیک شو
-
ساینس او ټیکنالوژي4 days agoاماراتو د ټولنیزو شبکو د کارولو عمر لږ تر لږه ۱۵ کاله وټاکه
-
تازه خبرونه2 days agoپه بلوڅستان کې د داعش خراسان د تبلیغاتي شبکې د فعالیتونو جزئیات څرګند شول
-
تازه خبرونه1 day agoقزاقستان د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کړکېچ کمېدو غوښتنه وکړه
-
سیمه ییز خبرونه5 days agoټرمپ او پزشکیان د سولې هوکړه لاسلیک کړه؛ د واشنګټن او تهران د سولې لپاره نوی ګام
-
تازه خبرونه4 days agoافغانستان سولې ته رسېدلی، اوس اقتصادي پرمختګ ته اړتیا لري – ذبیحالله مجاهد
-
تازه خبرونه2 days agoپه غزه کې د اسرائیلو پر بریدونو د یو ماشوم او د الجزیرې د یوه خبریال پر ګډون ۹ کسان وژل شوي
