نړۍ
د خپل سیمه ییز شتون خوندي کولو لپاره ان اټومي وسلې کارولی شو- روسیه
د کرملین یوه ویاند ویلي، چې روسیه به هغه وخت له اټومي وسلو کار واخلي، چې په سیمه کې یې شتون ته خطر رامنځته شي.
دا څرګندونې په داسې حال کې رامنځته کېږي، چې روسیې له تېرې یوې میاشتې راپدیخوا پر اوکراین پوځي یرغل روان ساتلی دی.
لویدیځ هېوادونه اندېښنه لري، چې د اوکراین جګړه کیدی شي پر اټومي جګړې بدله شي.
د کرملین ویاند دیمیتري پیسکوف یوې امریکایي سرچینې CNN ته په ډاګه کړې: مونږ د داخلي امنیت په اړه عام اند لرو؛ تاسې کولی شئ د اټومي وسلو د کارولو ټول دلیلونه ولولئ. که زمونږ د هېوادني شتون ته کوم ګواښ وي؛ نو شونې دخه، چې (اټومي وسلې) هم وکارول شي.
له دې مخکې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین سپارښتنه کړی وه، چې د خپل هېوادني اټمي ځواکونه تیارسۍ وساتي.
د دغه فرمان له مخې، د روسيې دفاع وزارت د فبرورۍ پر ۲۸ نېټه څرګنده کړې وه، چې د ذروي توغنديو ځواکونه او د شمالي او ارام سمندر بېړۍ یې پرمختللي جنګي روزنیزې هڅې کوي.
دا په داسې حال کې ده، چې له دې مخکې د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټریش د مارچ پر ۱۴ ویلي وه: د اټومي شخړې شونتیا، چې یو وخت یې فکر هم نشو کېدی؛ اوس یې شونتیا ډېره نږدې شوې ده.
