تازه خبرونه
د جام څلي ساتنه د افغانستان د تاریخي میراث ساتنه ده – یونسکو
دې دفتر په فېسبوکپتاڼه کې لیکلي، د الیف بنسټ(ALIPH) پر مالي ملاتړ، د جام څلي د وضعیت د څارنې، د سېلابونو د خطرونو د کمولو او د سیمهییزو ټولنو د ملاتړ لپاره اقدامات روان دي.
په کابل کې د ملګرو ملتونو د ښوونې، علمي او کلتوري بنسټ(یونسکو) دفتر ويلي: د جام څلی، چې د دې بنسټ د نړیوال میراث په نوملړ کې ثبت دی؛ د طبیعي ګواښونو او د ساتنې د ستونزو له کبله له جدي خطرونو سره مخ دی او بېړنۍ پاملرنې ته اړتیا لري.
دې دفتر په فېسبوکپتاڼه کې لیکلي، د الیف بنسټ(ALIPH) پر مالي ملاتړ، د جام څلي د وضعیت د څارنې، د سېلابونو د خطرونو د کمولو او د سیمهییزو ټولنو د ملاتړ لپاره اقدامات روان دي.
د یونسکو د څرګندونو له مخې؛ په سیمه کې د یوه پُل د جوړولو چارې هم بشپړې شوې دي، چې د مرستندویه ډلو د لاسرسي د آسانتیا او د سیمې د اوسېدونکو لپاره د خوندي تګ راتګ د برابرولو په برخه کې مهم ګام بلل کېږي.
دغه راز د آغاخان بنسټ د الیف بنسټ پر مالي ملاتړ د جام څلي د جوړښتي پیاوړتیا او د دغه تاریخي اثر د اوږدمهالې ساتنې لپاره هڅې پیل کړې دي.
د یونسکو دفتر ټینګار کړی، چې د جام څلي ساتنه د بشریت د ګډ میراث ساتنه او راتلونکو نسلونو ته د هغه لېږدول دي.