تازه خبرونه
د داعش پر یوه پټنځي د برید پر مهال درې مهم داعشیان ووژل شول: مجاهد
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي؛ د سې شنبې پر شپه په کابل کې د یو لړعملیاتو پر مهال د داعش درې مهم غړي وژل شوي دي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد تویت کړې؛ تېره شپه د کابل ښار د ۱۲ حوزې د بتخاک څلورلاري په اړوند سیمه کې د داعش پر پټنځي عمليات وشول؛ د داعشيانو درې مهم غړي وژل شوي؛ وسلې، لاسي بمونه، چاودېدونکي توکي، ډېر شمېر ريموت او د ماين جوړونې وسايل ونیول شول.
د مجاهد په وینا؛ داعش له دغه پټنځي څخه په کابل ښار کې د بریدونو لپاره کار اخیستی او پلان یې درلود، چې د روژې په مبارکه میاشت کې مقدس ځایونه او ملکي وګړي ووژني.
مجاهد وايي، په دې عملیاتو کې ملکي وګړیو او مجاهدینو ته کوم ځاني زیان ندی اوښتی.
دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي په دې وروستیو کې له دولتي تلویزون RTA سره په مرکه کې ویلي وه، چې داعش په هېواد کې د پښې ایښودو نه لري او دا، چې په افغانستان کې د دغې ډلې لخوا کوم برید ترسره کیږي؛ له بهره واردیږي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ دا د ویاړ خبره ده، چې افغانان په خپلو کې کومه ستونزه نلري.