سوداگري

د تورخم ګمرک له لارې به د ‌ډبرو سکرو صادرات د تازه میوو لپاره ودرول شي

Published

on

(Last Updated On: غبرګولى ۹, ۱۴۰۱)

د افغانستان اسلامي امارت مالیې وزارت د دوشنبې پر ورځ د تورخم ګمرک له لارې د ډبرو سکرو د بار وړونکیو موټرو پر تګ راتګ بندیز ولګاوه، چې د تازه میوو بار وړونکیو لاریو ته د تګ راتګ آسانتیاوې برابره شي.

د مالیې وزارت د لارښوونې له مخې، د ډبرو سکرو بار وړونکو موټرو ته به نور د تورخم له ګمرک څخه د تېرېدو اجازه نه ورکول کېږي او له بدیلو لارو به کار واخلي.

د مالیې وزارت د لارښوونې له مخې، د ډبرو سکرو بار وړونکیو موټرو ته به نور د تورخم له ګمرک څخه د تېرېدو اجازه نه ورکول کېږي او له نورو بدیلو لارو به کار واخلي.

وزارت څرګندوي، دا اقدام د تازه میوو د خرابیدو او په لویو لارو کې د ترافیکي ګڼې ګوڼې د مخنیوي لپاره تر لاس لاندې نیول شوی دی.

ماليې وزارت څرګنده کړې؛ اوس په افغانستان کې د تازه میوو موسم دی او په زیاته اندازه تازه میوې د تورخم ګمرک له لارې صادریږي. د دغو فصلي میوو د خرابیدو او له ترافیکي تراکم څخه د مخنیوي په موخه د تورخم ګمرک به د ډبرو سکرو د صادراتو پر مخ بندوي.

د یاد وزارت د ټینګار له مخې؛ د ډبرو سکرو باروړونکي موټرچلوونکې دې د پکتیا، پکتیکا او خوست ګمرکونو له لارې خپل صادرات ترسره کوي.

د ماليې وزارت په داسې حال کې دغه پرېکړه د ټینګار وړ بولي، چې د تازه میوو د صادراتو لپاره نه یوازې آسانتیاوې رامنځته شي، بلکې د میوو د خرابېدو مخه هم ونیول شي.

افغانستان له ډېرې مودې راپدیخوا د میوو پراخ حاصلات لري او هر کال په زیاته اندازه پاکستان ته صادروي.

په افغانستان کې تر دې دمه لس ډوله مڼې، لس ډوله انار، ۲۴ ډوله زردالو، ۱۸ ډوله انګور، ۱۵ ډوله ګیلاس او ۱۹ ډوله شفتالو پېژندل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې اسلامي امارت ویلي؛ پاکستان ته یې د ډبرو سکرو صادرات زیات کړي دي.

دویچه ویله هم راپور ورکړی، چې که څه هم حکومت د نړیوالې ټولنې لخوا پر رسمیت پېژندل شوی ندی او نشي کولی بهرنی تمویل ترلاسه کړي، د ډبرو سکرو پر صادراتو یې مالیه هم لوړه کړې ده.

د اسلامي امارت د مالیې وزارت ویاند احمد ولي حقمل رویټرز ته ویل: د ډبرو سکرو صادرات زیات شوي؛ ځکه چې مونږ په دې اړه سوداګرو ته اړوند آسانتیاوې برابرې کړې دي.

هغه وایي؛ په تېرو شپږ مياشتو کې له افغانستان څخه د ١٦ ميليارد افغانيو پر ارزښت د ډبرو سکاره صادر شوي، چې درې ميليارد افغانۍ (شاوخوا ٣٣ ميليون ډالر) يې له ګمرکونو راغلي دي.

دويچه ويله څرګنده کړې؛ پاکستانيو چارواکو تر اوسه په دې اړه څه ندي ويلي؛ خو حکومتي سرچينې وايي، له افغانستان څخه د ډبرو سکرو صادرات ډېر شوي او ښايي په مياشت کې تر ٥٠٠ زره ټنو پورې سکاره ګاونډ هېوادونو ته صادر شي.

پاکستان دا مهال د خپلو ډبرو درې پر څلورمه برخه له جنوبي آفریقا واردوي.

تېره ورځ په افغانستان کې د پاکستان سفیر منصور احمد خان په یوه ټویټ کې ویلي وه، چې د افغانستان د ډبرو سکرو د اتحادیې له مشر حاجي محمد رسول توتاخېل سره یې وکتل، چې له افغانستان څخه پاکستان ته د ډبرو سکرو په لېږدولو کې د لوژستیکي ستونزو د حل په موخه خبرې وکړي.

منصور احمد خان ټویټ کړی، چې دا د سوداګرۍ او ارتباطاتو د ودې لپاره یو اړينه ګام دی.

Trending

Exit mobile version