تازه خبرونه

د خامنه‌يي جنازې ته د اسلامي امارت رییس‌الوزراء وبلل شو

دا بلنلیک په کابل کې د ایران سفیر علي‌رضا بېکدلي د ریاست‌الوزراء د دفتر لوی ريیس ملا عبدالواسع ته سپارلی دی.

Published

on

ایران د افغانستان اسلامي امارت رییس‌الوزراء ملا محمدحسن آخوند ته د پخواني مذهبي مشر علي خامنه‌يي د جنازې او خاورو ته د سپارلو په مراسمو کې د ګډون رسمي بلنه ورکړې ده.

دا بلنلیک په کابل کې د ایران سفیر علي‌رضا بېکدلي د ریاست‌الوزراء د دفتر لوی ريیس ملا عبدالواسع ته سپارلی دی.

د ارګ د خبرپاڼې له مخې، ملا عبدالواسع په دې لیدنه کې د ایران او امریکا ترمنځ د جګړې د پای ته رسېدو لپاره د هوکړه‌لیک له لاسلیک هرکلی کړی او هغه یې د سیمې د ثبات پر لور مثبت ګام بللی دی.

د ایران سفیر علي‌رضا بېکدلي په دې لیدنه کې د افغانستان او ایران اړیکې تاریخي او ژورې بللې او د جګړې پر مهال یې د اسلامي امارت او د افغانستان د خلکو له خواخوږۍ مننه کړې ده.

هغه زیاته کړې، چې له سختو شرایطو سره – سره د دواړو هېوادونو سیاسي او اقتصادي اړیکې بې‌له ځنډه روانې پاتې دی.

ملا عبدالواسع هم د افغانستان او ایران اړیکې ټینګې او نه بېلېدونکې بللې او ټینګار یې کړی، چې د جګړې پر مهال هم د دواړو اسلامي هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د کچې لوړېدل د کابل او تهران ترمنځ د نږدې اقتصادي او امنیتي اړیکو څرګندونه کوي.

نوموړي په ګاونډ هېوادونو کې د افغان کډوالو وضعیت ته په نغوته کې هیله څرګنده کړې؛ ایران به د افغان کډوالو د استوګنې او بېرته ستنېدا په بهیر کې پوره آسانتیاوې برابرې کړي، چې پر وینا یې کولی شي د دواړو هېوادونو ترمنځ دوستانه اړیکې نورې هم پیاوړې کړي.

د یادونې ده، چې علي خامنه‌يي شاوخوا څلور میاشتې مخکې په تهران کې د امریکا او اسرائیل په ګډ برید کې ژوند له لاسه ورکړ.

Trending

Exit mobile version