تازه خبرونه
د خیبر پښتونخوا حکومت په کابل کې د سرطان روغتون د جوړولو لهپاره د مرستې وړاندیز وکړ
دا وړاندیز د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر علي امین خان ګنډاپور د شنبې پر ورځ په اسلام آباد د افغانستان له استازي سردار احمد شکیب سره د لیدنې پر مهال وکړ.
د خیبر پښتونخوا حکومت د دوه اړخیزو اړیکو او بشري همکاریو د پیاوړتیا لپاره د افغانستان په کابل کې د یوې مهمې هڅې په توګه د سرطان د عصري روغتون په جوړولو کې د مرستې وړاندیز کړی دی.
دا وړاندیز د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر علي امین خان ګنډاپور د شنبې پر ورځ په اسلام آباد د افغانستان له استازي سردار احمد شکیب سره د لیدنې پر مهال وکړ.
د خیبر پښتونخوا د پارلمان د خپرې شوې رسمي خبرپاڼې له مخې؛ وزیر اعلی د کرنې په برخه کې هم د بشپړ ملاتړ ژمنه وکړه، چې د سیمې پراختیا او د خلکو ترمنځ د ښکېلتیا لپاره د ایالت ژمنتیا پر ګوته کوي.
په خبرپاڼه کې راغلي؛ دا وړاندیز د خیبر پښتونخوا حکومت د افغانانو د هوساینې او پرمختګ لپاره د معنا وړ ونډې اخیستلو لپاره چمتووالی ښیي.
د همکارۍ د پراخولو په هڅه کې ګنډاپور له افغانستان څخه د لیدنې لپاره د یو ځانګړي پلاوي د جوړولو اعلان هم وکړ.
هغه ویلي؛ پلاوی به د دواړو هېوادونو ترمنځ د پل په توګه په اړینو برخو کې باور، همغږي او عملي همکارۍ ودې ته کار وکړي.
په دې لیدنه کې د دوه اړخیزو اړیکو، سوداګرۍ او ټرانزیت، د افغان کډوالو چارو او د پولې هاخوا اړیکو په ګډون پر پراخو مسلو ژورې خبرې اترې وشوې. دواړو خواوو د ګډې ژبې، قوم، قبیلوي او مذهبي اړیکو پر بنسټ د اړیکو د پیاوړتیا پر اړتیا ټینګار وکړ او د سولې، متقابل درناوي او سیمهییز ثبات لپاره یې خپلې ژمنې بیا تائید کړې.
د اطلاعاتو په برخه کې د وزیر اعلی سلاکار وکیل محمد عليسیف هم حاضر و، چې له اړوند افغان چارواکو سره د همغږۍ دنده ورته وسپارل شوه او پر وړاندیز شویو نوښتونو، دوامداره ښکېلتیا او څارنې ټینګار وشو.
سردار احمد شکیب د خیبر پښتونخوا د حکومت له دې هڅې هرکلی وکړ، د افغان کډوالو د اوږدمهاله ملاتړ او پراخو بشري هڅو ستاینه یې وکړه.
هغه د دوه اړخیزو اړیکو او په سیمه کې د سولې او سوکالۍ د ډاډمنولو لپاره د ګډو هڅو د پیاوړتیا لپاره د افغانستان لېوالتیا بیا تائید کړه.
دواړو خواوو د همکارۍ، ثبات او متقابل درناوي له لارې له بهرنیو ګواښونو سره د ګډې مبارزې او د راتلونکو نسلونو د راتلونکي د خوندي کولو پر اړتیا هم ټینګار وکړ.