سوداگري
پاکستان له افغانستان سره د پولو څو نورې لارې هم پرانېزي
د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق تېره ورځ ویلي، پاکستان پرېکړه کړې، چې له افغانستان سره د اقتصادي اړیکو د ودې او پراختیا لپاره به څو نورې لارې هم پرانیزي.
محمد صادق ټویټ کړی: دا لارې او دروازې د اقتصادي فعالیتونو آسانتیا او د مسافرو د ښه تنظیمولو لپاره دي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ لومړی به د چترال او کونړ تر منځ او د کوز دیر او کونړ تر منځ د بنشاهي لارې پرانیستل شي.
هغه څرګنده کړې، چې دا لړۍ به روانه وي او د دواړو هېوادونو ترمنځ به نورې سرحدي دروازې هم جوړې شي.
صادق زیاته کړې، دغه لارې به د تورخم، غلام خان، خرلاچي، انګور اډې او چمن-سپين بولدک پېنځه دروازې ترڅنګ جوړې شي.
د افغانستان اسلامي امارت تر اوسه پدې اړه څه ندي ویلي.
سوداگري
د هېواد یو اهل هنود پانګوال په کانونو کې پانګونې ته لیواله شو
د کانونو او پټرولیم وزارت چارسمبالي شهاب الدین دلاور له یوه اهل هنود پانګوال سره، چې د کانونو په برخه کې د پانګونې لپاره هېواد ته راستون شوی په خپل کاري دفتر کې وکتل.
د دې وزارت په خبرپاڼه راغلي؛ یاد پانګوال پرون ( د کب اووهویشتمه ) له شهاب الدین دلاور سره په کتنه کې د اسلامي امارت د هغې پرېکړې په اړه، چې د اهل هنود غصب شوي ملکیتونه راګرځوي خوښي څرګنده کړې او د افغانستان د سرب، جست، مرمر، ډبروسکرو کانونو په برخه کې یې پانګونې ته لیوالتیا څرګنده کړه.
د کانونو او پټرولیم وزارت چارسمبالي د هېواد دکاني زیرمو په برخه د پانګونې په اړه د هغه له لیوالتیا هر کلی وکړ او څرګندوي: افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی، ټول اهل هنود د نورو وګړو په څېر د هېواد په کاني زیرمو او نورو ټولو برخو کې شریک دي او اهل هنود پانګوال د نورو پانګوالو په څېر کولی شي د اصولو او مقرراتو مطابق د افغانستان د کانونو په برخه کې پانګونه وکړي. د کانونو او پټرولیم وزارت چمتو دی، چې په دې برخه کې همکاري وکړي.
ویل کیږي، چې دواړو لورو پر ملي یووالي د ټینګار ډاډ څرګند کړ او هېواد ته یې د ټولو افغان پانګوالو راستنېدا اړینه یاده کړه.
سوداگري
د سوداګرۍ او صنایعو وزارت د تېلو چاڼخونو ته ځمکه ځانګړې کوي
د صنایعو او سوداګرۍ وزارت چارسمبالي نورالدین عزیزي د نفتو د چانخونو له مسوولینو سره په کتنه کې ویلي؛ که د تېلو د چاڼخونو مسوولین پانګونې ته چمتو شي، نو د تېلو او ګازو د صنعتي پارک د رامنځته کېدا لپاره به ورته ځمکه ورکړ شي.
په دې کتنه کې د تېلو د چاڼخونو مسوولینو د تېلو د چاڼ لپاره د ځمکې او له قشقري څخه د تېلو د استخراج په اړه خپلې ستونزې وړاندې کړې او وړاندیز یې وکړ؛ هغه ځمکې، چې په کې پانګونه شوې دوی ته په واک کې ورکړ شي او د قشقري له حوزې څخه دې استخراج شوي تېل له اوبو، سلفر او مالګې پاک شي.
نورالدین عزیزي د هېواد له خصوصي سکتور سره د اسلامي امارت او په ځانګړي توګه د صنایعو او سوداګرۍ وزارت د همکارۍ او ملاتړ د اعلانولو پرمهال وویل: د چاڼخونو د ځمکې لپاره باید ګډه طرحه جوړه او دغه وزارت ته وسپارل شي او همدارنګه که د تېلو د چاڼخونو مسوولان د حیراتان په دوه لاري کې پانګونې ته چمتو شي؛ د تېلو او ګازو یو صنعتي پارک به جوړ او ځمکه به یې تر واک لاندې راولي.
همدارنګه د صنایعو او سوداګرۍ وزارت چارسمبالي د شته چاڼخونو د وړتیاوو پر لوړولو او د تېلو د کیفیت لوړولو تر څنګ د لویې چاڼخونې د جوړولو پر اړه د اقتصادي عالي کمیسیون پرېکړه ورسره شریکه کړه او څرګندوي، چې اسلامي امارت د خصوصي سکټور د زیانمېدو غوښتونکی ندی او دا د ملت او دولت پر زیان بولي.
سوداگري
د پاکستان سوداګرۍ وزارت مرستیال کابل ته راوبلل شو
د سوداګرۍ او صنایعو وزارت چارسمبالي نورالدین عزیزي د پاکستان سوداګرۍ له مرستیال وزیر محمد خرم سره په انلاین خبرو کې هغه ته د کابل د سفر بلنه ورکړه.
د سوداګرۍ او صنایعو وزارت په خبرپاڼه کې، چې نن (دوشنبه د کب یوویشتمه) خپره شوې؛ راغلي، چې په دې کتنه کې دواړو لورو په تېرو دوه نیمو کلونو کې پر شویو پرمختګونو، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د کچې زیاتوالي، د سوداګریزو ستونزو حل، د ټرانزیټي خنډونو لرې کولو، د لا زیاتو اسانتیاوو برابرولو، د اړیکو پر رامنځته کولو، د دواړو هېوادونو د دولتي او خصوصي سکټورونو ترمنځ د اړیکو او د سیمه ییزو همکاریو زیاتوالي خبرې وکړې.
-
لوبی5 days ago
راشدخان د ایرلینډ پروړاندې د ۲۰ آوریزو نړیوالو سیالیو لوبډلمشر شو
-
تازه خبرونه2 days ago
د هند د یوه پوهنتون په لیلیه کې پر لمونځ کوونکیو برید شوی
-
تازه خبرونه1 day ago
په نوي تعلیمي کال کې دې د نجونو ښوونځي او پوهنتونونه پرانیستل شي – حامد کرزی
-
سوداگري5 days ago
د سوداګرۍ او صنایعو وزارت د تېلو چاڼخونو ته ځمکه ځانګړې کوي
-
تازه خبرونه5 days ago
د افغانستان امانت صندوق تر اوسه ۲۷۰ میلیون ډالر ګټه کړې – انوارحق احدي
-
نړۍ2 days ago
د آیسلینډ اورشېندنې یو ځل بیا سرراپورته کړ
-
تازه خبرونه2 days ago
په بدخشان کې د سرو زرو کان د نړېدو له کبله دوه کارګر مړه شوي
-
نړۍ1 day ago
شمالي کوریا یو بالسټیک توغندی وتوغاوه