تازه خبرونه
د جبل السراج د سمنټو فابريکې توليد پيل کړ
د پروان ولایت د جبل السراج په ولسوالۍ کې د سمنټو د تولید فابریکې له شلوکلوځنډ وروسته په کار پیل وکړ چې د ورځې به درې زره ټنه سمنټ توليد کړي.
د کانونو او پټرولیم وزارت مسولین وايي چې دغه فابریکه به په هرو څلورویشتو ساعتونو کې سل ټنه سمنټ تولید کړي. دویزیاتوي چې د دغې فابریکې تر څنګ به په جبل السراج کې د سمنټو د تولید یوه بله فابریکه هم جوره کړي چې په څلورویشتو ساعتونو کې به د درې زرو ټنو سمنټو د تولید ظرفیت ولري.
دغه فابریکه کورنیو جګړو کې سخته زیانمنه شوې وه او شاوخوا شل کاله یې فعالیت نه درلود. خو د کانونو وزارت په اویا میلیون افغانیو لګښت سره تولید ته جوګه کړه. د کانونو او پټرولیم وزارت مسولین وايي، دغه فابریکه د دې وړتیا لري چې په هرو څلورویشتو ساعتونو کې سل ټنه سمنټ تولید کړي. د کانونو او پټرولیم وزارت مسولین زياتوي،پلان لري د دې فابریکې تر څنګ د سمنټو د تولید بله فابریکه هم جوړه کړي.
د کانونو او پټرولیم وزارت مرستیال عبدالقدوس حامدي وايي: “د کانونو او پټرولیم وزارت په پلان کې لري چې په پروان کې د سمنټو یوه بله فابریکه هم جوړه کړي چې په جوړېدو سره به یې کورنی تولید زیات او زرګونو کسانو ته به د کار زمینه برابره شي.”
له بلې خوا د پروان والي وايي چې د ملي یووالي حکومت باید پروان کې نورو زیربنایي پروژو ته چې له جملې يې د ګلبهار نساجي او د پروان د برېښنا بند دي پاملرنه وکړي. والي وايي چې که په تېرو ۱۵کلونو کې په سهامي ډول هم د زېربنایی پروژو د تطبیق له پاره کار شوی وای، اوس به وزګارتیا دومره جدي نه وه.
د پروان والي انجینر عاصم وايي: “له دولت غواړو چې په پروان کې د نساجۍ فابریکې او د پروان د برېښنا د بند له پاره هم لاس په کار شي. زېربنایی پروژې نه یواځې پروان بلکې په ټول افغانستان کې تطبیق شي. که د دولت په توان کې نه وي، خصوصي سکتور دې را وبلل شي، که خصوصي سکتور یې نه شي کولای، خلک دې هم په دې کار کې شریک شي.”
د جبل السراج د سمنټو فابریکې مسولین وايي چې د مارکېټ او تولید په برخه کې هېڅ راز ستونزه نه لري، خو له دولت څخه د دغې فابریکې د کار د دوام له پاره د ملاتړ غوښتنه لري.
د جبل السراج د سمنټو د فابریکې مرستیال انجینر نجیم الله وايي: “د فابریکې په فعالیت خوښ یو، د بازار او کار له اړخه هېڅ ستونزه نه لرو، غوښتنه مو له دولت دا ده چې د دغې فابریکې د کار د دوام له پاره ملاتړ وکړي.”
د جبل السراج ولسوالۍ د سمنټو د تولید فابریکه په ۱۳۳۷لمریز کال کې جوړه شوې وه. اوس چې تازه فعاله شوې یوسل او شلو کسانو ته به د مستقیم کار او پنځو زرو ته د غیر مستقیم کار زمینه برابره شي.
خبريال:اسلم حجاب