Connect with us

تازه خبرونه

په بلوڅستان کې د داعش خراسان د تبلیغاتي شبکې د فعالیتونو جزئیات څرګند شول

د راپور له مخې، احمد کازانجي، چې تازه په پاکستان کې د داعش خراسان څانګې ته د منسوب فعالیت په تور نیول شوی، څېړونکو ته ویلي، چې د بلوچستان په غرنیو سیمو کې یې د دغې ډلې لپاره پر ترکي ژبه پوسټرونه او نور تبلیغاتي توکي چمتو کول.

خپور شوی

د

 

ترکي رسنۍ «قیصه دالغا» د پاکستان د بلوڅستان ایالت د داعش خراسان د تبلیغاتي شبکې یو ترکي وګړی احمد کازانجي، چې د دغې ډلې د رسنیو په څانګه کې یې د ترکي ژبې تبلیغاتي توکي خپرول او تېره اوونۍ په پاکستان کې نیول شوی؛ د فعالیتونو په اړه نوي جزئیات خپاره کړي دي.

د راپور له مخې، احمد کازانجي، چې تازه په پاکستان کې د داعش خراسان څانګې ته د منسوب فعالیت په تور نیول شوی، څېړونکو ته ویلي، چې د بلوڅستان په غرنیو سیمو کې یې د دغې ډلې لپاره پر ترکي ژبه پوسټرونه او نور تبلیغاتي توکي چمتو کول.

په راپور کې راغلي، چې کازانجي له ۲۰۲۴ز. کال راوروسته له قونیې ښار څخه داعش ته ور اوښتی و او وروسته له هغې، چې په ناقانونه توګه د ایران له لارې پاکستان ته تللی؛ د بلوڅستان په سیمه کې یې د داعش خراسان د رسنیو له څانګې سره کار پیل کړی و.

احمد کازانجي، چې د «ابو عبیده» او «ابو ابراهیم» پر مستعارو نومونو هم پېژندل کېده، ترکي چارواکو ته ویلي، چې په جګړه‌ییزو فعالیتونو کې یې برخه نه‌ده اخیستې؛ بلکې په خپله خوښه یې د رسنیو په دفتر کې کار کاوه.

د «قیصه دالغا» د راپور له مخې، بلوڅستان د داعش خراسان د فعالیتونو له مهمو سیمو څخه بلل کېږي او د مستونګ، کلات، خضدار، بولان او سِبي سیمې څو ځله د دغې ډلې د کمپونو او بنسټونو اړوند په امنیتي او خبري راپورونو کې یادې شوې دي.

راپور د اوزګور آلتون، چې په «ابو یاسر الترکي» مشهور و؛ دوسیې ته هم اشاره کړې ده. نوموړی تېر کال د ترکیې د ملي استخباراتو په عملیاتو کې د ډیورنډ کرښې ته نږدې نیول شوی و.

امنیتي سرچینو دغې رسنۍ ته ویلي، چې آلتون د داعش خراسان د ترکي ژبې تبلیغاتي فعالیتونو، د غړو د جذب او سیمې ته د کسانو د لېږد د لارو چارو په برابرولو کې مهم رول درلود.

کازانجي څېړونکو ته ویلي، چې له آلتون سره یې هېڅکله مخامخ لیدنه نه‌ده کړې او اړیکه یې یوازې د ټیلیګرام له لارې ورسره وه.

هغه همداراز ویلي، چې تر یوه وخته وروسته یې د سیمې له شرایطو سره ځان برابر نه‌شو کړی او پرېکړه یې وکړه، چې له دغې ډلې ووځي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې، غوښتل یې د ایران له لارې بېرته ترکیې ته ستون شي.

د راپور له مخې، د ترکیې ملي استخباراتو کازانجي هغه مهال وپېژاند، چې د بلوچستان په غرنیو سیمو کې د تګ په حال کې و او وروسته یې ترکیې ته ولېږداوه.

ویل کېږي، د څېړنو له بشپړېدا وروسته نوموړی زندان ته لېږل شوی دی.

تازه خبرونه

سوداګر دې قانوني پانګونه وکړي – د بدخشان والي مرستیال

حقجو په فیض‌آباد ښار کې د افغان ملي بانک د پرانیستلو د مراسمو پر مهال له سوداګرو وغوښتل، چې د شتمنېدا لپاره خپلې پانګې د نشه‌يي توکو قاچاق ته ځانګړې نه‌کړي او په دې کار سره ځوانان پر نشه‌يي توکو اخته نه‌کړي.

Published

on

د بدخشان ولایت د والي مرستیال جمال‌الدین حقجو له سوداګرو غوښتي، چې خپلې پانګې په قانوني او تولیدي برخو کې ولګوي او د هېواد په اقتصادي وده کې ونډه واخلي.

حقجو په فیض‌آباد ښار کې د افغان ملي بانک د پرانیستلو د مراسمو پر مهال له سوداګرو وغوښتل، چې د شتمنېدا لپاره خپلې پانګې د نشه‌يي توکو قاچاق ته ځانګړې نه‌کړي او په دې کار سره ځوانان پر نشه‌يي توکو اخته نه‌کړي.

حقجو وویل، اوس مهال په ټول افغانستان کې زرګونه کسان په نشه‌يي توکو روږدي دي او له سوداګرو یې وغوښتل، چې د نشه‌يي توکو په قاچاق کې پانګونه ونه‌کړي.

دغه راز په دې مراسمو کې نورو سیمه‌ییزو چارواکو له ولس وغوښتل، چې د حکومت پر وړاندې د درېدا پر ځای دې د هېواد د اقتصادي ودې لپاره کار وکړي.

دوی ویلي؛ د اقتصادي فعالیتونو پراختیا کولی شي د بېوزلۍ او نورو هغو ستونزو په کمولو کې مرسته وکړي، چې زرګونه کورنۍ ورسره مخ دي.

چارواکو له بانکونو او سوداګرو هم وغوښتل، چې خپل فعالیتونه د اسلامي اصولو له مخې ترسره کړي.

د افغان ملي بانک نوې پرانیستل شوې څانګه به د بدخشان اوسېدونکو ته بانکي خدمتونه وړاندې کړي.

د بانک ملي بانک چارواکي وايي؛ هغه دولتي کارکوونکي، چې معاشونه یې د دې بانک له لارې ترلاسه کیږي؛ د بانک د تګلارې له مخې به د پور له خدمتونو هم برخمن شي.

د بدخشان اوسېدونکو د دې څانګې پرانیستل بانکي خدمتونو ته د لاسرسي د آسانتیا لپاره مهم وبلل او له بانکونو یې وغوښتل، چې د دغه ولایت په لرې پرتو ولسوالیو کې هم خپلې څانګې پرانیزي.

چارواکو له سوداګرو او دولتي ادارو وغوښتل، چې د پانګونې او د بانک له خدمتونو څخه د ګټې اخیستنې له لارې د دغه بانک ملاتړ وکړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په ایران کې د ټرافیکي پېښې له کبله اووه افغان کډوال مړه شوي

د بشري حقونو د «حال‌وش» بنسټ د راپور له مخې؛ دغه ټرافیکي پېښه د جمعې پر ورځ( د ۱۴۰۵ لمریز لېږدیز کال د سنبلې پر اووه‌ویشتمه) د سیستان او بلوچستان په سرباز نومې سیمه کې رامنځته شوې ده.

Published

on

د ایران په سیستان او بلوچستان ولایت کې د افغان کډوالو لېږدوونکي موټر او د تېلو لېږدوونکي موټر د ټکر له کبله اووه کسان مړه شوي دي.

د بشري حقونو د «حال‌وش» بنسټ د راپور له مخې؛ دغه ټرافیکي پېښه د جمعې پر ورځ( د ۱۴۰۵ لمریز لېږدیز کال د سنبلې پر اووه‌ویشتمه) د سیستان او بلوچستان په سرباز نومې سیمه کې رامنځته شوې ده.

د سیستان او بلوچستان د ټرافیک پولیسو قومندان سیاوش محبي ویلي، چې افغان وګړي ناقانونه ایران ته راننوتلي وه.

هغه زیاته کړې، چې په دې پېښه کې نهه نور ټپیان شوي دي.

محبي د پېښې لامل د کډوالو لېږدوونکي موټر د چلوونکي بې‌احتیاطي بللې ده.

 
Continue Reading

تازه خبرونه

د اسلامي همکاریو ټولنه د افغانستان په اړه د تماس ډلې ناسته تر سره کوي

د اسلامي همکاریو ټولنې ویلي، په دې غونډه کې به د افغانستان پر روان وضعیت، د دغه هېواد له خلکو سره د ملاتړ او د افغانستان په اړه د ګډو هڅو پر څرنګوالي خبرې وشي.

Published

on

د اسلامي همکاریو ټولنې اعلان کړی، چې د افغانستان په اړه د دې ټولنې د تماس ډلې غونډه به د ملګرو ملتونو د یواتیاومې عمومي غونډې په څنډه کې ترسره شي.

د اسلامي همکاریو ټولنې ویلي، په دې غونډه کې به د افغانستان پر روان وضعیت، د دغه هېواد له خلکو سره د ملاتړ او د افغانستان په اړه د ګډو هڅو پر څرنګوالي خبرې وشي.

د غونډې موخه د افغانستان په اړه د اسلامي همکاریو ټولنې د غړیو هېوادونو ترمنځ د نظرونو همغږي او د دغه هېواد د وضعیت په تړاو د ګډ دریځ پیاوړتیا بلل شوې ده.

د ملګرو ملتونو د یواتیاومې عمومي غونډې په څنډه کې به د اسلامي همکاریو ټولنې د غړیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو کلنۍ غونډه هم ترسره شي.

د بهرنیو چارو وزیرانو په دې کلنۍ غونډه کې به د اسلامي نړۍ پر مهمو موضوعاتو سربېره د افغانستان وضعیت او له دغه هېواد سره د اړیکو او همکاریو د پراختیا په اړه هم خبرې وشي.

د اسلامي همکاریو ټولن د افغانستان د وضعیت په اړه د تماس ډله کې د غړیو هېوادونو استازي شامل دي او دغه ډله د افغانستان اړوند د بحثونو او د نظرونو د همغږۍ لپاره جوړ شوې ده.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!