تازه خبرونه

د دولتي شرکتونو د فعالېدو لپاره هڅې روانې دي – مالیې وزارت

Published

on

Last Updated on: مرغومی ۱۷, ۱۴۰۱

د مالیې وزارت چارواکو څرګنده کړې؛ هڅه کوي، چې خلکو ته د خدمتونو د وړاندې کولو لپاره دولتي شرکتونه بېرته خپل فعالیت پیل کړي.

د دغه وزارت چارواکو ويلي، له دولتي ادارو څخه د پورونو راټولولو هڅې روانې دي؛ ځکه په تېرو څلورو لسیزو کې یو شمېر دولتي ادارې په میلیاردونو افغانۍ پوروړي دي.

د دغه وزارت ویاند احمد ولي حقمل وايي، د هغو مثبتو بدلونونو له مخې، چې په تېرو اتلس میاشتو کې دولتي شرکتونه ورسره مخ شوي؛ په نږدې راتلونکي کې به لسګونه دولتي شرکتونه د خپلو فعالیتونو بهیر بیا پیل او په بېلابېلو برخو کې به اړوند خدمتونه وړاندې کړي.

د خصوصي سکتور غړي هم وايي، چې د دولتي شرکتونو د فعالیتونو بیا پیلول به د هېواد په کورني بازار کې د سالمې سیالۍ لامل شي.

د خصوصي سکټور غړی میرویس حاجي زاده پدې اړه وايي: مونږ د مالیې وزارت وروستۍ پرېکړه یو ښه اقدام ګڼو؛ ځکه، چې دا به دولتي شرکتونه بېرته پر پښو ودروي.

هغه زیاته کړې: له یوې خوا به د مافیا او نرخونو له لوړېدو مخنیوی وشي، له بلې خوا به خلکو ته د کار زمینه برابره شي؛ د نفتو او ګازو ریاست، سیلو، آریانا شرکتونه، ترانسپورتونه او نور فعال شي.

د اقتصادي چارو کارپوهان وايي، چې د منظم مدیریت په صورت کې د دولتي شرکتونو د خدمتونو د وړاندې کولو پیل کار فرصتونه رامنځته کوي او د هېواد په اقتصادي ثبات کې به اړین رول ولوبوي.

Trending

Exit mobile version